افغانستان کې اختر او د ژوند رنګونو توپیر

Image caption د کابل بازارونه تر ډېره حده د خوراکي توکو په دوکانونو او هوټلونو مشتمل دي.

ځیني خلک وايي، سږ کال د اختر له رارسېدو سره سم ګرانې خورا ډېره شوې ده.

ښايي د دوی دا خبره تر څه حده سمه وي، خو لږ تر لږه د کابل د بازارونو تر حده یو کلېشه يي ګپ معلومېږي، ځکه د کابل بازارونو کې د ګرانۍ له کبله د مشتریانو شمېر کې کوم پام وړ لږوالی نه لیدل کېږي.

دغه راز نژدې هر دکان کې د اختر په مناسبت له چین او ماچینه نیولې بیا له هنده او سنده راوړل شوي مالونه په انبارونو پراته دي.

هر دکان ته چې ننوځې، اړ یې، چې پېرودل شویو اجناسو بدل کې د پېسو ورکولو لپاره په کتار کې ښه شېبه تم شې.

دې سره هغه نظر هم باطلېږي، چې وايي، افغانستان کې د مشتریانو شمېر او مالي استعداد ته له کتو پرته بازارونه ودانېږي، چې لږ موده وروسته یې بیا دکانداران د مشتریانو په تمه مچان شړي.

له لوی اختره یوه ورځ مخکې مې کابل کې ځینې داسې دکانداران هم ولیدل، چې د ( customer is first) اصول یې هم هېر کړي وو، بلکې هغسې چې دکانداران خپل هر مشتري ته خواږه ګوري، دوی یې برعکس ځینو ته خدایزده ولې برګ کتل.

د کابل بازارونو ډېره برخه بې له هغې هم یا هوټلونه تشکیلوي یا د خوراک څښاک د پلور دکانونه او یا له دې وروسته د سړکونو غاړې ته پاتې ځایونو کې پریمانه هټۍ دي، چې سګریټ او نسوار پلوري.

خو د اختر له رارسېدو سره سم د څارویو پېر او پلور هم د ښار په ډېرو برخو کې پیل کېږي، چې هلته هم نه مشتریان لږ دي او نه پلورونکي او مالونه یې.

خو په دې ټوله مېله کې یو څه چې ډېر لږ لیدل کېږي، هغه د ولس شمېر دی.

که د کابل بازارونو کې د اختر چمتوالي لپاره په پیر او پلور بوختو خلک د شمېر له پلوه د افغانستان او ان یوازې د پلازمېنې کابل له ټول نفوس سره پرتله شي، نو حاصل به یې له مایوسۍ پرته هېڅ نه وي.

د اقتصادي سروې ګانو چمتو کوونکي به، خدایزده څه پکې وايي، خو که په برسېرنه توګه اټکل هم وشي، سړی په اسانۍ پوهېږي، چې همدې کابل کې د هغو کسانو شمېر څومره دی، چې د درد له منځه وړونکو درملو رانیولو وس نه لري او بل لور ته هغه څومره دي، چې وايي د اختر لپاره یې د میوو او کالیو لګښت لکونو ته رسېږي.

نړۍ کې دود داسې دی، چې د شتمنو او بیوزلو تر منځ یو بل قشر هم وي، چې متوسط عاید لري. دغه قشر مډل کلاس بلل کېږي، چې د ډېرو دلیلونو له مخې، معمولاً د هېوادونو په پرمختګ کې خورا مهم رول لري.

په افغانستان کې بیا داسې نه ده، دلته یوازې دوه ډوله خلک دي، یا هغه چې د خپل پخلنځي لګښت په باب معلومات نه لري او په یادولو یې شرمېږي هم او یو لوی قشر بیا هغه دی، چې مېرمنې یې د ماشومانو د زیږولو پر مهال د یو څو روپیو د ارزښت، سپینې وینې لږوالي له کبله مري.

باید ومنو چې د موبایل کاروونکو د شمېر پر اساس دا ویل، چې افغانستان کې د ژوند کچې څومره تغیر کړي، نوره بې خونده خبره ده، بلکې اوس باید دا وکتل شي، چې د افغانانو تر منځ د ژوند کچه کې څومره توپیر رامنځ ته شوی او د ژوند تېرولو د معیار تر منځ دغه واټن ورځ تر بلې څومره پراخېدونکی دی.