ستاسې نظر: د سېلابونو اغېزې او د خلکو مسئوليتونه

Image caption سېلابونه افغانستان کې په کلني ډول زيانونه اړوي

د افغانستان په څو ولايتونو او د پاکستان په ځينو برخو کې سېلابونو لسگونه کسان وژلي او سلگونه کورنۍ يې بې کوره کړي دي.

په مړو شويو کې کوچنيان او مېرمنې هم شاملې دي.

سېلاب يو له هغه طبيعي افتونو دى چې نژدې هر کال افغانستان، پاکستان او سيمې کې پراخ ځاني او مالي تاوانونه اړوي.

د زياتو ځاني تاوانونو علت کې يوې خوا ته په وخت سره د سېلابونو په اړه د خبرداري نشتوالى ښودل کېږي بل لوري ته په ډېرو سيمو کې خلکو ته هم د پړې گوته نيول کېږي، ځکه خلک د خپلو اړتياو له مخې په داسې ځايونو کې د کورونو پر جوړولو مجبور دي چې هر وخت د سېلاب له خطر سره مخامخ وي.

ستاسې نظر خپرونې کې پر دې غږېږو چې د سېلابونو د بشري او مالي تاوانونو مخنيوي په برخې کې خلک څه رول درلودى شي؟

له اغېزمن شويو سره د مرستې په لړ کې د ټولنې په ځانگړې توگه د شتمنو وگړو مسئوليت څه دى؟

په دې اړه د خپلو نظرونو لپاره سې شنبې د ماښامنۍ خپرونې پر مهال ستاسې نظر خپرونې ته پر دې شمېره زنگ راووهئ:

٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩

دغه راز پر دې دې شمېره موبايل لنډ ليکلي پيغام يا اېس اېم اېس راستولى شئ:

٠٠٤٤٧٧٨٦٢٠٨٨٨٨

د پروګرام کوربه عنايت الحق ياسيني دی.

ورته مطالب