لونګ: څوک باسواده دی؟

Image caption ښوونکی د دې پر ځای يوازې د فزيک معادلې ورته وايي. د ښوونکي دغې روحيې زده کوونکي داسې کړي دي چې کتاب او درسونه يوازې د ښوونځي او پوهنتون اړتيا ګڼي او د باندې ورته په ښه نه ورځي.

زما پلار زما کشر ورور ته تل وايي چې ((مکتب ته ځه چې باسواده شې)) د هغه په نظر په ښوونځي کې انسان باسواده کېږي. کليوال چې مو د باسواده او بې سواده بحث کوي نو ټول هغه کسان په يوه کتار کې سره ودروي چې د مړي او فاتحې رقعه ليکلای شي.

هغه کسان لږ نور هم زيات باسواده بولي چې خط يې ښه وي، يوه نيمه د ګروي، اجازې قواله وليکلای شي، د سلام فروان… ليکونه يې زده وي او کله کله په خبرو کې يو نيم فارسي، عربي ټکی و کارولی شي.

د سواد په اړه په نوره نړۍ کې هم لومړنی فکر همدا وه او باسواده هغه څوک بلل کېده چې الفباء وپېژني يا يې اعداد زده او پېژندلي وي. دغه تعريف وروسته وروسته لږ وده وکړه او هغه څوک باسواده او لوستی بلل کېده چې د الفباء او اعدادو د پېژنې، ترڅنګ پر سختو مسايلو باندې وپوهېږي او پر سختو مسايلو باندې بحث وکړای شي.

ځينې خلک وايي سواد اوس په مطالعې پسې تړلی دی، هغه کسان باسواده بلل کېږي چې په ورځ کې لږ تر لږه څو ساعته نوې مطالعه وکړي.

دا هم ښه تعريف دی، چې له مخې يې ۸۸ په سلو کې لوستي افغانان بېسواده ثابتېږي. زه د افغانستان له لوستي کول سره په ناسته کې دې ټکي ته متوجه شوی يم چې اکثره يې هېڅ مطالعه نه لري. په څو درځنه کسانو کې به يو د مطالعې خاوند پيدا کېږي خو د هغه د مطالعې حدود به هم ډېرې پراخ نه وي.

په نړۍ کې د علم او ټکنالوژۍ له پرمختګ سره سم د سواد په اړه هم نظريې پرمختللې شوې او په دې برخه کې نور محدوديتونه هم رامنځته شول.

په ۲۰۰۶ کال کې د ټايلنډ په پلازمېنه بنکاک کې د ملګرو ملتونو، ښوونيز، پوهنېز او فرهنګي سازمان يونيسکو يو کنفرانس جوړ کړی و. دغه کنفرانس د سواد په اړه و.

په کنفرانس کې د باسواده لپاره يو نوی تعريف وړاندې شو، چې فکر کوم، په نني عصر کې د باسواده لپاره تر ټولو ښه تعريف دی. هورې د برخوالو پوهانو او د پوهنې د متخصيصينو په نظر سواد، د يو شي ليکلو او لوستلو ته نه وايي او نه هم د سواد اموزي یا ليک لوست زده کړې هدف د انجنيرانو او ډاکټرانو روزل دي ، بلکې اصلي هدف يې د علمي سواد کچې ته د ټولنې رسول دي او علمي سواد د ماشومانو او نويو ځوانانو روزنه ده.

د يونيسکو د غړو د همدغه تعريف له مخې بايد ماشومان او نوي ځوانان داسې وروزل شي چې د سبا ورځې له ټولنيزو شرايطو سره د مخامخ کېدو وړتيا ولري، د نړۍ د سبا ورځې هغه پېچلې ستونزې او مسايل هوار کړای شي چې نن موږ ته نه ښکاري، ځان د ټولنې يو اغېزناک غړی وبولي او ټولنيزو تصميمونو کې فعاله ونډه واخيستلای شي، له خلکو سره د اړيکو په جوړولو کې وړتيا ولري، د چاپېريال ساتنې او د نفوسو د کنټرول وړتيا ولري او دغه راز اقتصادي سپما وکولای شي.

موږ باسواده يو؟

که زموږ د کليوالو او يا په افغانستان کې د حاکم ذهنيت له نظره ورته وګورو نو، بيا خو ټول هغه کسان باسواده بللای شو چې له ښوونځي او پوهنتون څخه فارغېږي.

الفباء ټول لوستلای شي، پر ځينو مسايلو باندې بحث هم کولای شي، يو شمېر کسان يې ميرزايي هم کولای شي، يانې خطونه او رقعې هم ليکلای شي.

خو موږ د ټولنې به بدلون کې څومره ونډه اخيستلای شو او يا د ټولنې د بدلون لپاره څومره وړتيا لرو؟

Image caption که د خپلو ښوونځيو پر اوسني حالت حساب و نه شي، نو که سر له نن ورځې حساب وکړو، ۱۲ کاله وروسته به زموږ لس ميليونه ځوانان باسواده وي او هغه چې له دې وروسته باسواده کېږي، دغه شمېره به نوره هم ډېره کړي.

په سياسي معادلاتو کې کېدای شي دا د پاموړ خبره وي چې په افغانستان کې دا مهال يوازې شاوخوا لس ميليونه ماشومان ښوونځيو ته ځي او نومونه يې د حاضرۍ په کتابونو کې ليکلي وي.

دا د يوه جګړه ځپلي هېواد د اووه ويشت نيم ميليون نفوس يوه لويه برخه ده. که د افغانستان په څېر حالات د نړۍ په کوم بل هېواد کې وي چې ښوونځي ته تګ په هېڅ صورت له خطره خالي نه دی، کېدای شي د لس ميليونه پر ځای يو ميليون هم ښوونځيو ته ولاړ نه شي، خو په افغانستان کې خلک له سختو شرايو سره بلد شوي دي او په هر حال کې ښوونځي ته تلای شي.

که د خپلو ښوونځيو پر اوسني حالت حساب و نه شي، نو که سر له نن ورځې حساب وکړو، ۱۲ کاله وروسته به زموږ لس ميليونه ځوانان باسواده وي او هغه چې له دې وروسته باسواده کېږي، دغه شمېره به نوره هم ډېره کړي.

په پوهنتونونو کې هم دا مهال لسګونه زره ځوانان زده کړې کوي چې هر کال د ټولنې د مروج تعريف له مخې موږ لسګونه زره کسان له پوهنتون څخه فارغان لرو.

خو که د يونسکو د وروستي تعريف له مخې سواد او د ټولنې بدلون سره وتړو نو بيا به څومره باسواده ولرو؟ که په اقتصادي لحاظ يې حساب کړو نو زموږ له ښوونځيو او پوهنتونو څخه اکثره فارغان د ځان ژوند نه شي بدلولای چې لږ تر لږه يوه کوچنۍ دنده ځان ته پيدا کړي او هومره پيسې وګټي چې د ځان ژوند پرې بدل کړي.

کله چې يو څوک د ځان ژوند نه شي بدلولای هغه به د ټولنې ژوند څنګه بدل کړي او يا به په ټولنه کې څنګه بدلونونه راولي.

دې ته په پام سره سړی ويلی شي چې موږ يوازې له ښوونځيو او پوهنتونو څخه ډېر فارغان لرو خو د هغو کسانو شمېره لا هم په نشت حساب ده، چې د يونسکو وروستی تعريف پرې صدق کوي.

موږ ته په ښوونځي کې کتاب رازده کېږي خو فکر نه راکول کېږي او يا فکر کولو ته نه هڅول کېږو، فکر مو منجمد ساتل کېږي، ځکه په ډېرو مواردو کې د بدلون د راوستلو پر ځای د بدلون د راتګ مخه نيسو.

د فکر په لحاظ زموږ زده کوونکي چې څنګه په لومړي ځل ټولګي ته ننوځي هماغسې په وروستي ځل ترې وځي. په حافظه کې يې ممکن ډېرې زياتې خبرې او فرمولونه ثبت شوي وي، خو لا به هم د فکر کولو وړتيا نه لري.

کله چې يو څوک د فکر کولو وړتيا نه لري نو څنګه به هغه د ټولنې د بدلون فکر وکړي او چې خبره داسې ده نو موږ باسواده نه بلکې له ښوونځي او پوهنتون څخه فارغان لرو.

زده کوونکي چې د ښوونځي يا پوهنتون د ټولګې پر څوکۍ کېني بايد هغه څه زده کړي چې استاز يې ورته وايي. دلته نو د دوی په دنيا کې له استاز او کتاب پرته بل څه نه ځايېږي.

دوی له خپله چاپېريال او د چاپېريال له واقعيتونو څخه دومره ناخبره وي چې که استاز کله غلطه محاسبه هم ورته وکړي نو دوی يې هماغسې غلطه زده کوي او دا ما پخپلو سترګو ليدلي دي.

خدای بښلي رفيق شينواري د حمزه بابا يو غزل په ژوندۍ بڼه ويلی دی. د غزل يو بيت داسې دی:

د هستۍ دا خوبولې نغمې څه دي

خو بس دا چې ته مطرب يې زه دې ساز يم

ارواښاد شينواری په لومړي نيم بيتي کې يو ځل تېروځي او وايي: د هستۍ دا نغمه ولې … وروسته يې بېرته سموي او وايي د هستۍ دا خوبولې…

تېر کال مې يو بل ځوان سندرغاړی اورېده چې د رفيق شينواري دا غزل د هغه په تقليد وايي او دغه بيت ته چې را ورسېده نو ده هم وويل چې: د هستۍ دا نغمه ولې… وروسته بيا پرې راوګرځېده او بيت يې د رفيق شينواري په څېر سم ووايه.

له دې څخه ما دوه ټکي واخيستل يو دا چې ړوند تقليد همدې ته وايي او دويم دا چې دا خلک له خپله چاپېرياله څومره ناخبره دي.

ددې پر ځای چې دغه سندرغاړي د رفيق شينواري له خولې دا غزل اورېده او بيا يې ليکه داسې يې هم کولای شو چې د حمزه بابا له کلياتو څخه يې وليکي.

زموږ د ښوونځيو او پوهتونو اکثره زده کوونکي او محصلين هم همداسې دي، پخپله په يوه مسله کې ځان ته د سوچ کولو زحمت نه ورکوي، څه چې ورته ويل کېږي دوی يې بايد واخلي او دغسې کسان خو معلومه ده چې د ټولنې په بدلون کې هېڅ ډول ونډه اخيستلای نه شي.

زده کوونکو ته کېميا، بيولوژي، فزيک او رياضي ويل کېږي او په اوږدو اوږدو معادلو باندې يې تکړه او ټنبل ازمويل کېږي خو دا ورته نه ويل کېږي چې له ټولګي د باندې د کېميا د تطبيق ځای چېرته دی، فزيک څه ګټه لري او رياضي ولې وايي؟

له همدې کبله زده کوونکي يوازې د ازموينې لپاره درسونه وايي او په زور يې يادوي. د دنيا له نويو تخنيکي پرمختګونو څخه د فزيک اکثره استازان هم خبر نه وي نو زده کوونکی او محصل به څنګه ترې خبر کړي.

وړانديز

د پوهنې او د لوړو زده کړو وزارتونه دواړه بايد تر هر څه مخکې د ښوونځيو په نصاب او د پوهنتونونو پر کريکولم له سره غور وکړي. زموږ نصاب او کريکولم دواړه داسې دي چې زده کوونکي او محصل ته د دې فرصت نه ورکوي چې ځان په رښتيا باسواده کړي.

کېميا، بيولوژي او فزيک به يې په يادو زده وي، د پوهنتون چيپټرونه به يې په يادو زده وي، خو چې ورته ووايې چې ستا دغه درسونه زما ټولنې ته څه ګټه رسوي نو بيا به بند وي.

Image caption که زموږ د کليوالو او يا په افغانستان کې د حاکم ذهنيت له نظره ورته وګورو نو، بيا خو ټول هغه کسان باسواده بللای شو چې له ښوونځي او پوهنتون څخه فارغېږي.

تر دې بدمرغي دا ده چې د ښوونځيو فارغين ان د کليوالو په تعبير هم باسواده نه دي. اکثره کسان چې له ښوونځيو فارغېږي، يو عادي متن لوستلای او تجزيه کولای نه شي.

د پوهنتونونو حالت هم تر دې ښه نه دی. د ژورناليزم پوهنځي محصلين تر اوسه پورې هم د اخبار او مجلې توپير په دې کوي چې ''مجله پوش دارد اخبار پوش ندارد''.

له دغسې پوهنتونونو څخه موږ څه تمه کوو؟ زموږ د ټولنې کوم ناسم دود ته به تغير ورکړي. ښه خبره دا ده چې داسې يو نصاب جوړ شي چې زده کوونکی د کتاب د زده کړې تر څنګ فکر کولو ته هم مجبور کړي. د فزيک استاز تر دې مخکې چې د الوتنې ډيناميک زده کوونکو ته تشريح کړي، بايد لومړی زده کوونکي وننګوي چې الوتکه څنګه الوتنه کوي، ولې په هوا کې پاتې کېدای، يا په دومره ډېر سرعت سره څنګه کېناستلای شي؟

ښوونکی د دې پر ځای يوازې د فزيک معادلې ورته وايي. د ښوونکي دغې روحيې زده کوونکي داسې کړي دي چې کتاب او درسونه يوازې د ښوونځي او پوهنتون اړتيا ګڼي او د باندې ورته په ښه نه ورځي. د همدغې روحيې د ماتولو لپاره بايد هم په نصاب او کريکولم کې بدلون راوستل شي او هم د استازانو په درسي ميتودونو کې.

که داسې وشي نو شونې ده چې موږ له پوهنتون او ښوونځي څخه د فارغېدو پر مهال د زده کړو تر څنګ يو فکر هم راسره ولرو او کله چې فکر موجود وي نو بيا د ټولنې د خير ښېګڼې او بدلون تصور شونی دی. که ټولنې ته بدلون ور نه کړو نو موږ باسواده نه يو.

ورته مطالب