ستاسې نظر: د پاخه عمر خلکو ستونزې

Image caption په یکشنبې ستاسې نظر پروګرام کې، په افغانستان کې د پاخه عمر خلکو پر ژوند، ناخوالو او ټولنیز موقف غږیږو.

د اکتوبر لومړۍ نېټه د پاخه عمر د خاوندانو نړیواله ورځ ده.

د ملګرو ملتونو له اټکل سره سم، تر ۲۰۵۰ میلادي کال پورې به د پاخه عمر خلکو شمیر په پرمختللو هېوادونو کې د ماشومانو پر پرتله دوه برابره لوړ شي. سږ کال ملګرو ملتونو دغه ورځ (( د پاخه عمر خلک څه وايي)) تر شعار لاندې لمانځي.

ملګري ملتونو له خپلو ادارو، مدنې ټولنو او له نورو غړو هېوادونو غواړي، چې د پاخه عمر خلکو اړتیاوې په خپلو پرمختایي پروګرامونو کې په پام کې ونیسي.

په یکشنبې ستاسې نظر پروګرام کې، په افغانستان کې د پاخه عمر خلکو پر ژوند، ناخوالو او ټولنیز موقف غږیږو.

په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان له دولته داسې تمه نه شي کېدای، چې د پرمختللو هېوادونو په څېر د پاخه عمر لرونکو خلکو ستونزې هوارې کړي.

د دې ترڅنګ په دغه هېواد کې د پاخه عمر خلکو لپاره ټولنیزخوندیتوب نشته، نو د عمر په وروستیو کې، د دغه ډول خلکو یوازېنۍ تکیه د هغوی پر کورنۍ او اولادونو وي.

نو د پاخه عمر خلکو د خوندیتوب لپاره څه کول په کار دي؟

کورنۍ او اولادونه یې پر وړاندې کوم مسوولیتونه لري؟

په افغانستان کې د پاخه عمر ډېری خلک یا سخت کارونه کوي او یا هم سوال کوي، ایا تاسې د خپل مسوولیت له مخې کله هم د هغوی لاسنیوی کړی؟

په کورنۍ کې مو د پاخه عمر خلکو سره چلند څنګه دی؟

که غواړﺉ په دې پروګرام کې خپل نظر راسره شريک کړﺉ، نو ۰۰۹۳۲۰۲۲۰۲۳۰۰ ته زنګ راووهئ.

دارنګه کولای شئ، د بي بي سي پر پښتو فېسبوک پاڼه هم خپل نظر یا پوښتنه راته پرېږدﺉ.