لونګ: ملتپالنه

Image caption افغانستان د زمري په اته ويشتمه له انګرېز څخه استقلال اعلان کړی دی

تېر کال مو د زمري اته ويشتمه لمانځله، ملګري په ښار کې راوګرځېدل او کله چې نوي ښار ته راغلو نو موټر سوکه شو، يو پوليس راڅخه پوښتنه وکړه، چې څه خبره ده چې داسې خوشالۍ کوئ؟ موږ ورته وويل، چې نن د خپلواکۍ ورځ ده. افغانستان پر دغې ورځ له انګرېز څخه استقلال اعلان کړی دی.

نه پوهېږم، چې پوليس به مو څومره پوهولی وي او يا به يې زموږ خبره څومره مهمه بللې وي. زه په غالب ګمان وايم چې کېدای شي پوليس به نالوستی و، ځکه به يې دا خبره کړې وي، خو که لوستی و او بيا د خپلواکۍ په ورځ خبر نه وي، دا نو رښتيا د يوه ملت لپاره غميزه ده.

يو بل احتمال هم شته. په افغانستان کې د لمانځلو ورځې خورا ډېرې دي. زموږ د تقويم په نژدې هره پاڼه کې يوه يا دوه ورځې رخصتي وي. له همدې کبله د خپلواکۍ پر ورځ د نورو ورځو سيوری دی. خو دا خبره له يوه ويښ ملت سره کله کله جوړه نه راځي.

يانې دا بايد هېڅوک پلمه نه کړي، چې دلته د لمانځنې ورځې ډېرې دي ځکه نو د استقلال ورځ له خلکو ګډه وډه ده، بلکې اصلي خبره دا ده چې موږ ډېر د دغې ورځې په فکر کې نه يو.

په حقيقت کې موږ ملتپال خلک نه يو، او کله چې څوک ملتپال نه يي نو له وطن سره يې په طبعي ډول يوازې مادي رابطې پاتې وي.

د وطن په هغې ځمکې بريد ورته د منلو وړ نه وي، چې د ده دوکان او کاروبار ته تاوان رسوي. د وطن په هغې لاره کې د ماين ايښودل ورته ښه نه ښکاري، چې دی پرې تګ راتګ کوي او ځان په خطر کې ويني او که سېلاب يا طبيعي افات هم راځي، يوازې هغه وخت دده خوا بدېږې، چې دی متضرر کولای شي.

په دې مانا چې ګټه او تاوان فردي سنجوي او په ملي کچه فکر نه کوي. فردي رابطې انسان رامحدودوي، خو رابطې چې څومره پراخېږي هغومره د انسان ليدلوری ورسره پراخېږي.

افغان کوک

زموږ په ټولنه کې له کليماتو سره هومره ظلم کېږي لکه له انسانانو سره چې کېږي. دلته دواړه د زړه سوي وړ دي، دلته دواړه ګناه ګار دي. زما نه يادېږي خو وايي يو وخت په رنګونو کې سور رنګ ګناه کار و او د انسان په ګناه يې نيولی و.

ټکي هم همداسې دي، ځينې د انسان په ګناه، ګناه کار شوي دي، خو د ټکو او انسان توپير دا دی، چې انسان به يا رنګ بدل کړي او يا به توبه وباسي سم به شي، مګر ټکي نو ځان نه شي سپينولای. دلته ملتپالنه ټکی همدغسې ګناه کار ټکی دی.

ملت که د ابراهيمي يا اسلامي ملت لپاره وکارول شي، نو بيا پروا نه لري خو که د افغان لپاره وکارول شي، نو دا ټکی ګناه کار شو. عربي ملتپالنه، ترکي ملتپالنه او بل هر ډول ملتپالنه پروا نه لري، خو که افغانان ملت پالنه کوي، نو دا بيا ګناه ده. دلته د پاکۍ سرحدونه هم لوی او هم واړه دي. ځينې خلک ټول عمر هر ډول کارونه وکړي، خو هېڅکله د پاکۍ له سرحده د ګناه پولو ته نه ور وځي او ځينې نور بيا چې يو ګام واخلي ګناه کار شي.

دلته ملتپالنه د ټبر او قوم پالنې او يا ژبپالنې په مانا ډېره کارول کېږي. حال دا چې ملتپالنه نور کارنځايونه هم لري. په دغې ليکنه کې زما هدف هم توکم پالنه نه ده، چې خلک په ټبرونو ووېشل شي، بلکې په مشترکو، کلتوري، تاريخي او فرهنګي اړيکو باندې تړلې يوه ټولنه ملت بولم.

افغانان چې د افغانستان په اوسنۍ جغرافيا کې اوسي، که هر څوک دي بيا هم افغانان دي او د يوه ملت په توګه بايد مطرح شي.

ملتپالنه په اوسني مفهوم ما ته تر ټولو مخکې په عاطفي تړاو باندې تړلي اړيکي برېښي.

يوه دوست راته کيسه کوله چې په خوست کې درې ماشومان څو ورځې مخکې سېلاب يووړل. ملګری مې وايي، چې د ماشومانو د مور و پلار په ګډون موږ ډېر خلک ورته ولاړ و او له دې کبله چې سېلاب ډېر و، هېچا څه نه شو کولای.

وايي سيمې ته نژدې د ملي پوځ يوه پوسته وه، سرتېري راغلل او د خوړ پر غاړه يې موټر ودراوو، غالبا يوه هزاره سرتېري يو پړی په موټر پسې وتاړه، بيا يې ځان هم وتاړه او سېلاب ته ور غورځار شو، چې بلاخره يې درې واړه ماشومان ژوندي را وايستل.

زما لپاره په لويه کې هم ملتپالنه همدغسې اړيکي دي. چې ژبه، قوم، ټبر، مذهب او نور هېڅ پکې مطرح نه وي او يوازې په يوه پراخه فکري دايره کې جوړ شوي اړيکي سره وپالي.

اصلي خبره دا ده چې ملتپالنه د ټولنې د پوهې لوړېدل دي، چې ملي پوهه هم ورته ويل کېدای شي. د ملي پوهې له برکته د يوې ټولنې په افرادو کې د يوه ملت تشکيلوونکو عناصرو ته لکه توکم، ژبه، باورونه او عادات، ټولنيزو او اخلاقي ارزښتونو او فرهنګ ته د وفادارۍ او تړاو حس راژوندی کيږي.

زموږ ملګرو څو کاله مخکې پرېکړه وکړه، چې په غير الکولي مشروباتو کې که مو څه څښل، نو کوک به څښو ځکه د افغانستان توليد دی او ګټه يې افغانستان ته رسېږي. زما په نظر د ملت پالنې يوه ښه بېلګه همدا ده، چې افغان ته د افغان په توګه ګټه ورسوو.

يا اوس په افغانستان کې بوټونه جوړېږي، ډېر ملګري وايي، يوازې د دې په خاطر يې اخلي، چې افغانستان ته يې ګټه ورسېږي. دغه ماته د ملتپالنې ښې بېلګې ښکاري. اقتصادي ګټې د ملت جوړونې په برخه کې ډېر مهم فکټور دی، خو دغه ګټې هغه مهال ډېرې تړل کېږي، چې په خلکو کې د ملتپالنې روحيه ژوندۍ وي.

که يو ميدانی پښتون خپلې مڼې کابل ته راوړي او په يوه تاجک دوکاندار يې وپلوري، يا يې يوه هزاره تجار ته ورکړي او يا يې يوه ترکمن او ازبک صنعت کار ته ورکړي، چې جوس او مربع ترې جوړ کړي، په همدغه ځایه کې د خلکو اقتصادي ګټې سره وتړل شوې او دغه ګټې هغه مهال ډېرې پياوړې کېږي، چې خلک په شعوري ډول د نورو لري انتخابونو پر ځای همدغه نژدې غواري غوره کړي، او دا کار د ملتپالنې د روحيې پر بنسټ شونی دی، دلته سړی ويلای شي، چې کله ګټې سره غوټه شوې بيا ملت هم اسانه جوړېدای شي.

د ټولنپوهنې د اصولو له مخې تر بحران وروسته ټولنو کې لومړی يو شمېر قومي کتلې رامنځته کېږي، چې د قوم د حقونو په نوم په سياست کې ښکېلېږي او تر يوې مودې پورې دوام کوي، خو د خلکو د شعور په لوړېدو سره د خلکو ګټې له قومي څخه ملي ته ځي، له همدې کبله د قومونو په نومونو دغه جوړښتونه هم د ماضي برخه ګرځي.

زموږ راتلونکی

په دې کې شک نشته چې موږ يوه ملتپال نسل ته اړتيا لرو داسې چې له يو بل سره د افغان په نوم ګډ ژوند وکړي او له يو بل سره د افغان په نوم مينه او عاطفي رښتې ولري.

خو بدمرغي دا ده چې زموږ په کتابونو کې لا هم ملتپالنه ځای نه لري، ستونزه دا ده چې دلته ملتپالنه غلطه تعبير شوې ده او که څوک ووايي، چې زه ملتپال يم نو مانا يې دا شوه، چې ګني قوم پالي، يا ژبنۍ اړيکي پالي په داسې حال کې چې افغانان ټول يو ملت دي او ملتپالنه افغان او افغانستان پالنه شوه.

وړمه شپه مې د Dubai: The greatest city on the earth انگريزي فلم وکوت. دغه څه باندې ۴۳ دقيقې فلم د دوبۍ پر تېر او اوسمهال جوړ شوی دی، چې څنګه يو ريګزار، د نړۍ په يوه مهم او پرمختللي سوداګريز ښار بدلېدای شي. په ټول فلم کې د دوبۍ د خلکو د قوي ارادې تمثيل راغلی و.

له هېوادونو سره د اولسونو پر اړيکو باندې چې کله هم فکر کوم نو دوه طرفه رښتې مخې ته راځي. ته به وطن ته يو څه ورکوې او وطن به تاته. ځينې خلک وطن ته هېڅ نه ورکوي او تمه ورڅخه د ډېر څه لري، خو داسې شونې نه ده.

له وطن سره د مينې بنسټ هم بيا بېله قضيه ده. تر دې مخکې چې وطن راته يو څه راکړي موږ بايد دوه شيان ولرو، يو پخپله راتلونکي او خپل ځان باندې باور او بله دا، چې له وطن سره مينه ولرو. دغه دوه توکي موږ اړباسي چې وطن ته يو څه ورکړو او کله چې وطن ته يو څه ورکړو نو وطن به موږ ته يو څه راکوي. له وطنونو سره د انسانانو تړاو هم پر همدې بنسټ دی.

جاپانيان تر افغانانو ډېر له خپل وطن سره مينه لري، ځکه وطن ورته تر افغانانو ډېر څه ورکوي، لږ تر لږه سر خو يې پکې خوندي دی. خو جاپانيانو تر افغانانو ډېرې قربانۍ هم ورکړې دي. هغوی چې څومره کار کوي موږ هېڅکله کړی نه دی، له همدې کبله هغوی ته وطن ډېر څه ورکوي او موږ ته لږ.

اوس مهمه دا ده چې راتلونکی نسل څنګه له وطن سره تړلی پاتې شي. کېدای شي د ښوونځي نصاب يې يوه لاره وي، چې ماشومانو ته له وطن سره پکې د مينې درس ورکړل شي، خو نورې لارې هم شته. رسنۍ يې ښه ځای دی. په رسنيو کې کېدای شي، خلکو ته داسې پروګرامونه جوړ شي چې په زړونو کې يې د وطن مينه ور وټوکوي.

څو ورځې مخکې چې د کابل په سروبي کې سېلابونه راغلل نو تر ټولو مخکې افغان ملي پوځ د خلکو مرستې ته ور ورسېد. ځينې رسنيو د پوځ په اړه د خلکو نظرونه خپاره کړل چې خپل سرتېري يې ستايل، له ډېرو خلکو مې واورېدل چې ويل يې پخوا يې داسې فکر نه کاوه خو اوس يې پر ملي پوځ باور زيات شوی دی. دا هغه کسان و چې يوازې د رسنيو تبليغات يې وليدل، که څوک د سروبي له خلکو څخه له نژدې د پوځ کيسې واورې ممکن نه هېرېدونکي کيسې ولري.

هدف مې دا دی چې رسنۍ په تبليغاتي لحاظ باندې د خلکو پر ذهنونو او فکرونو باندې فوق العاده اغېزه لري چې له همدې کبله بايد په مثتبه توګه وکارول شي. که د وطني توکو په اړه تبليغات وشي، ممکن ډېر خلک د بهرنيو هغو پر خای وطني شيان وپېري. له دې سره پيسې په کور دننه په دوران کې کېږي او ګټه يې هم پخپله پر افغانانو وېشله کېږي. زموږ په مذهبي سنتي ټولنه کې جوماتونه او حجري هم په هره برخه کې مهم رول لوبولای شي. په دواړو کې د وطن او وطنپالنې لپاره ډېر کار کېدای شي.

ملي سرود

د ليکنې ددغې برخې تر لوستو مخکې له ځان سره سوچ وکړه، چې د هېواد ملي سرود دې په يادو زده دی؟ که ستا زده وي، نو بيا د خپلو دوستانو په اړه فکر وکړه، چې ستا په نژدې دوستانو که به د څومره کسانو نورو زده وي، او که دې زده نه وي نو له دې څخه زموږ د ملتپالنې څرک ولګوه.

نه پوهېږم ښه دی که بد دی خو زما عادت داسې دی، چې يوه شي ته مې فکر شي بيا يې تر اخره تعقيبوم. يو وخت مې فکر شو، چې د نړۍ د هېوادونو ملي سرودونه ولولم، چې څه يې پکې ليکلي دي. نژدې د ټولو هېوادونو د ملي سرودونو ژباړې مې ولوستې.

خو د عربي نړۍ او نورو هېوادونو په ملي سردونو کې مې يو توپير وليد، هغه دا چې نژدې د ټولو عربي هېوادونو په ملي سردونو کې د عربيت ستاينه شوې وه. په دې مانا چې عربي ملتپالنې ته پکې تبليغ شوی و. خپل ملي سرود ته مې پام شو، چې د افغانيت پر ځای پکې قومونو ته ډېر پام شوی دی. له همدغه ځايه راسره فکر پيدا شو، چې موږ پخپله د ملت جوړونې پر اساساتو ډېر غور نه کوو او نه مو کړی دی.

ملت جوړونه هغه مهال شونې ده، چې په خلکو کې د ملتپالنې حس موجود وي او د ملتپالنې حس له همدغسې شيانو څخه اخيستل کېدای شي، لکه ملي سرود، ملي بيرغ او داسې نور. د ملت جوړونې په برخه کې ګډ دښمن او ګډ دوست هم مهم رول لري.

څه موده مخکې چې د سرحدي پوليسو يو سرتېری قاسم خان د پاکستاني ځواکونو له لوري شهيد شو، ټولو افغانانو له هر ډول تمايل پرته هغه د ځان وياړ وباله. هغه مهال ماته معلومه شوه، چې کله کله ګډ دښمن هم يو پاشلی ملت سره يو ځای کولای شي. دلته که دې په هغو ورځو کې د خلکو خبرو ته غوږ نيولی وای، نو داسې تصور به دې هم نه و کړی، چې دا خلک دې هم په قوم، ژبه، ډله او سمت سره وېشلي وي.

خو بدمرغي دا ده چې د خلکو له هماغو احساساتو څخه د ملت جوړونې لپاره کار وانخيستل شو. د هر پرمختګ لپاره دغسې وړې وړې پلمې او انګېزې کفایت کوي، لوی فرصتونه په ډېر وخت کې يو ځل راځي، خو تکړه هغه کسان دي، چې د فرد يا ملت په توګه له وړو فرصتونو څخه ګټه اخلي.

موږ په سندرو کې ملتپال ملت يو، خو په عمل کې بيا هغسې نه يو. عملي ملتپالنه مو يا زده نه ده او يا يې کولای نه شو. زموږ په منځ کې واړه واړه دېوالونه ولاړ دي او موږ نه پرېږدي، چې د يوه ملت په توګه سره يوځای شو.

زما نظر دا دی تر هغه چې په افغانانو کې د ملتپالنې حس وده و نه کړي، په نورو شيانو به وطن جوړ نه کړای شو. د بل هر ايزم تجربه مو وکړه ګټه يې و نه کړه، راځئ دا ځل د افغاني نشنليزم تجربه وکړو، چې څنګه کېږي؟

ورته مطالب