ډېوه: د ازادۍ زندۍ

شاه امان الله خان
Image caption د شاه امان الله خان د اتلولۍ او د زمري اته ویشتمه مو یو کال بل کال سره یاده کړې خو ورته مو د ملي ورځې فکر نه دی کړی.

ډېری لوستي مو هم د خپلواکۍ ورځ دا ازادۍ په نوم یادوي او ازدي ورته ځکه له خپلواکۍ خوږه ښکاري چې د خپلو فکرونو جلا جلا تعریفونه ترې تعبیروي دا تعبیرونه تر ډېره دروغجن دي؛ ځکه خو ورباندې دوی له ډېرې چالاکۍ کار اخلي او په وار وار یې تکراروي، چې دا ازدي او هغه ازادي خو کله هم په خپلو ناغېړیو نه سر ټیټي کیږي چې ایله یو ځل خو ومني چې دلته پړ یم.

د خپلواکۍ په نوم ازادي.

۹۴ کاله کېږي چې موږ د خپلواکۍ ملي ورځ لرو، خو موږ له دغه ورځې سره هم په چل تللي یو واکمنو مو ځینې داسې ورځې پر ملي هغو دبره کړي چې هغه اصلي ورځ یې په کې پټه ساتلې هر رژیم پر خپل وخت دملي ورځ پرځای خپلې سلیقوي ورځې نمانځلي او ان په شاهي واکمنیو کې خو همدغه ورځ د غبرګولي په ۲۶ نمانځل کېده.

ورپسې چپیانو له خپلې کودتا وروسته خپل انقلابونه یادول او خبره نوره هم بدې ته لاړه چې په مرګونو یې ویاړ کاوه او تر ننه هریوه خپله خپله کړې ده له دې ها خوا موږ له زړه نه له خپل وطن سره د مینې کیسې نه کوو هرڅه د شونډو پرسر وي او تر حاضر محفل محد دود وي.

د شاه امان الله خان د اتلولۍ او د زمري اته ویشتمه مو یو کال بل کال سره یاده کړې خو ورته مو د ملي ورځې فکر نه دی کړی، تاسو لکه چې واکمنې څېرې ملت ګڼئ هو نا سمه به نه وي دا ځکه چې له څلور نوي کلونو وروسته هم زما د کلي خور خورلڼه دا ورځ نه پېژني که نه دومره خو بې احساسه هم نه دي که د واکمنو په څېر دسترخوانونه نه شي تیارولی دا خو کولی شي چې د خپل کلي کور خلکو ته یوه مړۍ وچه ډوډۍ ماښام د وطن د ملي ورځې په نوم ورکړي او یوبل سره دراشه درشې یو بله پلمه جوړه کړي.

نو څه فکر کوئ ولې مو خپل ولس ته هر وخت دروغ ویلي او تاسې د ملت تعریف څنګه کوئ هغه ملت چې د خپلې ملي ورځې نېټه ورسره نه شته؟

او ازادي مو،

د ازادۍ لپاره چې دوی کوم فکر لري هغه نو له دې ورها خوا دی دغه تعریف د خلکو په رڼو سترګو کې خاورې شیندي.

نه خو مو مذهب ته ازادي ورکړې که داسې وه نو افغانه پېغله به یوه هم نالوستې نه وای د دوی مذهب خو د خور او ورور زده کړې دواړه فرض کړي.

د وینا په ازادۍ کې خو دومره د قتل تر بریده تللي یو انسانان خو به مو د ګټو لپاره ګواښ و ځکه مو د هغوی ژبې تړلې د کونړ او پکتیا د ځنګلونو د سندرو مارو مارغانو ستونې مو هم وچ کړل نښتر مو ورېبل او د مرغیو چڼاري مو وسوځول فکرونه هم غځونو ته نه دي پرېښي.

هغوی چې د خپل خواږه هېواد د پرمختګ په فکر کې شوي هغوی چې د خپلو وګړو د ژوند خوږو ته فکر درلوده تر خاورو لاندې مو کړه که د کونړ مارغان مو ژړولي نو سیدان مو هم تر خاورو لاندې کړي مفکر سید بهاو الدین مجروح مو هیر دی ...

نور نو تاسې پوهېږئ چې ازادي څه ته وایاست.

پر خپلواکۍ مو ملنډې مه وهئ هغوی خپلواک دي چې حق یې په لاس کې دی او موږ ځکه نه یو خپلواک چې حق مو له نورو سره دی.

ټول حقونه درته بښو، خو د لوست هغه نه که مې انا لوستې وای نو راته به یې حتمي د غازي امان تاریخ د شپې په الله هو کې را زده کړی وای او ښار او کلي به یو ډول دا ورځ نمانځله.

نن ازادي زندۍ ده هلته چې پر دېوالونو یې د ژوند شعارونه دي او ور دننه د مرګ کیسې دي.

ورته مطالب