خلکو ته ټاکنو کې د رايې کارونې معيار څه دى؟

Image caption خلکو ته ټاکنو کې د رايې کارونې معيار څه دى؟ په دې هکله په ستاسو غږ پروګرام کې له تاسو اورو.

په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو ټاکنو د وخت په نژدې کېدو سره د امنيتي ستونزو ترڅنگ د ټاکنو او د رايو د حق د کارولو پر ارزښت د خلکو له کمزوري پوهاوي نه هم د ېوې مهمې ننگونې په توگه يادونه کېږي.

د تېرو دوو ټاکنو تجربو ښوولې چې له همدې کبله يو شمېر خلکو يا هېڅ خپلې رايې نه دي کارولي یا یې د خپل کلي د ملک، قومي مشر، سيمه ييز قوماندان او يا هم ميرمنې د ميړه په لارښوونې خپلې رايې کارولې دي.

په همدې پلمه د دې اوونۍ د ستاسي غږ په پروگرام کې پر دې غږېږو چې خلکو ته راتلونکو ټاکنو کې گډون څومره ارزښت لري اود رايې کارونې معيار ورته څه دى؟

که غواړئ چې پر همدې موضوع په پروگرام کې برخه واخلئ د پنجشنبې (سپتمبر ۲۶مه) په ماښامنۍ خپرونه کې په دې شمېرې راته زنگ ووهئ.

٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩

د خپلو لنډو لیلکي پيغامونو/ایس ایم ایس د استولو لپاره دا شميره وکاروئ.

٠٠٤٤٧٧٨٦٢٠٨٨٨٨

همدا رنګه تاسو کولای شئ چې په بي بي سي پښتو فيسبوک کې هم خپل پيغامونه پرېږدئ.