پښتونخوا كالم: د امن (سولې) تګلاره، څه غواړي څه وركوي؟

Image caption د پاکستان نوي سياستوال خپل هېواد کې د سولې ټينګښت کې له ننګونو سره مخ دي

د امن (سولې) تګلاره او پرې عمل ډېر ګران كار دى، ځكه چې يو پلو له جنګ ستړي ولسونه دي، بله خوا جنګ پال طاقتونه دي.

دا وخت د نړيوال امن (سولې) او جنګ په شور كې زموږ سيمه د مرګونو ميدان دى او لويه لوبه په دغه ميدان کې په سرونو لوبې كوي.

په لويه لوبه كې كله كله د جنګ پالوانان لكه د "فري سټايل ريسلنګ" د خپلو اهدافو لپاره هر څه كوي.

د لويې لوبې لړزېدونكي خلك هم ځان په بېلا بېلو برخو وويشي. څوك د چا په پلو، څوك په پټ پلو او څوك لاندې بيخي ناخبره ډله د جنت په جذبه په ځان د مرګ لوبه وكړي.

دا ټولې لوبې كه لويې دي كه وړې، كه د ځان لپاره دي كه د بل، اوس راټولېدونكې دي خو دا هيلې، ارمانونه دي، هيلې او ارمانونه خپل څه وجود نه لري، دا يو خيالي نړۍ ده.

په دې هيله او ارمان په اسلام اباد كې نواز شريف د صدراعظمۍ په اولني پړاو كې له طالبانو سره د روغې جوړې لپاره د ټولو سياسي ګوندونو غونډه راوبلله.

دا هغه سياسي ګوندونه دي چې د لويې لوبې د جنګ پټ او ښكاره سپايان، كمانډران او استاذان دي او د دې ټپې هنداره وړاندې كوي چې:

كه اباسين راغلى نه و

په ګنګخړو كې به چا موندل ټيكونه

د اسلام اباد د سياسي ګوندونو په شريكه غونډه كې د ټولو يوه نكاتي اجنډا امن (سوله) وه، په امن تګلاره جوړولو خو د هېچا يو بل سره اختلاف نه شي كېدى.

خو سوال دا دى چې د امن تګلاره به څه وركوي؟ څه به غواړي؟ دا هم څرګند ځواب دى.

طالبان خپل بنديان غواړي خو په بدل كې به امن وركوي، كه حكومتي بونګه شوي غړي به وركوي، د رياست احكامات به پر ځان مني.

په دې غونډه كې مولانا فضل الرحمان له طالبانو سره د ارتباط ذمه واري هم واخيسته، د اسلام اباد د سياسي ګوندونو شريكې ناستې او اتو نكاتو څه پوښتنې هم راپورته كړې دي.

مولانا فضل الرحمان خو له طالبانو سره د ارتباط ذمه واري واخسته خو طالبان به خپل اختيار وركړي او كه نه؟

د عمران خان هم له طالب سره خواخوږی ښکارېده، خو ولې خاموش دی؟ امن (سولې) ته له ټولو نه بنيادي ضرورت خو پښتونخوا لري.

مشر محمود خان اڅكزي په يو وخت كې ويلي وو چې كه پوځ او ای ايس ای وغواړي نو په ټول پښتون افغان لروبر كې به امن راشي، خو اوس يې دا موقف تكرار نه كړ، لكه چې اوس د امن په لاره كې دا خبره بدله ده.

د پنجاب دواړه وروڼه خو پر غونډۍ اوچت ناست دي دا وايي چې شكر دى پنجاب له طالبانايزيشن نه بچ دى.

د سند دعوه ګير دوه دي، يو پيپلز پارټي ده هغوي سره محترمه شهيده ده، خپله قرباني يادوي، حكمراني كوي، دويم قوت ايم كيو ايم دى.

د ډېرو په باور هغوي هر پښتون ته طالب وايي خو زموږ په ژبه نه پوهېږي چې موږ ورته دا ووايو چې څنګه هر سور ږيرى شاه ګل نه وي، دغه شان هر د ږيرې او پټكي سړى طالب نه وي خو ايم كيو ايم ته په هر مخالف كې ځكه طالب ښكاري چې طالبانو ويلي وو، موږ له دوی نه بې وسه خلك ژغورو.

د سياسي ګوندونو د غونډې په شريكه سلا كې امن ته هر څوك په خپلو خپلو عينكو كې ګوري، د سياسي عينكو د هر چا د سترګو د نظر خپل خپل نمبر وي.

د چا نژدې نظر زيات لګي، د چا د لرې نظر كم وي، نژدې خو موږ دلته هر څه وينو ګورو خو كه لږ د ځان خوا پورې افغانستان ته وګورو نو په دغه امن لوظنامه او طالبانو سره به د ګاونډي هېواد څه حالت وي؟

له افغانستان نه نور لرې د نړيوال امن كتاب او استاذ څه وايي؟

Image caption له طالبانو سره د سولې خبرې اغزنې بلل کېږي

امريكا خو ډرون بريدونه كوي، د ډرون په شكل كې به دلته طالبانو سره د روغې جوړې د امن لوظنامه څنګه وي؟

د پوځ وردي به په دغه امن كې څه رول ادا كوي؟ پخواني جنرال مشرف چې له سياسي ګوندونو نه د 9/11 په حواله د پاكستان په پوزيشن اجازه واخيسته او له کندهار نه په واپسۍ يې طالبانو سره ټولې همدردۍ بدلې وې او په اسلام اباد كې يې ملا ضعيف ته وويل چې اوس ته زموږ لپاره محترم نه يې نو لرې ډېره لرې امريكا نژدې ډېره نژدې راغلې وه.

اوس چې بيا ټول ګوندونه له طالبانو سره د تګلارې جوړولو خبره كوي، پر دې بنياد چې څه راكړه او څه واخله، د هغې لړۍ پيل ده خو دا جنګ چې د چا پر سر جوړ شوى دى، هغه سر به پاكستان څنګه له نظره غورځوي؟

كه جنګ د ټولې نړۍ د پښتنو افغانانو پر علاقو او سيمو و نو د دغه جنګ ذمه وار ته به چا ويلي وي چې موږ په کلاره پرېږدئ چې په خپلو كې خبرې وكړو، زموږ مينځ له مه راځئ، جمهوريت به طالبانو سره روغه وكړي خو پوځ به له ډرون سره څه كوي؟

ورته مطالب