ستاسې نظر: د عامو افغانانو او پاکستانيانو اړيکې

Image caption لا هم سلګونه زره افغان کډوال په پاکستان کې دېره دي

شاوخوا درې لسيزې کېږي چې ميليونونه افغانان د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د کډوالۍ شپې ورځې تيروي.

د دوی ډېر يې دغلته زيږيدلي، خاپوړې يې کړي، ښوونځيو او پوهنځيو ته تللي او ان تر دې چې نن سبا د بچو خاوندان هم دي.

ځينې داسې کورنۍ هم شته چې په پاکستان کې يې خېښۍ کړي يا يې خپلو زامنو ته له هغه ځايه ښځې کړي او يا يې خپلې لوڼې پر هغوى واده کړي دي.

که څه هم په تيرو کلونو کې د دواړو هېوادونو حکومتونه له ډيرو لوړو ژورو تير شوي، او ډيرې تودې سړې يې گاللي دي.

خو د ولسي خلکو تر منځ شته اړيکي لا هم د ورورگلوى په څېر پاتې دي، چې دغه اړيکي د دواړو غاړو له خوا لا تر اوسه هم په سمه توگه پالل کيږي.

ستاسې نظر خپرونه مو هم په همدې اړه ده، که چيرته تاسو په دې اړه کوم نظر لرئ او غواړئ چې زموږ سره يې شريک کړئ، نو د دوشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې مخامخ په دې شميره راته زنگ ووهئ: 0093202202300 د دې تر څنگ دغه بله شميره هم کارولئ شئ : 0093202203200

دا رنگه د بي بي سي پښتو فيسبوک له لارې هم راته خپل نظر پريښودلاى شئ.

ورته مطالب