"شرابیانو ته ځان ډېر په زړه پورې ښکاري"

Image caption ایګ نوبل انعام د مشهور نوبل جایزې کومیډي بڼه ده.

د څېړونکو یوې ډلې ایګ نوبل جایزه ګټلې، چې ثابته یې کړه، خلکو ته ځان له شراب څښلو وروسته ډېر په زړه پورې ښکاري.

دغه څېړنه د امریکا او فرانسې ساینسپوهانو په شریکه تر سره کړې وه او د " بیير ګوګل ایفکټ " نوم یې پرې ایښی و.

د یادونې ده، چې ایګ نوبل انعام د مشهور نوبل جایزې کومیډي بڼه ده.

د ایګ نوبل جایزې په مراسمو کې جایزه ګټونکو ته یوازې شپیته دقیقې وخت ورکول کېږي، چې وینا وکړي او له هغه وروسته یوه اته کلنه نجلۍ دوی له دریځه په زور شړي.

د ایګ نوبل جایزې ورکولو مراسم د امریکا په هارورډ پوهنتون کې تر سره شول.

که څه هم دغه جایزې د ټوکو ټکالو په انداز ورکول کېږي، خو هغه څېړنې چې له مخې یې دغه جایزې ورکول کېږي، خورا جدي څېړنې وي. هغه چې د غه جایزې یې تر لاسه کړې په لاندې ډول دي.

طب

هغو ساینسپوهانو ته ورکړله شوه، چې څېړنه یې کړې وه، موږکان د زړه له عملیاتو وروسته تر ډېره ژوندي وي، خو که اوپرا واوري.

رواني طب

ساینسپوهانو له څېړنو وروسته ثابته کړه، چې له شرابو څښلو وروسته شرابیانو ته ځان خورا په زړه پورې ښکاري.

د خوندیتوب انجنرنګ

دغه جایزه د امریکا مړه ساینسپوه ګستانو پیزو ته ورکړله شوه. هغه یو الیکټرو میخانیکي سیسټم جوړ کړی و، چې د الوتکې تښتونکی څنګه کابو شي. سیسټم داسې کار کوي، چې له یوې ټریپ دروازې نه الوتکه تښتونکی په پیکیج کې تړل کېږي او بیا د الوتکې له یوې ځانګړې دراوزې نه لاندې د پاراشوټ به وسیله غورځول کېږي، لاندې ورته وارله مخه پولیس منتظر ولاړ وي.

طبیعیت

ساینسپوهانو وموندله، چې خلک کولای شي د اوبو ډنډ پر سر تګ وکړي، خو که دوی او ډنډ په سپوږمۍ کې وي.

د سولې جایزه

دغه جایزه د بېلاروس ولسمشر ته ورکړله شوه، ځکه نوموړي په عام محضر کې پر لاسونو پړکولو ( چکچکو ) بندیز لګولی. دې سره د همدې هېواد ایالتي پولیسو ته هم دغه جایزه ورکړله شوه، ځکه دوی یو داسې سړی د چکچکو په تور نیولی و، چې یو لاس یې نه درلود.

احتمال

دغه جایزه د ساینسپوهانو دوو ډلو ته ورکړله شوه. یوې ډلې څېړنه کړې وه، چې تر څو غوا پرته وي داسې ډېر احتمال موجود وي، چې ښايي غوا پورته شي او دویمې ډلې څېړنه کړې وه، چې تر څو غوا ولاړه وي، داسې اټکل کول ډېر ګران وي، چې غوا به کله بیا څملي.