ستاسي غږ: د لویو لارو خوندیتوب ته څنګه ګورﺉ

Image caption یو شمېر موټر چلونکو خو آن دا ګواښنه هم کړې تر هغه چې د کابل- کندهار او هرات لویې لارې امنیت نه وي ټینګ شوی نو په دې لار به تګ راتګ ونه کړي.

د یو شمېر ترانسپورتي شرکتونو خاوندانو او موټر چلونکو له څو ورځو راهیسې اعتصاب کړی او وايي چې د کابل هرات پر لویه لار نا امني له حده ډېره شوېده.

وسله وال غله او شوکمار په رڼا ورځ د سړک پر سر دریږي او د امنیتي ځواکونو له شتون سره سره مساپر لوټوي.

یو شمېر موټر چلونکو خو آن دا ګواښنه هم کړې تر هغه چې د کابل- کندهار او هرات لویې لارې امنیت نه وي ټینګ شوی نو په دې لار به تګ راتګ ونه کړي.

دوی له حکومت او امنیتي چارواکو غواړي دغې ستونزې ته جدي پام وکړي او د حل لارې چارې یې ولټوي.

خو امنیتي چارواکي بیا وايي د کابل - هرات د لویې لارې د امنیت د ټنګښت، د سپرلیو او موټرو د سلامتیا لپاره نوي تدبیرونه نیسي.

تاسو خپلو ولایتونو او سیمو ته څنګه سفر کوﺉ؟

آیا کله له غلو او شوکمارو سره مخ شوي یاست؟

تاسو کولای شی خپل نظرونه د تيليفون په دغو شمېرو راسره شریک کړﺉ۰۰۹۳۲۰۲۲۰۲۳۰۰ او ۰۰۹۳۲۰۲۲۰۲۳۰۰

دا رنگه د بي بي سي پښتو فيس بوک له لارې هم را ته خپل نظرونه راليږلئ شئ.