خپل دريځ او ځايي ليدلوری

Image caption موږ مدعا لرو چې دنيا زموږ په هکله غلط وايي، خو موږ د خپل ځان په هکله څه وايو؟ موږ هېڅ هم نه وايو، چي هېڅ هم نه وايو، نو بيا به څوک څه وايي او هغه څوک خو به ضرور څه وايي چي په مسايلو کې په ساتلو سره مو پراخې ګټې زېرمه کوي.

جګړه، مهاجرت، تجارت، کالونلزم، مېډيا او نړیوال اقتصادي شرکتونه او پروژې د ټولنې مقامي (indigenous) وجود ته زيان اړوي، خو په ټولنه کې دننه يو داسې مېکانيزم وي چې هغه هم دا زيان سنجولی او هم يې مخنيوی کولی شي.

زه ځايي کلتور ته د يوې ډبرې په مثال نه ګورم چې هېڅ اثر نه اخلي يا يې ډېر په ګرانه اخلي، د ژونديو خلکو ژوند ژواک له نورو ژونديو سره په تړاو کې جامد نه شي پاتې کېدی، خو په تعلق کې د خپل يو ځانګړي رنګ ساتل که ورک شي نو د قاميت او قامي رياست تصور هم ورسره ورک شي.

له پښتنو سره څه هم داسې ستونزه ده؛ زموږ په قاميت او د قامي رياست په تصور کې د مقاميت د غوښتنو او ستونزو ادارک نه شته او له نړۍ سره مو په تعلق کې خپل مقامي رنګ نه شته.

په پښتنو کې يوه داسې ډله شته چي کلتور د پرمختګ په مخ کې يوازېنی خنډ ګڼي، دا د ماډرنايزېشن د نظريې يو لاشعوري انعکاس دی، خو حقيقت داسې ساده نه دی، کلتور څه دومره اسانه مساله هم نه ده، د قامونو د ژوند او تاريخ دا شريک دانش څه د منفي توکو مجموعه نه وي، که د بهرني چا لپاره منفي هم وي نو د هغوی دريځ دننه پر ټولنه داسې نه شي تپل کېدی چي ټولنه دې له خپل کلتوره پرېکون اعلان کړي، بهرني څوک که د څه رشتې يا تعلق ارزو لري نو د ټولنې دننه به ځان اچوي او د ټولنې د داخلي دانش ادراک هم درناوی به کوي.

په تاريخ کې چې چا هم د تهذيب، مذهب، ترقۍ، ماډرنېزم او امن د خورولو پروژې په برسېرن نظر واخيستلې، هغوی په کالونيانو بدل شول، موږ بايد په دې اوسني عصر کې په هغه کالونيل دانش برخورد ونه کړو بلکې د اوسني عصر د فهم او ادارک کيسې په يو رسا deconstructive سوچ کېدی شي.

د زورورو اوبه په لوړه خېژي

که د ژوند پېمايش د يو او بل په ګز شي نو په دنيا کې د تاريخ اوږده بهير جوړې کړې ټولې پېمانې به له کاره ولوېږي او بيا چي د زورور اوبه په لوړه هم خېژي.

دا اوس يوه عمومي خبره ګرځېدلې چې پښتنو کله هم د بل په نظر ځان ته نه دي کتلي، خپل عمل د ولو منځ وي کله يې هم نه دی ليدلی، خو زه وايم چي پښتنو کله هم د ځان په نظر ځان ته نه دي کتلي، د ولو منځ که د بل سترګو يا اينې ته هم پرېږدو، پښتنو د خپل وجود هغه برخې هم نه دي ليدلې، چې په خپل سترګو ليدل کېدی شي.

کلتور څه د سمو او ناسمو رويو او ارزښتونو مجموعه هم نه وي، ډېری خلک د داسې برسېرن سوچ په لار د کلتور په شنلو کې له فکري تېروتنو سره مخامخ شي، دوی ښايي د کلتور دا پېچېده روزګار نه وي سنجولی چي ددې لمحې ناسم د راروانې لمحې سم کېدی شي، له دې چاپېريال او آب و هوا سره سم حقيقت، کېدی شي د دنيا د يوې بلې برخې له چاپېريال او آب و هوا سره ناسم وي.

همداسې روزګار دی ځکه په ټولنه کې يو خاص ډول سموالی موجود وي او هم ځينې ناسمې کيسې وي، د سموالي او ناسمتوب د بحث بنياد بايد د ټولنې له دننه کښېښوول شي، نه دا چې په کوم بهرني دانش فيصله کړل شي.

رښتيا خبره دا ده چې موږ د ګلوبلايزېشن او سايبر کلتور له څپو څخه پر څنډه نه شو پاتې کېدی، خو که په دې څپو کې د لامبو وهلو صلاحيت ونه لرو، نو ځان به بايلو؛ د کلتورونو مرګ څه عاجل غوندې نه وي خو په ټولنيزه خوارځواکي کې يې ژوند او پايښت هم څه ډېر د ډاډ نه وي.

دې بحث ته نه ځو چې موږ هر سياسي نظام راوړی يا پر موږ هر سياسي نظام تپل شوی زموږ رنګ يې نه دی منعکس کړی، پوښتنه دا ده چې د هر نظام د استرداد باوجود، موږ ولې بيا هم په دې کې بريالي نه شو چې خپل رنګ خوندي وساتو؟

ويل دا غواړم چې موږ د هر پردي رنګ خلاف مبارزه کړې ده نو په خپل رنګ مو نه ده کړې بلکې ځان مو د بل په رنګ رنګولی او بيا مو مورچه نيولې ده، په نتيجه کې له يوه پردي رنګه خلاص شوي او په بل پردي رنګ رنګېدلي يو، موږ د خپلې ستونزې په روح پوهېدلي نه يو بلکې د رنګونو په جنګ کې داسې بايلل شوي او وژل شوي چې اوس قبر لرو خو پر قبر خپل بيرغ او خپله شناخته نه لرو.

موږ مدعا لرو چې دنيا زموږ په هکله غلط وايي، خو موږ د خپل ځان په هکله څه وايو؟ موږ هېڅ هم نه وايو، چي هېڅ هم نه وايو، نو بيا به څوک څه وايي او هغه څوک خو به ضرور څه وايي چي په مسايلو کې په ساتلو سره مو پراخې ګټې زېرمه کوي.

څه موده وړاندې، په اسلام اباد کې د يو ادبي فيسټوال پرمهال د پاکستان يو نوموتي پوه او استاد ډاکټر رسول بخش ريس د پښتنو، په ځانګړې توګه د قبايلي سيمو پر کلتوري جوړښت او ارزښتونو خبرې کولې او ويل يې چې هم دا د هغه ريسرچ اېريا ده، د هغه په لهجه کې يو ډول پرېکنده ټکي موجود و، ما ترې وپوښتل چي ډاکټر صاحب په ژوند کې دې څو ځله د پښتنو د قبايلي سيمو د ليدلو توفيق موندلی، نو د هغه ځواب ډېر حېرانوونکی و، "کله هم نه"، دا چې يې کله هم موږ ليدلي نه يو، موږ به څومره پېژني او دنيا ته به زموږ په ورپېژندلو کې څومره انصاف کوي؟

زموږ په هکله چې څه هم ليکل شوي، څه به په کې ښه هم ليکل شوي وي، خو زموږ ځايي ليدلوري (Native Perspective) په کې ځای نه دی موندلی؛ چېرې چې ځايي ليدلوری ورک شي، فکري مبالغې او مظالعې رېښه ونيسي، پښتانه يوازې په يو اوږدمهال ناورين کې د ستورو په حساب مړه نه شول، بلکې د فکري، تاريخي او څېړنيزو تېروتنو، دروغو او افسانو په بهير کې پړه هم شول.

پوښتنه دا هم ده چې موږ خپله خبره يا خپل ځايي ليدلوری يا دريځ لرو هم که نه؟ د خپلې خبرې يا ځايي ليدلوري د تشکيل لپاره چي مو د جرګې کومه ټولنيزه اداره لرله، هغه اوږدمهاله ناورين ورانه کړه او برق رفتارې نړۍ له خپل پخواني موثريت څخه واچوله، اوس موږ په حېث د يو ملت څه دريځ لرو، لږ تر لږه زه تر اوسه په دې پوهېدلی نه يم.

د پخواني اورينټلزم په پروژو کې چې د افغان کوم تصوير او تصور وړاندې شوی، موږ به ښايي هغه توان او طاقت نه درلود چې د يوې زورورې دنيا په زور وړاندې شوی تصوير او تصور دې مات او بېرته جوړ کړو، خو په دې روانه غميزه کې موږ څه وکړل؟

ايا موږ داسې څه دنيا ته وړاندې کړل چې زموږ د حقيقي تصوير او تصور استازيتوب وکړي او موږ دي دنيا ته وروپېژني؟

دنيا ته د دنيا په ژبه کې د څه ويلو خواري خو پرېږده، موږ په خپله ژبه کې د خپل ځان د پېژندلو څومره مواد لرلي؟

زموږ ټول زور پر شاعرۍ ختلی او شاعرانه روايت مو د ټولې بيانيې بنياد ګرځېدلی، موږ نه خو د نوو علمي مېتودونو او د ټولنيزو علومو د اصولو په لار پخپله له يو او بل سره مخامخ شوي يو او نه دنيا ته په دې لار ورغلي يو.

ورته مطالب