ستاسې نظر: ډاکټران څومره ‌طبي اخلاق په پام کې نیسي ؟

Image caption ځینې خلک شکایت کوي، چې له ناروغانو سره یې ډاکټران سم چلند نه کوي.

د افغانستان دعامې روغتیا وزارت تازه د طبي اخلاقو نوی لارښود بشپړ کړی او تمه کېږي، چې ژر به یې په ټول هېواد کې روغتیايي کارکونکو ته وویشې.

د روغتیايي کارکوونکو او ناروغانو ترمنځ باور، مسلک پالنه، د راز ساتل او د ډاګټرانو ترمنځ متقابل درناوی د دغه نوي لارښود مهمې برخې دي.

له دې سره سره ځینې خلک شکایت کوي، چې له ناروغانو سره یې ډاکټران سم چلند نه کوي.

د یکشنبې په ستاسې نظر خپرونه کې پر طبي اخلاقو غږیږو.

ستاسې له نظره ډاګټران په دولتي او شخصي روغتونونو کې څومره طبي اخلاق په پام کې نیسي ؟

تاسې راسره له ناروغانو سره د ډاګټرانو پرچلند خپلې تجربې شریکې کړﺉ ؟

ستاسې له نظره ډاګټران باید له ناروغاو سره څه ډول چلند وکړي؟

که له ناروغانو سره سم چلند ونه شي، چاته مراجعه کوﺉ؟

که غواړﺉ په دې اړه خپل نظر یا تجربه راسره شريکه کړﺉ، نو د یکشنبې په ستاسې نظر پروگرام کې په 0093202202300 شمیره راته زنګ ووهئ.

دا رنګه کولای شﺉ د بي بي سي پر پښتو فیسبوک پاڼه هم خپل نظر یا تجربه راته پریږدﺉ، موږ به یې د خپرونې پرمهال درته وړاندې کړو. نظر ستاسې خپرول یې پر موږ.