ستاسې غږ: ټاکنو لپاره سياسي ايتلافونو ته څنګه ګورئ؟

څرنګه چې په افغانستان کې د ټاکنو په ځانګړې توګه د ولسمشرۍ انتخاباتو نېټه رانژدې کېږي، د يو شمېر سياسي کړيو او مشرانو تر منځ هم د ايتلافونو او اتحادونو رامنځ ته کولو خبرې تودې شوې دي.

په تېرو ١٠ کالو کې دا ډول ايتلافونو له ځان سره د سياسي غونډو يو نوى کولتور افغانستان ته راوړى دى، چې د ځينو په اند په هېواد کې د دېموکراسۍ غښتلې کولو سره مرسته کولى شي.

دا ايتلافونه د لنډې مودې ګټو لپاره جوړېږي که د افغانستان د اوږدې مودې ستونزو هوارۍ کې هم مرسته کولى شي؟

په دې ايتلافونو او هغې کې ښکېلو کسانو باندې څومره باور لرئ او په ټاکنو کې ستاسې په رايې او نظر څه اغېز درلودى شي؟

د ستاسو غږ په دې اوونۍ کې همدا موضوغ څېړو. که نظر يا پوښتنه لرئ سر له اوسه يې د برېښناليک او يا د خوالۀ د رسنيو له لارې راسره شريک کړئ.

د بي بي سي پښتو فېسبوک، دبي بي سي پښتو ټوېټر او يا هم د بي بي سي پښتو برېښناليک Pashto@bbc.co.uk له لارې مو نظر او پوښتنو ته سترګې په لار يوو.

خپرونې ته په دې شمېره مخامخ زنګ ووهئ: ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

د لنډ تيلیفوني پيغام يا اېس اېم اېس لپاره دا شمېره وکاروئ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

ستاسې نظر د پنجشېنبې په ماښامنۍ راډيويي خپرونه کې ژوندى خپرېږي، خپرونه د افغانستان پر وخت د ماښام پر اووه بجې او ۲۰دقيقې چې د لندن د ماسپښين درې بجې کېږي، په خبرونو پيلېږي او وروستۍ نژدې ۴۰ دقيقې ستاسو غږ ته بېلې شوې دي.