له کریکټ سره د ژمنو پوره کېدل لانورې بریاوې تضمینوي

رییس احمدزی
Image caption رییس احمدزی وايي: ''زموږ نیت د فوټبال پر لوبډلې هېڅکله هم نه بدېږي، دوی افغانان خوښ کړل، او موږ هم افغانان یو، نو هر څوک چې په اوسنیو حالاتو کې زموږ جګړه ځپلو خلکو ته خوښي ورپه برخه کوي د هر چا د زړه سر او د سر سترګې دي.''

د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې بریا افغانانو ته ویاړ ورپه برخه کړ او دا چې خلکو ورته خوښۍ وکړې او ویې نازول دا موږ ټولو ته د ویاړ خبر ده، دا څرګندوي چې افغانان د ورزش په ارزښت اوس ډېر ښه پوهیږي.

ما ته هم د یوه لوبغاړي په توګه ډېره خوښي را په برخه شوه.

په تېرو لسو کلونو کې افغانستان د سپورت په برخه ډېر پرمختګ کړی او که حالت همداسې روان اوسي نو ان شاء الله چې په راتلونکو لسو کلونو کې به نړیوال شهرت ته ورسیږي.

زه زیاتره افغان لوبغاړي پېژنم چې له بې وزلو کورنیو دي، نو افغان حکومت باید دوی ته پوره پام وکړي او کله چې دوی د لوبو ډګر ته ښکته کیږي پرته له دې چې کورنۍ اندېښنې ولري په لوړ مورال لوبه وکړي.

کله چې زموږ لوبډلې په لوبو کې ورستیو پړاوونو ته رسیږي، نو بیا تر لوبغاړو حکومتي چارواکي مخ ته منډې وهي او بد حال یې اچولی وي او د خوښۍ څرګندونه کوي.

زه وایم کاشکې چې دغه چارواکي د لوبو تر پیل مخکې له لوبغاړو سره وګوري، ویې هڅوي او ورته ووايي چې موږ په هر حال کې درسره ولاړ یو، چې که لوبه ګټئ یا هم بایلئ.

له لوبغاړو سره ژمنې

بله دا چې هغه ژمنې چې اوس له لوبغاړو سره شوې خدای دې وکړي چې په عمل کې هم پلې شي، زما یادیږي کله چې موږ د کریکټ په برخه کې هېواد ته اتلولي راوړې نو د شمشماد تلویزیون په تالار کې ګڼو کسانو د زرهاوو ډالرو ژمنې وکړې، دغه راز په ننګرهار، لغمان او نورو ولایتونو کې کې لوبډلې ته د یوې یوې نومرې ځمکې د ورکولو اعلانونه وشول او ان چې د ښار جوړولو وزیر هر لوبغاړي ته د یوه یوه اپارتمان د ورکړې اعلان هم وکړ، خو له هغې ورځې وروسته موږ نه اپارتمان ولید او نه هم ځمکې لوبغاړو ته ورکړل شوې، چې لوبغاړي یې لا هم په تمه دي، خو په داسې وختونو کې بیا چارواکو ته لاسرسی ډېر ستونزمن وي.

د کریکټ ملي لوبډلې څلور ځلې د اسیا اتلولۍ هېواد ته راوړې، خو حکومتي چارواکو کومه لېوالتیا ورسره ونه ښوده، له دې ښکاري چې یا هم دوی د کریکټ له بریالیتوبونو په تنګ شوي او یا هم د فوټبال بریالیتوب دوی ته نوی ښکاري.

د کریکټ ملي لوبډلې دوه ځلې نړیوالو اتلولیو ته لار ومونده، خو د اوسني هرکلی په پرتله یې لسمه برخه هم کریکټ ته چا مینه ورنه کړه.

کریکټ لوبډله هم د افغانانو خپله لوبډله ده چې حکومتي چارواکي باید د نورو لوبډلو او دوی تر منځ توپیر رامنځ ته نه کړي او ټولو ته په یوه سترګه وګوري.

زموږ نیت د فوټبال پر لوبډلې هېڅکله هم نه بدېږي، دوی افغانان خوښ کړل، او موږ هم افغانان یو، نو هر څوک چې په اوسنیو حالاتو کې زموږ جګړه ځپلو خلکو ته خوښي ورپه برخه کوي د هر چا د زړه سر او د سر سترګې دي.

Image caption د کریکټ ملي لوبډلې څلور ځلې د اسیا اتلولۍ هېواد ته راوړې، خو حکومتي چارواکو کومه لېوالتیا ورسره ونه ښوده،

د فوټبال لوبډلې له داسې هېوادونو لوبه ګټلې چې د فیفا په درجه بندۍ کې تر افغانستانه ډېر شا ته دي او افغان لوبډله لا هم د اسیا او یا نړۍ له ځواکمنو لوبډلو سره نه دمخامخ شوې. خو بیا هم دا د هېواد د فوټبال لپاره یو ښه زېری دی او هیله ده چې په راتلونکې کې هم دا شان بریالیتوبونو ته ورسیږي.

زه په بشپړ باور سره وایم زیاتره هغو کسانو چې د فوټبال له ملي لوبډلې سره یې د مرستو ټټرونه ووهل، دا به یې د خدای د رضا او د لوبډلې د پیاوړتیا لپاره نه وي کړي، دوی د خبري رسنیو له لارې غواړي چې ځانونه شهرت ته ورسوي او دا ورته یوه ښه زمینه وه؛ ځکه ټاکنې هم را روانې دي او دوی ښه ګټه ترې اخلي.

او پاتې شوه د ولس خبره، زموږ با همته او ځورېدلي ولس تل ټول افغانان چې په هر ډګر کې لوبېږي په خپلو دعاګانو کې په یاد ساتلي دي او مینه یې ورکړې ده.

ورته مطالب