ولې د ښځینه اولادونو زیږولو پړه پر میندو اچول کېږي؟

Image caption ډېر ځله د پرله پسې ښځینه اولادونو د زیږولو له امله میندي ګواښل کېږي او په بېلو بېلو ډولو شکنجه کېږي.

په پاکستان کې یوه سړي په دې خاطر خپله یو نیم کلنه لور سیند ته واچوله چې میرمنې یې بله لور وزیږوله.

دغه سړي د ښځینه اولاد زیږولو پړه پر خپلې میرمنې اچوله او کست اخیستلو لپاره یې د خپلې ماشومې لور ژوند ترې واخیست.

ډېر ځله به مو لیدلي یا اوریدلي وي چې که د چا میرمنه په پرله پسې ډول ښځینه اولادونه زیږوي په بېلا بېلو ډولونو ګواښل کېږي.

دا اوونۍ په ستاسو نظر پروګرام کې له تاسو اورو چې ولې د ښځینه اولادونو زیږولو پړه پر میندو اچول کېږي؟

ولې نارینه خپلې میرمنې په دویم او دریم واده ګواښي؟ ولې نارینه اولاد د ښځینه په پرتله ښه ګڼل کېږي؟ د میرمنو د حقونو په اړه اسلام څه وايي؟ آیا دغه نارینه د خپلو ښځو له حقونو خبر دي؟ او د دې ناوړه کړونو مخنیوي څنګه شونی دی؟

د دې موضوع په هکله خپل نظرونه او شخصي تجربې راسره د سې شنبې په ماښام (د سپتمبر ۱۷مه) په ستاسو نظر پروګرام کې شریک کړئ.

پروګرام ته ماښام په دې شمېرې مخامخ ټېلېفون وکړئ.

٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩

خپل لنډ ټېلېفوني پيغامونه/ايس ايم ايس په دې شمېرې راواستولی شئ

٠٠٤٤٧٧٨٦٢٠٨٨٨٨

او د بي بي سي په پښتو فيسبوک کې هم خپل پيغامونه راته پریښودلی شئ.