د قصه خوانۍ د ماتم او مزاحمت کيسه

Image caption د پېښور قیصه خوانۍ چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۴۱ و.

د پېښور قیصه خوانۍ بازار د نړۍ په فولکلوري مطالعاتو کې د ولسي کيسه ييز شفاهي ادب په حواله ډېر لوی ارزښت لري، د کيسو دې بازار نه يوازې د پښتو ژبې او ادب په بډاينه کې بې ساري نقش لوبولی بلکې نړيوالو ته يې د پښتنو د ټولنيز ژوند او کلتور يو ډېر جامع او موثر تصوير و تصور هم وړاندی کړی دی.

دا د هنر، داستان، مينې، ښايست، ننګ او وفا له کيسو ډک بازار ګڼل کېده، خلک راغونډېدل، يو او بل ته يې کيسې کولې، يعنې ژوند يې کاوه، هنر يې روزه، د معنوي کلتور تخليق يې کاوه.

له کيسه خوانۍ بازار سره د پښتون سياست او پښتو ادب يوه زبردسته مزاحمتي حواله هم تړلې ده، د قیصه خوانۍ د ماتم او مزاحمت کيسې نيژدې يوه پېړۍ دوام وکړ، په کيسه خوانۍ کې د وينې رسم ختم نه شو، واټونه يې سوې ساندې زېږوي، کيسه خوانۍ پرون د خپلې وينې په ماتم او مزاحمت کې د خپلواکۍ مرام په وړاندې درلود، نن د امن لپاره منت و زاري کوي.

له خپلواکۍ تر امن پورې دا سفر د تاريخ د يو بدترين جبر څرګندوونکی دی، پر پښتون سياست او پښتو ادب يې اغېز ډېر څرګند دی، په قیصه خوانۍ کې اباده پښتو سندره اوس سنګساره ده، هنرمندان په جلاوطني او خاموشي کې خير ويني، له پښتونخوا يې خير داسې غلا کړی لکه له لوی افغانستانه چي يې تاريخي اثار او نوادرات غلا کړل.

د کيسو په دې بازار کې چي د ۱۹۳۰م کال د اپرېل پر ۲۳مه د هغه وخت پېرنګي سرکار په يو سوله یيز لاريون کې د روانو سلګونو پښتنو بوډاګانو، ځوانانو، زنانو او وړو سينې په مرميو سورۍ سورۍ کړې نو دې پېښې د ماتم او مزاحمت يو داسې داستان (narrative) پښتون سياست او پښتو ادب ته ورکړ، چي نه يوازې د خپلواکۍ، مبارزې او ملتپالنې د تاثر يو بهاند سيند ثابت شو، بلکې د تخليق، تنوع او التزام يو داسې مرکز يې هم په پښتو ادب کې رامنځته کړ چي ځينو نقادانو خو ان "د قیصه خوانۍ ادبي مکتب نومولی"، که يې ادبي مکتب و هم نه ګڼو خو په پښتو ادب کې د يو داسې تاريخي دور او منطقې وياړ ضرور ورپه برخه دی چي د شلمې پېړۍ پښتو ادبيات يې په پراخه کچه اغېزمن کړي دي.

د نولسمې پېړۍ په نيمايي کې له لومړۍ چاپي دستګاه څخه نيولې تر دانش خپرندويه ټولنې پورې کيسه خوانۍ پښتو ژبې، ادب او کلتور ته لويي شتمنۍ ورکړي، په يو ډېر هنګامي دور کې د خدايي خدمتګار تحريک په تاريخي مبارزه کې ددې مرکز شاعرانو داسې پرواز کړی چي د "توپان مارغان" ګڼل شوي، ځکه خو د روسيې نوميالی پوهاند ګ ف ګېرس "د مېړني اولس ادبيات" نومي کتاب زياته برخه هم دې کيسه خوانۍ او د توپان مارغانو ته ورکړې او ويل يې چي قیصه خوانۍ د پښتو ادب په انکشاف کې ستر رول لوبولی دی، د شلمې پېړۍ په سر کې به هم کيسه ويونکو خلک پر ځان راټولول او کيسې به يې ورته کولې، کيسه ايزې بدلې او چاربيتې به يې اورولې، د شلمې پېړۍ په لومړنيو او منځنيو کلونو کې به په توپان کې پرواز کوونکو مارغانو د آزادۍ او خدايي خدمتګارۍ سندرې ويلې.

د کيسه خوانۍ د ۲۳م اپرېل ۱۹۳۰ د خونړۍ پېښې په هکله استاد عبدالمالک فدا ويلي و:

داسې تويي کړې هيچا نه دي د چرګانو وينې

لکه تويي کړې دې انګرېز د مظلومانو وينې

کيسه خوانه قصاب خانه وه په نظر د خلکو

چي يې بازار کې بهيدې د انسانانو وينې

چي وده قوم يې رابېدار کړو د غفلت له خوبه

په دې شيندلي دي خدايي خدمتګارانو وينې

زر به آزاده کړي له غېرو معشوقه د وطن

چي پرې داو کړې دي رښتينو عاشقانو وينې

عبدالمالکه د ځلمو وينې بې ځايه نه ځي

رنګ به پېدا کړي په دنيا د شهيدانو وينې

خو توپان لا تم شوی نه دی، د قیصه خوانۍ سرنوشت او سرګزشت لا په وينو سور دی، دري اتيا کاله وشول، لا هم د پښتنو وينه د چرګانو په ډول تويږي، کيسه خوانه اوس هم قصاب خانه ده، تر دې حده چي د سپين ږيرو اوس هغه د پېرنګي دور ته سترګې خېژي، باچا خان د هند د وېش د پرېکړې په غبرګون کې مهاتما ګاندي ته په ګيله ويلي و، "تاسو موږ شرمښانو ته وغورځولو".

د شرمښانو په منځ کې ژوند دی، ژوند يو ډېر مشکل ازمېښت ګرځېدلی، کيسه خوانۍ چي په پېښور کې د پښتنو د تجارت مرکز ګڼل کېده، اوس پکې د لاشونو تجارت کېږي، په کيسه خوانۍ کې اوس تش د مرګونو کيسې کېږي، د ويرې او وحشت په تورتم کې به څوک اوس هنر، فلم، سينما او سندرو ته زړه ښه کوي او څوک به بالاخانې او قهوه خانې ابادې ساتي؟

د تېرې يکشنبې په ورځ په کيسه خوانۍ کې يوې چاودنې د پنځوس شاوخوا کسان ووژل او تر سلو زيات يې ټپيان کړل، په دې چاودنه کې يوې کورنۍ څوارلس غړي وبايلل، کيسه خوانۍ اوس د تراژيديو مرکز دی، له څو کلونو پکې د ورانيو دا روزګار روان دی، د خلکو د سر د بقاء په ننګ ولاړ بشير بلور هم دې بازار ته نژدې خپله وينه ورکړه.

ټول وطن قیصه خوانۍ ده

اوس د پښتنو د لروبر وطن هره کوڅه کيسه خوانه ده، ټول وطن کيسه خوانۍ ده، زموږ ټول وطن يې د ترهګرو په واک کې ورکړی دی، د پښتونخوا اوسني واکمنان د ترهګرو زړه ساتي، د ترهګرو انډيوالي کوي.

د روان کال د اپرېل پر ۲۳مه چي د کيسه خوانۍ د شهيدانو ۸۳م تلين و نو له ما يوه ملګري وپوښتل چي زموږ قامي سياست ولې اوس دې ورځې ته هغسې ارزښت نه ورکوي لکه چي وړاندې به يې ورکاوه، دا ورځ په هغه پخواني درناوي نه لمانځي؟

ما په ځواب کې ورته وويل چي دا ځکه چي اوس د پښتنو په وطن کې هره ورځ ۲۳م اپرېل دی او هره کوڅه کيسه خوانه ده، دا اوس د ورځني ژوند کيسه ګرځېدلې، هره کيسه د بابړې، ټکر او هاتي خېلو غوندې ده، په هره لار هر پښتون داسې روان دی لکه چي وايي، "مرګيه مه راځه درځمه".

Image caption برید د قیصه خوانۍ بازار کې شوی و، چې ملکي او مالي دواړه تلفات یې لرل.

توپير يوازې دومره دی، چي پرون سر په تلي کې څوک د سيالۍ ميدان ته تلل نو يو لوی مرام يې په وړاندې درلود خو اوس د هر وګړي سترګې د حالاتو توپان داسې له وينو او خاورو ډکې کړې چي که مرګ په سترګو وينې هم، په طرف يې روان هم وي خو پوهېږي نه چي چرته ځي او د څه لپاره ځي؟ مري خو د چا لپاره مري، په کومه ګناه مري؟

غلامي د بدمرغيو، تراژيديو او محروميو د يو بهير نوم وي، د پښتنو پايښت او پرمختګ په خپلواکې کې دی، هم دا يوازينی حل دی، "پښتانه که بل څه فکر کړي ناپوه دي"، دا ناپوهي به مو د بشپړې نسل کشۍ باعث ګرځي، نور بايد خپل اصلي هدف ته مخ واړوي.

د فدا عبدالمالک خاوره ترې لر کړﺉ

چې د کومې ځمکې نوم غلامستان وي

ورته مطالب