پښتونخوا کالم: د افغانستان د ولسمشر په نامه

Image caption ګرانه ولسمشره، پاکستان ته هر کله راشئ خو پښتونخوا دې هېره نه شي.

د رسنيو رپورټونو، اطلاعاتو ترمخه د افغانستان ولسمشر حامد کرزى د پاکستان په سفر را روان دى_ په خير دې راشي، هر کله دې راشي خو د راتلو نه وړاندې بايد په پاکستان کې مېشت افغانان چې زاړه انصار وروڼه ورته اوس هم افغان مهاجر وايي، د نامې يو ياداشت وړاندې کړم.

ګرانه محترم حامد کرزي صاحبه!

سلامونه او احترامات!

پاکستان ته هر کله راشئ خو پښتونخوا دې هېره نه شي ځکه چې دا پښتونخوا احمد شاه ابدالي په دهلي کې هم ياده کړې وه.

د دهلي تخت هېرومه چې راياد کړم

زه د لوىې پښتونخوا د غره سرونه

د پښتونخوا زړه پېښور به خو دې ضرور ياد وي، کوټه به دې هم څنګه هېرېږي، د کابل، کوټې، پېښور او کندهار په تعلق او تړون به د محترم اجمل خټک د دې شعرونو عقيده هم لري:

پېښور دى او که کوټه زما کور دى

کندهار دى که کابل دى زما ورور دى

هر خاين چې په کې خنډ اچول غواړي

که د لر دى که د بر دى مخ يې تور دى

ګرانه محترم ولسمشره!

زه در ته د تاريخ پاڼې نه راڅېړم ځکه چې زما په قبضه ګر پاکستان کې مقبوضه پښتونخوا ریښتونى تاريخ نه لري.

موږ نن هم خپلو بچو ته د عربو تاريخ د ثواب په نامه ښيو او زموږ بچيان خپل اتلان، مشران نه پېژني. ستا د افغانستان تاريخ په وينو سور سهي، خونړى سهي، زه په کې خانان او خاينان، سرداران او بزګران، جهاديان او فساديان، طالبان او مطلوبان، سره او سپين، خپل او پردي هر څه لوستى شم، پېژندى شم ځکه در څخه اوس نېغ په نېغه د پاکستان د دورې نه وړاندې د هغه افغانو کډوالو، فريادونه، غوښتنې د ياداشت په توګه شريکوم چې د کابل نه تر اسلام اباد پورې د هوا د سفر نه وړاندې ستا د سترګو وړاندې شي.

ډېر محترم مشره!

د کابل او اسلام اباد په فيصلو کې موږ پښتانه افغانان ولسونه نه وينو، د دوو هېوادونه پاليسمار په شريکه اعلاميه کې ووايي:

پاکستان او افغانستان به په شريکه د ترهګرۍ نوغي وباسي، د امن لپاره به يو بل سره کومک کوي، خپله خپله ځمکه به د يو بل په ضد نه استعمالوي.

دا خبرې، دا اعلاميې، دا شريکې ويناګانې د بندو کمرو د خبرو نه پس د رسنيو رپورټونو لپاره وي، خو د دې عمل چېرته هم نه ښکاري.

دا د بندو کمرو اواز تنوونکو کمرو، د غټو مېزونو لاندې باندې خبرې دي، دواړو خواو ته د ځمکې ولسونه په دغه خبرو کې نه مضمون وي نه عنوان.

د هېوادونو په بره بره سطح د هوا خبرې د هوا سره ګډې وډې شي_ موږ د ځمکني حقايقو په رڼا کې پښتانه افغانان په شريکه وينا او ياداشت کې دا ووايو:

افغانان د پاکستان په تارکولي، سيمټي ښارونو او د پښتونخوا کوټې په خاوره د ۳۰ کالو نه سيوا کلونو پورې اباد دي.

دا هاغه بې کوره، بې وره بې دره خلک دي چې پاکستان ورته مهاجر ويل او د دوی په سر يې د انصارو خطاب ځان ته خوښ کړى و.

انصارتوب پاى ته ورسېد، مهاجرتوب نن هم شته، د تورخم په پوله وهل ټکول، شرمول، بې عزته کول يې د معمول خبرې دي، بيماران يې په اوړي سرو غرمو ته تړقېږي، په ژمي کې د يخ د لاسه مري.

دغه شان چې د پښتونخوا پښتانه په ډيورنډ کرښه دلته او په کوټه چمن اوږده پټۍ هلته افغانستان ته ځي نو د عمل اوعکس العمل رياستي جبر د دواړو خواو په ولسونو روان دى.

د افغانستان زاندانونو کې د پاکستان خلک او د پاکستان په بندي خانو کې دافغانستان ولسونه د مودو مودو راهیسې پراته دي.

فقط د قاضي په وړاندې پېش کېدو لپاره کلونه کلونه بنديواني تېروي.

درې لسيزې اګاهو به د پاکستان پښتانه افغانستان ته تعليم لپاره تلل او د افغانستان طالبانو باندې به دلته د پاکستان جوماتونه، مدرسې ابادې وې. اوس د جرم په نوم يو بل کره پناه اخلي.

د هند د جنوبي پنجاب او د پاکستان د پنجاب د ژبې او کولتور رګ ريښه دومره شريکه ده چې پنجاب د هند سره تجارتي اړيکې لري، خو موږ يو بل سره معاشي، تجارتي، اقتصادي، ادبي، صحافتي، کولتوري اړيکې نه لرو چې يو بل کره ځو نو پوښتنې را نه کېږي چې څه له تلې وې؟

هلته په ما شک کېږي، دلته افغان مهاجر دي او مهاجر په مانا د دې خاورې پرضد دي. دا شک په ما په افغانستان کې ولې؟ دا مانا په پاکستان کې د افغان ولې بل څه شوه؟

افغان ولسمشره!

د پاکستان چارواکو سره په اسماني خبرو کې د دواړو خواو د ځمکې ذکر به هرومرو راځي ځکه چې د هېوادونو په لوړه کچه چې خبرې کېږي نو يو بل ته د ملګرو ملتونو هغه نکته وريادوي چې د يو بل خلاف به خپله ځمکه نه استعمالوو ځمکه خو د انسانانو او د قامونو نه بغير څه مانا څه ارزښت نه لري.

ځمکه خو په قام پېژندلى کېږي، قام په جغرافيه او ژبه کولتور باندې معارفي کېږي.

ګرانه ولسمشره!

تاسو د دواړو هېوادونو مشران يو بل ته دا هم وواياست چې ستاسو هند سره جنګونه شوي دي، د جنګونو په اجر کې دواړه هېوادونه خپلو ژوندو عسکرو او شهيدانو له اعزازات او تمغې ورکوئ، يو بل سره پاکستان او هند دترهګرۍ ختمولو لوظنامې هم کوي او بيا په خپلو خپلو ترهګرو د قامي شهيد نوم هم اېږدي.

خو د پاکستان او افغانستان خو فقط د خبرو او د پاليسو جنګونه دي، شکونه او ګومانونه دي، په دغه رياستي جبر د دواړو خواو ولسونو ته دا دومره سزا د څه؟

محترم ولسمشره!

موږ پښتانه خو دلته په شمال او جنوب د ډيورنډ په اوږدې پټۍ پورې پيوست قبايلي پښتانه د اسلام اباد نه زيات کابل ته ګورو.

ورته مطالب