د بریا پر لور د یون هنر

Image caption د اکتوبر په څلورم مازديګر چې افغان کرېکټ لوبډله د ۲۰۱۵ کال نړيوالو لوبو ته ووته د کابل په لارو کوڅو کې بې شمېره کسان راوتلي وو

شارجه کې د کېنيا پر وړاندې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې بريا د ټولو لپاره د خوښۍ سبب شوه.

د اکتوبر په څلورم مازديګر د کابل په لارو کوڅو کې بې شمېره کسان راوتلي وو.

يوه همکار مې د کابل په مرکزي کرېکټ لوبغالي کې د بې شمېره ځوانانو له ډلې څخه چې دغه بريا يې لمانځله، د يوه ځوان عکس اخيستى و، چې پر مخ يې اوښکو لارې کړې وې.

هغه راته کېسه کوله، چې د افغانستان د بريا په باب مې له ځوانه وپوښتل، چې څه احساس لري، نو وايي غريو/ لړزې ونيو او خبرې يې نه شواى کولاى.

دا چې د نور کله پر خلاف دغه اوښکې د خوښۍ هغه وې، چې دغه کم نصيب ښار کې لږې ليدل کېږي، ځکه وايي په خندا ترې تېر شوم.

خو غور په کار دی، چې د دغې خوښۍ تر شا کومه جذبه وه. همدا د ملي لوبډلې ځوانان وو، چې يو وخت يې ارزان بيه هوټلونو کې شپې سبا کولې او څوک يې پر حال خبر نه وو.

استعماري لوبه

د ډوډۍ پېسې يې نه درلودې، په چپسو او برګرو يې ګوزاره کوله. نه يې د درېشۍ درک و او نه هم د بال او بېټ، خو هېڅوک يې هم په کيسه کې نه وو.

چا به که افغانستان کې د کرېکټ خبره کوله، ډېر به ورته يوازې موسکي شول، معانا دا چې هسې يو ګپ ورته ښکارېده.

همدا د کرېکټ لوبغاړو به چې په خاورو دوړو کې لوبه کوله، نو چا ورکتل هم نه، ډېرو غوړو چړو به ورپورې خندل، استعماري لوبه به يې بلله.

خو ناڅاپه کرېکټ خورا مهمه لوبه شوه او لوبغاړي يې اتلان شول. د کرېکټ لوبو په ميدانونو کې مهمې څېرې وليدل شوې او رسنيو کې د کرېکټ سياليو د نندارې وړاندې کولو لپاره سيالي پيل شوه.

ډېرو ليکوالو او ژبپوهانو سره فکر پيدا شو، چې بايد د کرېکټ نړيوالو اصطلاحاتو ته کورنى معادل وموندل شي.

د ټلويزيونونو تر څنګ ځايي راډيو ګانو په ژوندۍ بڼه د لوبو حال خپرول پيل کړ.

د کابل سړکونو ته بې شمېره ګران بيه موټر راووتل، چې پرې د افغانستان ملي (اتلې) لوبډلې د لوبغاړو تصويرونه لګېدلي و.

شارجه کې د کېنيا لوبډلې پر وړاندې د افغان کرېکټ لوبډلې د بريا په ورځ يو شمېر ټوپکوالو هم له يوه بله پوښتنه کوله، چې د نن لوبه ولې مهمه ده، چې ان لوړ پوړي مقامات يې هم په ډېره توجه ګوري.

کله چې وپوهېدل، دې سره افغانستان د ٢٠١٥ کال نړيوال جام ته لار مومي، نو د افغانستان له بريا وروسته يې په ( خپل انداز) خوښي څرګنده کړه، د ټوپکو خولې يې اسمان ته ونيوې او ښه په درز کې یې باړونه وچلول.

ګوته په غاښ

خو په دې ټول هاى او هوى کې بيا هم له ډېرو څخه هغه څه هېر وو، چې پر مټ يې په نړيوالو سپورتي سياليو کې د افغان کرېکټ لوبډلې له برکته د افغانستان ملي بيرغ پورته شو او د لوبو نړيوال مينه وال د افغان لوبغاړو مسلکي او بې عيبه لوبې ته ګوته په غاښ حيران دريان پاتې وو.

Image caption افغان لوبډلې ته دومره خوښي کېده چې چا ځان نه شو کنټرولولی

د دغې ناڅاپي خوښۍ پر مهال له ډېرو هېر و، چې دا هر څه ناڅاپي نه دي، بلکې د يوه اوږده سفر يو پړاو دى. د يوه داسې سفر مهم پړاو، چې لاره يې ګام په ګام له ازغو ډکه وه.

هر څوک پوهيږي، چې په هر ډول لوبو کې د زغم، استقامت، صبر، ژمنتيا، حوصلې او مخکښتکوب له ( هنر ) درلودلو پرته د بريا تر لاسه کولو خوب ليدل هم ممکن نه دي.

په لنډه تنګه موده کې افغان ځوانانو ثابته کړه، چې د دغه ديار اوسېدونکو کې نه يوازې د کرېکټ برخه کې، بلکې په نورو لوبو کې او ان د ژوند په نورو اړخونو کې هم د پرمختګ لپاره پورته ياد، اړين (هنرونه) ښه په پريمانه کچه موجود دي.

خو بل لور ته متاسفانه چې اوس هم افغانستان کې تر ډېره حده يوازې بريا لمانځله کېږي. د ماتې زغمولو حوصله لا هم ډېره لږه ده.

لا هم د (سپورټ سپرټ) هغه هنر خال خال معلوميږي، چې پر مټ يې انسانان د مثبتې سيالۍ ډګر ته وځي.

اړين هنرونه

زموږ ډېر دوستان اوس هم نه يوازې لوبو ته، بلکې په ټول کې ژوند ته د ( يا به وخوري ککرۍ يا به کامران شي) په نظر ګوري.

موږ په ګټه مين خلک يو، خو د ګټې تر لاسه کولو لپاره د اړين هنرونو زده کړې ته اهميت نه ورکوو.

د ماتې او اشتباه په صورت کې د ترټل کېدو له ډاره لا هم زموږ ډېر وړتيا لرونکي کسان د سيالۍ ډګر ته له وتلو ډاريږي.

زموږ ټولنه کې بې شمېره خلک اوس په دې پسې سر نه ګرځوي، چې د نړۍ د هېڅ بريالي انسان ماضي له تېروتنو او بايللو تشه نه وي، خو هڅونه بيا هغه جايزه ده، چې انسانان د پرمختګ لارې ته سموي، له خپلو تېروتنو يې زده کړې ته چمتو کوي.

ورته مطالب