ستاسې نظر: خپل ملي لوبغاړي څنګه تشويقولی شئ؟

Image caption سپورت له ملت جوړولو سره څه مرسته کولى شي؟

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د چهارشنبې په ورځ د هند ملي لوبډلې سره په پاى لوبه کې سيالي کوي.

افغان ملي لوبډلې د يکشنبې په ورځ د نيپال په پلازمېنه کتمندو کې د کوربه هېواد ملي لوبډلې ته يو د صفر په مقابل کې ماتې ورکړه.

تر دغې لوبې وړاندې افغان لوبډلې د سريلانکا او د بوتان لوبډلو ته ماتې ورکړې وه.

په دې وروستيو څو کلونو کې په نړيواله کچه افغان لوبغاړو خاصتا د کريکټ، فوټبال، بوکس، غېږ نيولو او ګڼو نورو برخو کې د پام وړ پر مختګ کړى او ښې لاس ته راوړنې يې لرلي دي.

سپورت او سپورتي لوبې نه يوازې دا چې د انسان له روحي او جسمي سلامتيا او خوښ ساتلو سره مرسته کوي بلکې د ولسونو په نژدې کولو او د ملي روحيې پياوړي کولو سره هم پوره مرسته کوي.

دا اوونۍ په دې غږېږي چې څنګه کولى شئ خپل ملي لوبغاړي تشويق او تردې زياتو نورو برياوو ته يې وهڅوئ او لاس ته راوړنې يې دوی او هېواد ته په څه مانا دي؟

همدا راز سپورت له ملت جوړولو سره څه مرسته کولى شي؟

ستاسو نظر په دې اوونۍ کې همدې موضوغ ته ځانګړی شوی. که نظر يا پوښتنه لرئ سر له اوسه يې د برېښناليک او يا د خوالۀ رسنيو له لارې راسره شريک کړئ.

د بي بي سي پښتو څانګې ستاسې نظر خپرونه راديويي او انلاين ده.

د بي بي سي پښتو فېسبوک، د بي بي سي پښتو ټوېټر او يا هم د بي بي سي پښتو برېښناليک Pashto@bbc.co.uk له لارې مو نظر او پوښتنو ته سترګې په لار يوو.

خپرونې ته په دې شمېره مخامخ زنگ ووهئ: ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

د لنډ تيلیفوني پيغام يا اېس اېم اېس لپاره دا شمېره وکاروئ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

ستاسې نظر د سې شنبې په ماښامنۍ راديويي خپرونه کې ژوندى خپريږي، خپرونه د افغانستان پر وخت د ماښام پر اووه بجې او ٣٠ دقيقې چې د لندن د مازديګر درې بجې کېږي، په خبرونو پېليږي او وروستۍ نژدې ۳۰ دقيقې ستاسو نظر ته بېلې شوي دي.

ورته مطالب