پښتونخوا کالم: زه ''بابړه'' يم

Image caption باچا خان

اى د ۲۰۱۳ پښتنو! تاسو ما پېژنئ؟ زه درته در ياده يم؟ چېرته په خيال کې مو راځم او که نه؟

ما به تاسو څه او څنګه وپېژنئ، زه خو د پښتونخوا په تعليمي نصاب کې نه يم!

زه خو په هغه مجلو، اخبارونو او زړو پخوانیو کتابونو کې پخوانۍ کیسه يم، چې وینو، چينجیو خوړلې يم!

هغه قلمونه نشته چې ما وليکي!

هغه لاسونه د خاورو سره خاورې شول چې زه به یې ليکلم!

زه درته ځان در يادوم!

ځان در معارفي کوم!

پاکستان يو کلن و، چې په ما قيامت جوړ شو. دا د ۱۹۴۸ کال د اګست ۱۲ نېټه وه. يو ورځ وروسته د پاکستان د لومړنۍ کليزې جشن کېده، خو ما د وينو نذرانه ورکړه.

د خدايي خدمتګارانو د سرو جامو او سرو جنډو جلوس را روان و.

چاپېره پوليس ولاړ و او په جلسه ډزې وشوې، زنانه د کورونو نه قراۤن شريفونه په لاس بهر راووتې، قراۤن شريفونه هم د پښتنو سره شهيدان شول، عین لکه په کربلا کې امامان!

قيوم خانى عین لکه يزيد، لکه شمر، زما په خاوره څه د پاسه ۶۰۰ شهيدان، يو شمېر ټپيان!

او نورو د سرو جامو غازيانو په خپله پښتنه عقيده دا وويل:

کفن په ترخ کې د الله دربار ته ځمه

مرګيه مه راځه درځمه

په يو کلن پاکستان کې دا د پښتنو له ټولو لويه قرباني وه، دوېیمه کربلا په ما (بابړه) يو داستان شو. داستان زوړ و، د خلکو نه هېر شو.

لومړی به هر کال سرې جنډې په ما رپېدې، د سرو جامو جلوسونه په ما راتلل، زما د شهيدانو روحونه به په خوشحالۍ شول هغوى به ویل!

"موږ ژوندي شو، موږ نه مرو. څنګه چې امامان ژوندي دي، حسین ژوندى دى، کربلا يادېږى، يزيد او ظلم غندل کېږي، دغه شان بابړه يادېږي، خدايي خدمتګاران شهيدان ژوندي دي".

اى پښتنو!

ما ته هغه کال هم يادېږي چې پوځ پر بلوچستان يرغل وکړ، پښتانه او بلوچ غرونو ته وختل، ولي خان سره د بلوچستان مشرتابه راغلي و.

ارواښاد غوث بخش بزنجو د وېنا لپاره راپاڅول شو، نو دا وويل شول. "د مظلوم بلوچستان د نېپ مشر غوث بخش بزنجو ته د وېنا بلنه ورکوو."

غوث بخش بزنجو چې راپاڅېد نو وويل "موږ ته مظلوم بلوچ مه وایئ، چې څوک د ظالم خلاف مبارزه کولى شي، هغوى مظلومان نه دي".

ما ته نور هم ډېر څه يادېږي، خو د بزنجو د خبرې سره په روان دور کې ځان عجيبه غوندې مظلومه بابړه وښيي. نن زما ورځ، زما واقعه، زما سانحه، زما شهيدان، په ګولیو الوتي، قراۤن شريفونه او د خدايي خدمتګارانو کربلايي پښتون احساس هېچا ته نه کېږي!

پښتانه عجيبه مزاحمتيان دي، په هر دور کې یې غازيان د شهيدانو په وينو همدردۍ اخلي.

اوس چې زه د قصه خوانۍ، هاتي خېلو، ټکر، او د پښتونخوا د هرې سيمې وينې ځان سره رايادې کړم، نو لويو مزاحمتکارو په موږ همدردۍ اخیستې دي.

او اوس خو د ټول پښتون وطن وينه باندې سياسي همدردي حاصلولى شي. څه عجيبه رواج دى، څه مظلوم روايت دى.

زما د وينو دا روايت دومره مظلوم شو چې اوس یې څوک په جلسه کې لمانځلى هم نشي، ځکه د ترهګرۍ وېره ده!

اى پښتنو!

زه هغه بابړه يم، چې هر کال به په ما روايتي غونډه کېده، اوس هغه غازيان هم نشته.

زه اوس هم بابړه يم، اوس خو زما ټول پښتون وطن بابړه بابړه دى، لکه چې ټول پښتون وطن د سرو جامو کفن پوش شهيدان دي، غازيان یې هم د مړو په قطار کې ولاړ دي، ټول پښتانه په خپله جنازه ولاړ دي.

په ژوندوني خپلې جنازې کوي او په اجتماعي قبرونو کې ښخېږي، قيوم خانیو (عبدالقيوم خان) خپل شکل او انداز بدل کړى دى.

زه تر افغانستان غزېدلى يم، زما وينه د افغان جهاد په نوم لاړه توې شوه!

زه تر کشمير پورې لاړم، سنګر د بل، ټوپک د بل، سر زما!

اوس هم په دې وطن د شهيدانو رِسم کېږي

خو قبر د پښتون وي او کتبه پرې د کشمير وي

اى پښتنو!

زه هغه بابړه يم، زما قتلانو پوره قيوم خانه خاورو ته يوړه. زه فقط د سياست ناره شوم، اوس د نویو بابړې، نوې قصه خوانۍ، نوي ټکر، نوي هاتي خېلو، نویو شهيدانو يادګارونه جوړ شوي دي.

نوي فهرستونه تيار شوي دي، دا د پردي جنګ کرايه دار سپايان پښتانه په خپل قبرونو کې پراته دي، خو د هغوى غازيان دا نشي ویلی چې موږ دا شهيدان د څه لپاره ورکړل!؟

زه اورم چې دا شهيدان د امن د عدم تشدد لپاره دي، نو غلې شم، ما ته خپل جواب میلاو شي، چې زه هم د عدم تشدد په نوم شهيده بابړه يم، ټوله پښتونخوا هم د امن د عدم تشدد په نوم شهيدان لري.

د ټولې دنيا د جنګ هدفونه بدل شول، خو زموږ د شهادتونو او د وينو نيجې اوس هم هغه دي، چې پخوا وې.

د ۱۹۴۸ کال د اګست ۱۲مې نه تر دې ساعته د پښتون افغان په وينو همدردي اخیستل کېږي، خو نتيجه نه.

ورته مطالب