د امن نړیواله ورځ موږ ته ځانګړی پېغام لري!

د سپټمبر ۲۱مه د امن نړېواله ورځ ده، دا ورځ موږ بايد د دنيا تر ټولو قامونو په سنجيده توګه ولمانځو.

ځکه چي موږ افغانانو په خپل ټول تاريخ کې داسې ورځې ډېرې لږ يا بېخي نه دې ليدلې چې د سولې او سوکالۍ ورځې بلل کېږي.

موږ له درېيم نااعلان شوي نړېوال جنګ لا راوتي نه يو، حاضر ساعت هم له دې شديدې اندېښنې او ژورې پوښتنې سره مخامخ يو چي له ۲۰۱۴م پس به څه راسره کېږي؟

مارګريټ ميډ وايي"جنګ د انسان له فطرته نه بلکې د تاريخ له فطرته رازېږي."

د شلمې پېړۍ د بشرپوهنې د مضمون د مخکښې امريکايۍ ليکوالې مارګريټ ميډ د همدې خبرې په رڼا کې که د خپل هېواد افغانستان جاج واخلو نو پوهېږو چي د تاريخ جبر څه ډول د جنګونو فابريکې راپکې ودانې کړې.

تاريخ لوستونکي پوهېږي چي د جنګ زڼو زموږ په ټولنه، کلتور، سياست، رياست او جهاني موقعيت کې چېرې چېرې د اوبه خور زېرمې موندلي او څنګه څنګه دا زڼي ټوکېدلي دي؟

مارګريټ ميډ جنګ د رياست د ادارې پراخېدا، د واک او وسايلو د لاس ته راوړلو لپاره د مبارزې او د طبقاتي (پوړيزې) ټولنې پوخ ملګری ګڼي.

موږ افغانان که يوازې په هم دې دريو مواردو کې د روان اوږدمهاله جنګ تشريح وکړو نو ښايي د دېرش کلنې غميزې ټول داستان قلمبند کړو، نه يوازې به د دې جګړې په واقعي عواملو پوه شو بلکې د سولې لاس ته راوړلو لارليکه به هم وټاکو.

د ملي رياست د بنسټيزې تيږې ايښوودنې له چارو واخله نن د ملي رياست د ادارو د بيا رغونې تر پروسې پورې زموږ ټولنيز برخورد د يو داسې خنډ په توګه د پرمختګ پر لار ولاړ پاته شوی چي نه يوازې بهرنيو دښمنانو د خپلو دسيسو لپاره ترې ګټه اخيستې بلکې دننه په ټولنه کې يې هم د ژورې ريښې بدمرغۍ راپرېيښي دي.

د قبيلويت او ملي رياست تر منځ د نه پخلاينې پايله هم دا کېدی شوه چي د قدرت پر سر په شخړه کې آخر يو داسې منظرنامه جوړه شوه چي د يو کوټلي او هر اړخيز مشرتابه تشه يې ظاهره کړه.

ځکه چي ملي رياست له قبلويتونو جوړه کومه اداره نه وي بلکې د جوړښت لپاره يې خپل يو خاص ټولنيز تړون په کار وي.

د واک او قدرت يو داسې ميکانيزم په کار وي چي د ټولو وروروليو، رنګينيو او ژبنيزو يونټونو استازيتوب وکړي.

په دې کې پوښتنه دا نه وي چي څوک به واکمن وي بلکې پوښتنه دا وي چي څه ډول به يوه داسې واکمني رامنځته کول وي چي هره اکايي په کې خپل ګډون ولري.

دا د شراکت دارۍ يو نظام دی، په احساسِ شراکت يا جمهوريت کې د جنګونو لپاره ډېر کم چانس وي.

د اوسنۍ نړۍ امن د جمهوريت غوندې له ټولنيزو تړونونو سرچينه اخلي.

امن د يو داسې وضعيت نوم دی چي کله هم له ناانصافۍ، نېستۍ او بې علمۍ سره کلي نه کوي.

د وېش د يو مساوي نظام په نشتوالي او د يو اقتصادي مرکز په نشتوالي کې د امن ميلان تبارز نه شي کولی.

د اقتصاد په کورني او کليوال مهال وېش باندې د رياست د جديدې ادارې چارې نه شي تر سره کېدی.

همدا وجه ده چي د ټولنې او رياست تر منځ د شخړې يو کيفيت زموږ په ټول تاريخ کې فعال پاته شوی؛ کله هم چي رياست د اقتصاد او کاروبار په چارو کې د مداخلې يا اصلاح کوشش کړی نو په ټولنه کې دننه په داسې ناندريو بدل شوی چي مطلق انجام يې د هېواد په تاوان کې ليدل شو دی.

د نننۍ نړۍ د نيو لبرالزم په اقتصادي تړون کې چي د يو کلي غوندې بڼه يې خپله کړې زموږ د رياست او ټولنې لپاره هم خپل يو وضاحت لري.

موږ په هېڅ حواله هم له دې نړيوال تړونه بېل نه يو، زموږ په وطن کې د امنيت د تامين پوښتنه هم په يو نړيوال تناظر کې خپل ځواب غواړي؛ په افغانستان کې د بيا رغونې له لسيزې د لېږد تر روانې لسيزې.

موږ نن د سولې نړيوالې ورځې په مناسبت بايد خپلې لاس ته راوړنې او تېروتنې وشمېرو او هم د راتلونکي په حواله يو هر اړخيز سوچ ولرو.

تر ټولو مهم پړاو راته د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ښکاري، که په دې ټاکنو کې مو ښه فيصله وکړه او واک مو د واک وړ چا ته وسپاره نو د سولې او سوکالۍ ورځې به مو په نصيب وي.

د لېږد لسيزه، د تاريخ خورا مهم پړاو دی، په دې کې دم او قدم دواړه په حساب دي، نور د تېروتنو ګنجايش پاته نه دی، ګني ۹۰ يمې لسيزې ته به خدای مه کړه بيا واپسي او ستنېدا وي.

ګويا درېيمه سقاوي به ليدل وي، که په درېيم ځل مو هم څوک تېر باسي نو بيا هغه د پښتنو خبره چي موږ دې خدای خوار کړي او که مو له دانشمندۍ او هوشمندۍ کار وانخيست نو موږ به خوارېږو.

افغانستان به نور خوارېږي، دا خوار هېواد د نورو خواريو د زغملو نه دی، اوس به خواري د ادارو پر رغولو په کار وي.

جمهوري سسټم شته، پارلمان لرو، په هم دې لار به په وړاندې تګ او هم دا سياسي سوليزه پروسه به ځواکمنول وي.

له اوږدمهاله جنګه دومره زدکړه خو بايد چي موږ کړې وي چي د امن هېڅ نعم البدل نشته، ځمکه، امن او ډوډۍ د انسان تر ټولو بنيادي اړتياوې دي او دا درې واړه له يو او بل سره نه شلېدونکې اړېکې لري.

که يوازې د انسان پر دې دريو بنيادي باهمي اړتياوو غور وکړو نو هم به په دې پوه شو چي "ډبره پر خپل ځای پرته وي نو څومره درنه وي".

جبري او مجبوراً مهاجرتونه د حثيتونو او صلاحيتونو د خوارولو وسيلې وي، له خپلې ځمکې پرې کېدل له ژونده د سولې عنصر ورکوي.

له ځمکې سره تړون سړی د سولې په مانا هم پوهوي او سړي ته ډوډۍ هم ورکوي، دا چي ځمکه له مور سره تشبهه کېږي دا په دې چي د مور غوندې مهربانه وي، د ژوند د سوکالۍ او سولې ټول مفهوم له دې ماخوذ وي.

موږ په دنيا کې ښايي تر هر چا زيات سولې ته اړتيا ولرو، يو خو موږ په دنيا کې هغه څوک هم يو چي د سولې يو بشپړ، جامع، موثر او قوي ماډل لري.

زموږ وطن د خدايي خدمتګار تحريک د عدمِ تشدد د يوې لويې مدرسې او تجربې په توګه پاته شوی دی.

موږ د خپل دې مقامي ماډل په مرسته نه يوازې په خپل وطن کې د سولې پروسه د يو داسې برياليتوب پړاؤ ته رسولی شو چي جنګ به يې نور هيڅ روزګار نه وي بلکې موږ په دې لار په دنيا کې پښتانه له نوي سره معرفي (redefine) کولی هم شو.

د دې ماډل په مرسته موږ د دنيا پر وړاندې دا حقيقت رڼولی شو چي د پښتنو وطن د عدمِ تشدد يو بې مثاله تاريخي غورځنګ په خپل بطن، تجربه او معاشرت کې فعال ساتلی، دا چي اوږدمهاله جنګ دی د دې تعلق زموږ له فطرت او کلتور سره نه بلکې د بهرنيو، د څنګلورو، د ګاونډيو له جنګي پاليسيو سره دی.

په لڼدو ټکو کې بايد دومره ووايم چي د سولې نړېواله ورځ د افغانانو لپاره په اصل کې د باچاخان د ياد ورځ ده، د دې ورځې پيغام يوازې د باچاخان په مفکوره کې انعکاس کوي، د دې سړي د تحريک شمېر د نړۍ د تر ټولو لويو انساندوستو تحريکونو په کتار کې کېږي، خو افغانان يې په اوسنيو حالاتو کې يو ځل بيا له نوي سره پېژندلو ته اړتيا لري.

ورته مطالب