پښتونخوا کالم: د افغانستان د خپلواکۍ ورځ

Image caption د افغانستان جمهوريت او انقلاب مقتولان هم دى قاتلان هم!

ټول پښتون افغانستان نولسم اګست ته د خپلواکۍ ورځ وايي!

ټول پښتون افغان دا غږ کوي چې د افغانستان خاورې په ځان هيڅ ښکېلاک منلی نهٴ دى!

ټول ولسونه ادعا کوي چې افغانان څوک محکوم ساتلی نه شي!

دا د استقلال ورځ!

دا د غازى امان الله خان د جاه و جلال ورځ!

دا د افغانستان د کمال او جمال ورځ!

دا لمانځنه، دا يادؤنه، يادګيرنه، د لر اؤ بر ولسونو لپاره د تاريخ يو سبق دى!

اوهٴ کم سل کاله وړاندې غازى امان الله خان له تاريخي دښمن څخه د ډېورنډ په جنګ کې دا ګټه وکړه چې افغانستان به په بهرنۍ پاليسۍ کې خود مختاره وي!

شپږ کاله پس یې ورپسې بچه سقاؤ راوست، خو د افغانانو د خاؤرې کمال، جمال او جلال دا دى چې په ځان د پردي ښکېلاک دُوړه نهٴ پرېږدي.

نن هم افغانستان د غازى امان الله خان د جنګ لاس ته راوړنې د استقلال د ورځې په نامه يادوي او لمانځي یې.

د استقلال دا ورځ په هغه وختونو کې هم هېره شوې نهٴ ده چې په افغانستان د سرو پوځونو يرغل وهٴ.

د استقلال ورځ ته ثور انقلاب هم سلام کړى دى!

جهاد او فساد ورته هم احترام لرلى دى!

طالب او مطلوب هم دا ورځ هېره کړې نهٴ ده!

Image caption زهٴ يو ازاد، خپلواک، وطن يم، خپله رایې، خپل جمهوريت، خپل ولسمشر، خپل پارليمنټ، ادارې، لويه جرګه، او هر هغه څهٴ لرم چې د يو ازاد، خپلواک هېواد لپاره ضروري دي.

اوس د نړيوال امن په نوم د سپينو پوځونو د سيوري لاندې هم افغانان وايي!

دا زموږ د استقلال ورځ ده.

دا د پرمخ تللي افغانستان يادګيرنه ده.

دا ورځ دې ټول لراوبر ولسونو، ټول پښتون افغان ته مبارک او نېکمرغه وي!

خو زهٴ د استقلال د ورځې په نامه نن هم هغه پوښتنه تازه کؤم!

د غازى امان الله خان د افغان جنګ د ټولو نه ګټه ورغږ نن څهٴ معنا ورکوي؟

اۤيا ټول پښتون افغان، لوى افغانستان، په خپله بهرنۍ پاليسۍ کې خودمختاره دى!؟

چې ډېر لرې لاړ نه شو، د خپل ګاونډي هېواد پاکستان د دېرشو کلنو خاموش مجاهدين د پټو فرښتو غضب او د فرښتو د ټولو اُستاذانو د شېطانانو خندا، د مړو رقص، او د ژوندو افغانانو په مخونو بې جوابه پوښتنو ته زېر شو، نو د استقلال په دغه لويه ورځ نن هم افغانستان ته پاکستان وايي!

هند سره به دوستي کوې خو زموږ خيال به ساتئ!

عرب شېخان وایي موږ به په ثواب اخلئ!

ايران وايي ما به د نظره نهٴ غورزوئ!

امريکا وايي زما دښمن ته به دښمن وايئ!

نړيواله اتحاديه وایي موږ به په سينه لکه تعويز زانګوئ!

روس خاموش نندارچي دى، د ثور انقلاب د دريو باچايانو خون په غاړه ګرځوي!

د افغانستان سرداران، باچاهان د خپلو جامو او بوټانو سره په ډلیزو قبرونو کې ورک دي!

د چا د قبر څلي نه شته او د چا چې څلى شته هغه څوک څراغان کولی نه شي!

د افغانستان جمهوريت او انقلاب مقتولان هم دى قاتلان هم!

د افغانستان جهاد د فساد په پوشاک کې په زمکه ټومبلى شوى دى!

د افغانستان نه د سترګو د ويستو رِسم او خونړى دستور ته چا دوام ورکړو! ؟

ډيورنډ ورله چا په سينه داغ کړى دى! ؟

شهيد ورله چا بدنام کړى دى! ؟

د غازى تُوره او پټکى يې چا يؤړل! ؟

د نوادراتو غل يې چرته دى! ؟

د تاريخي اثارو سوداګر يې څوک دي! ؟

ټانکونه، توپونه، الوتکې یې د کباړ په شکل پنجاب ته راغلې، دا کباړى څوک وهٴ! ؟

آن دا چې د افغانستان د استقلال مينار او د پُل خشتى جومات مناره چا وويشتله! ؟

د ټول افغانيت ملى روحيه، قامى او مذهبى غرور چا مات کړو! ؟

''د سرو سپينو'' په جنګ کې ټوله ګټه د بل، تاوان د پښتون افغان ولې! ؟

دا يوه ورځ فقط دا يوه ورځ افغانى غرور د ښکېلاک سره د جنګ غازى ولې يادوى!!؟؟

د دې ټولو پوښتنو نه چې يوه پوښتنه جوړه شى او افغانستان په دغه ورځ دا ووايي!

زما په بهرنۍ پاليسۍ د چا څهٴ اعتراض دى! ؟

زهٴ يو ازاد، خپلواک، وطن يم، خپله رایې، خپل جمهوريت، خپل ولسمشر، خپل پارليمنټ، ادارې، لويه جرګه، او هر هغه څهٴ لرم چې د يو ازاد، خپلواک هېواد لپاره ضروري دي.

''زهٴ خپله عنوان خپله مضمون يمه، پښتون يمه''

نو بيا ولې! ؟

زما ګاونډي هېوادونه، نړيوال ټول زما د ازادۍ او خپلواکۍ وجود ته ولې نهٴ ګورى، او کهٴ ګورى نو ما له خپلې جامې او پېزار ولې راؤړى.

ما خو په ډېرې ډېرې فقيرۍ کې پردۍ جامې او پېزار نهٴ دى اغوستى ځکه چې ازادى او خپلواکى زما تاريخ دى.

زما د تاريخ پاڼه راواړوئ، وګورئ، زخمى به يم خو په خپلو وينو کې به لکه سور ګلاب راټوکيدلى يم.

شهيد به يم خو د مرګ فرښته به مې هم ګواهى ورکړي، چې افغان اخرۍ سلګۍ هم د خپلې ازادۍ په غرور وهلې ده!

د افغان مهاجر په نوم به کډه په سر در په در يم، خو په پردو هېوادونو او د کېمپونو په خاؤرو مې هم خپل چنارونه د افغانى قدوقامت په نامه ياد کړي دي، خپلې ترانې مې وئيلې دي!

هره لوبه راباندې شوې ده، په ''لويه لوبه'' مې ځان بايللى دى، يا کوم جوارګر بايللى يم خو ځان مې بيا ګټلى دى!

ځکه نو ټولې نړۍ ته وايم!

زهٴ ازاد، خپلواک افغانستان يم، کهٴ ما څوک خورى او راته وايي تا هضموم او د مينځه دې وړم، نو زهر يم!

د حمزه بابا په وېنا کهٴ زما نه څوک شېدې اخلي او ما څکي نو زهٴ قند يم!

حمزه د خپل اشنا به درته څهٴ صفت بيان کړم

ګُړه چې د هرې ډډې او څکى خوږه وى

زهٴ افغانستان يم!

د خپلې ازادۍ او خپلواکۍ په وياړمنه ورځ په هر چا غږ کؤم، چې ما خوړلى نه شئ، کهٴ څوک مې خورئ نو هضمولى مې نه شئ، په ما کې د خپلو شهيدانو احساس درزيږي، په ما کې د خپل غازى فتح تازه ده، ازاد او بريالى به يم.

ورته مطالب