ستاسې نظر: ایا د تېرې جګړې قربانیانو ته رسیدګي شوې؟

Image caption د روان کال له پیله تر اوسه تر ۱۸۰۰ ډېر پوځیان وژل شوي دي او د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې د کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۳۰۰ تنو ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په افغانستان کې تر درې لسیزو ډېرو جګړو له امله سلګونه زره کسان وژل شوي او سلګونه زره نور بیا معلول شوي دي.

د افغانستان له حکومت سره یوازې ۱۴۰ زره وژل شوي او ۱۰۵ زره نور معلولان ثبت شوي دي.

لا هم په افغانستان کې جګړه روانه ده او خلک یې قرباني کیږي.

د روان کال له پیله تر اوسه تر ۱۸۰۰ ډېر پوځیان وژل شوي دي او د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې د کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۳۰۰ تنو ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

یواځې د روان کال له پیله تر اوسه ۱۲۰۰ تنه د جګړې د قربانیانو په توګه د کار او ټولنیزو چارو وزرات سره ثبت شو ي دي.

دغه وزرات یوازې تېر کال له شپیتو میلونو ډالرو ډېرې پیسې د قربانیانو کورنیو ته د معاش په توګه ورکړي دي.

آیا ستاسو په نظر د جګړې له بېلابېلو قربانیانو سره یو شان چلند کیږي؟

د جګړې له قربانیانو ستاسو خپل د سترګو لیدلی حال څه دی، چې په څه حال کې دي؟

آیا فکر کوﺉ چې یواځې افغان حکومت دغو کورنیو ته باید پاملرنه وکړي که نورې غاړې هم مسؤلې دي؟

ددې اونۍ ستاسو نظر پروګرام همدغې موضوع ته ځانګړی شوی دی که غواړﺉ په دغه پروګرام کې ګډون وکړﺉ نو د دوشنبې ورځې په ماښام دغې شمېر ته زنګ ووهی او خپل نظر راسره شریک کړﺉ 0093202202300

او یا هم خپل نظر او د ټیلیفون شمېره د بي بي سي پښتو فیسبوک پر پاڼه ولیکي موږ به خپله زنګ درته ووهو.