پړونى، د اورځلا اشرف کالم: پنځه زره کسیز ویر

Image caption شهیدان په کې د عامو وګړو اکثریت شول او قدرت او تجارت او ان تر بخښنې او معافیته پورې د دوی له نومه یو شمېر کسانو ته ورکړه شوه چې ترټولو د مخه همدې پنځو زرو وینو ته لویه جفا او تېروتنه ده.

تل چې خوشحاله شوې یم په بله ورځ یا لږ وروسته خپه شوې یم او یا له کومې ناخوالې سره مخامخ شوې یم، خو دا ځل نه خوشحالي یوازې زما وه او نه هم ویر او خپګان.

د خوشحالۍ شېبې ښايي نورو خلکو ته عجیبې ښکاره شي، خو کله چې افغان زلمیانو د سوېلي اسیا د فوټبال اتلولۍ وګټلې په هر کور او کوڅه کې داسې حالت و چې ساری یې نه درلود.

که لوی وو که وړ وو، که سپين ږیری و که سپین سرې ټولو خوښۍ لمانځلې. ماته دلته په مساپرۍ کې دا خوشحالي بې سارې وه او له ځان سره مې ویل کاش زموږ مشران هم د فوټبال له دغو لوبغاړو زده کړي چې څرنګه یې په وحدت او یووالي د سوېلي اسیا شپږ ځلي اتل ته ماتې ورکړه.

بیا مې د خپلې کورنۍ کیسې په یاد شوې چې څرنګه د یوه ټیم نه جوړ شوي وروڼه د جنګ په لمبو کې وسوځېدل.

بي بي جانه (انا مې) رایاده شوه چې که هغې ته څوک دا زېری ورکړي، نو د خپلو لادرکه شویو زامنو په یاد کې به د دې لویې بریا لمانځنه هم په اوښکو وکړي.

ما په ډېر خلوص خوښي وکړه او د نورو هېوادوالو غوندې مې اوښکې هم وبهولې.

له دې خوښۍ څو ورځې نه وې تېرې شوې چې یوې کورنۍ ورځپاڼې د ۱۳۵۷ او ۱۳۵۸ کال په واکمنیو کې د شهیدانو نومونه خپاره کړل.

د هالنډ د لویې څارنوالۍ له وېبپاڼې مې بشپړ معلومات وموندل.

Image caption افغان حکومت د شاوخوا پنځو زرو وژل شویو د غمشریکۍ لپاره درې ورځې ماتم اعلان کړ.

د یو څو کسانو نومونه نه وو د زرګونو انسانانو نومونه وو. دا د کوم کس د اعترافونو او بیا د لیستونو د کاپي او نورو شواهدو په مرسته چمتو شوی دی.

لیست تر ډېره بشپړ دی؛ ځکه چې د ډېرو کسانو نومونه مې په کې ولیدل چې پېژندل مې، خو د خپل کاکا نوم مې ډېر ژر پیدا کړ.

له نورو خپلوانو سره چې په تماس کې شوم هر یوه د خپلو عزیزانو نومونه په کې موندلي وو. خبره په لږ وخت کې ډېرو ته ورسېده.

ګڼ کورونه د وېر په ټغر کښېناستل. په دې لیست کې هغه نومونه وو چې یو ځل پخوا هم د حکومت له خوا خپاره شوي وو خو نه په دې ډول چې اوس لاس ته راغلل.

اخواني یا ماویست

په دې لیست کې هغه نومونه هم راغلي چې تر دې وړاندې یې چا نومونه نه و اورېدلي او یا یې څوک په برخلیک خبر نه وو.

د لیست کټګوري تر ټولو دردونکې او له تحقیقي پلوه مهمه وه. دردونکې په دې چې په عامو خلکو د یو او بل ټاپې داسې په اسانۍ لګېدلي چې ګواکې دوی سیاسي ګروپونه لرل لکه اخوانی یا ماویست.

بې له شکه چې ځینې کسان به هغه اند او باور وو، خو ډېر نور چې لږ تر لږه ما پېژندل هغوی په هېچا پورې نه و تړلي، عام خلک وو چې د وخت واکمنو ته ښه نه و ښکاره شوي.

د یوه مشر په وینا د هغه وخت جاسوسان هم لکه د نن سبا جنایتکاران د خپلو شخصي عقدو او ګټو په خاطر د خلکو جاسوسي کوله چې په نتیجه کې یې همداسې ناورین راپاتې شو.

په دغو خلکو کې زموږ یوه خپلوان د رادیو جوړولو دوکان درلود. هغه په دې جرم اعدام شوی چې حکومت مخالفو ته یې مخابرې جوړې کړي.

د ده کوم ملګری بیا د شعله يي په نامه نیول شوی وو، خو دی خپله په هېڅ سیاسي ګوند او کړۍ کې نه و. یو بل بیا عام کلیوال ځوان چې په لمانځه اوداسه کې تر نورو ډېر ټینګ و، هغه یې د اخواني په تور وژلی.

په دې لیست کې وینو چې دوکاندار، زمیندار، د کېلو او نورې میوې پلورونکی، خان، ښوونکی، زده کوونکی، مشر او کشر او ان ښځې له٬ (اشرار) سره د مرستې په تور شهیدانې شوې دي.

زه د یوې افغانې په حیث چې په دې جګړو کې مو له یوه نیم میلیونه زیاتې قربانۍ ورکړي په دې خبره ډیره ځوریږم چی زموږ د ولس هغه پاکه او سوچه وطني او د خپلواکۍ له احساساتو څنګه تر ننه پورې د مختلفو بهرنیو او داخلي زورواکانو په واسطه څومره ناوړه ګټې اخیستل شوي دي.

شهیدان په کې د عامو وګړو اکثریت شول او قدرت او تجارت او ان تر بخښنې او معافیته پورې د دوی له نومه یو شمېر کسانو ته ورکړه شوه چې ترټولو د مخه همدې پنځو زرو وینو ته لویه جفا او تېروتنه ده.

ورته مطالب