دلارام-کندهارو د ترافیکو پېښو او سوداګریزه لاره

د دلارام دوه لارې چې شمال لوېدیځه لار یې د هرات اسلام کلا او تورغونډۍ سوداګریزونو بندرونو ته غځېدلې، او جنوب لوېدیځ لار یې د نیمروز ولایت چخانسور ته چې له ایران سره پر پوله پرته او یوه سوداګریزه ولسوالۍ بلل کیږي، غځېدلې ده.

د هغو سوداګریز توکو لویه برخه چې له نورو هېوادونو افغانستان ته راوړل کیږي، له همدې دوه لارې تېرېږي.

زما مامون دراني سفر له همدې ځایه پیلېږي، بیا تر کندهار ښاره چې ټوله لاره ۲۴۰ کیلومتره ده.

دلارام ولسوالي چې د کندهار-هرات د لویې لارې پر سر پرته ده، یو کوچنی بازار لري، د تودوخې درجه هلته ان تر ۴۰ اوړي.

په دې کوچني بازار کې د بس موټرو لپاره تمځای نه شته، همدا ده چې مسافر موټر ته د سړک پرغاړه ولاړ وي.

د کندهار- هرات لویه لار په لومړي ځل په ۱۹۶۰ کال د پخواني شوروي اتحاد په مالي او تخنیکي مرسته په خورا اساسي توګه جوړه شوه.

دغه لویه لار په افغانستان کې د حلقوي سړک پیل او بنسټ بلل کېږي، چې ورسره سم د کندهار- کابل د لویې لارې جوړولو کار هم پیل شو.

د کندهار- هرات لویه لار د تېرو کورنیو جګړو پرمهال خورا ډېره ویجاړه شوه، خو په ۲۰۰۴ کې د دې لویې لارې د رغولو چارې د امریکا متحدو ایالاتو، سعودي عربستان او جاپان په مالي مرسته پیل او په ۲۰۰۶ کال کې بشپړې شو.

Image caption په تېر یوه کال کې د کندهار- هرات پر لویه لار په ترافیکي پېښو کې ۲۰۰ کسان وژل شوي او تر ۶۰۰۰ ډېر نور ټپیان شوي

په دې کار سره د لسو ساعتونو مزل ۵ ساعتونو ته راټیټ شو،خو ددغې لارې جوړېدا د اقتصادي ګټو ترڅنګ ځينې ستونزې هم رامنځ ته کړې.

ترافیکي پېښې

پردغې لویې لارې ترافیکي پېښې د رسنیو د هرې ورځې خبر جوړوي، ښه بېلګه یې په روان کال کې ددغې لارې په اوږدو کې د یوه ۳۰۳ ‌ بس او یوه باروړونکي موټر جنګېدل وو.

په تېر یوه کال کې د کندهار- هرات پر لویه لار په ترافیکي پېښو کې ۲۰۰ کسان وژل شوي او تر ۶۰۰۰ ډېر نور ټپیان شوي، چې دغه تلفات د جګړې تر ځاني زیانونو څو برابره ډېر دي.

پر دې لار د ترافیکي پېښو د رامنځ ته کېدو د پړې ګوته تر ډېره بس چلوونکو ته نیول کېږي.

پر دغه لاره د یوه مسافر وړونکي موټر چلوونکي اسدالله داسې راته وویل: "وړاندې د بهرنیو ځواکونو له خوا ستونزې وې، خو اوس له خپلو ځواکونو، مخ ته رنجر در اچوي، څو ځله ددغه ډول کړنو په پایله کې ترافیکي پېښې رامنځ ته شوې، بل خوا د لارې پرسر سوځول شوي موټر پراته دي چې دا هم د ترافیکي پېښو لامل ګرځي".

په تېره یوه لسیزه کې ددغې لویې لارې ځینې برخې د ماین چاودنو له کبله سختې اغېزمنې شوې.

ځینې برخې یې بیا داسې معلومیږي چې د ټیټ کیفیت له کبله بېرته له منځه تللې دي او پر دې لار یې تګ ستونزمن کړی دی.

که د لارې خرابوالي ته وکتل شي، نو موټر چلوونکي په ډېرې بې احتیاطۍ او تېز ډول تګ-راتګ کوي.

د لارې په اوږدو کې د بار وړونکو ګاډو سوځول شوي اسکلیټونه هم لیدل کیږي چې ظاهراً د وسله والو له خوا سوځول شوي.

وسله وال پر دغې لار هغه ګاډي سیځي، چې بهرنیو پوځیانو ته توکي رسوي، خو د ګاډو سوځولو له کبله د سړک ځینې برخې خرابې شوې، چې ډېر کله دغه څه د ترافیکي پېښو لامل ګرځي.

د کندهار-هرات د لویې لارې پرسر امنیتي پوستې هم جوړې شوې، چې د ۲۱۵ میوند قول اردو ځواکونه پکې ځای پرځای دي.

افغان پوځیان ددغه لویې لارې په ځینو برخو کې پلې ګزمې هم کوي، چې پر همدې لاره تلونکو مسافرو ته یو ډول ډاډ ورکوي.

ښایي دا ګام وروسته له هغه اخیستل شوی وي، چې کابل د امنیتي کمپنیو پر فعالیت بندیز ولګاوه.

د افغان پوځ ۲۱۵ قول اردو د هلمند ولایت د ښوراو په سیمه کې د برتانوي پوځیانو یوې لویې پوځي اډې ته څېرمه پرته ده.

د کندهار- هرات د لارې په اړه مې اورېدلي، چې له دلارامه تر ګرشک ولسوالۍ پکې غله خورا ‌ډېر شوي چې تلونکي مسافر لوټ کوي.

د لارې پرسر هر کس چې بې ځایه ولاړ وي، ډېر پرې د وسله وال غله یا د هغوی د ملګرو ګومان پرې کوي، خو دا اندېښنه یوازې له ما سره نه، بلکې پر دغه لاره له بس چلوونکو سره هم ده.

د حاجي ګل زمان په نامه یو بس چلوونکی، چې پرهمدې لار تګ راتګ کوي، داسې وايي: ‎"د لارې پرسر غله شته، امریکایان دي، چاودنې شته هر څه پرېمانه دي، خو تر ټولو لویه ستونزه چې موږ ته جوړه ده د پولیسو ددغه امنیتي پوستې له کبله چې ډېر مو تنګوي".

د ګرشک ولسوالۍ په شین غزي سیمه کې د هغه لوی پله د رغولو چارې روانې دي، چې شاوخوا درې کاله وړاندې د وسله والو له لوري په ماین الوځول شوی و.

ددغه پله د خرابوالي له کبله ټول موټر له لارې اوښتو ته اړوځي او پر خامه سړک ځي، خو اوس ددغه پله د رغولو چارې بشپړېدو ته رسېدلې او د امنیت خوندیتوب لپاره د افغان پوځ یوه امنیتي پوسته هم په څنګ کې جوړه شوې.

د کندهار-هرات لویه لار که څه هم ترټولو یوه مهمه ترانزیټي لار ده، خوهغه اسانتیاوې پکې نه شته، چې د یوې لویې لارې پرسر باید وي.

له دلارامه بیا تر کندهاره روغتیایي امکانات خورا لږ او یاهم پر نشت حساب دي.

که د لارې په اوږدو کې ترافیکي پېښه رامنځ ته کېږي، باید په ساعتونو مزل وکړي، چې ټپیان د کندهار میرویس په نوم حوزوي روغتون ته ورسول شي.

د کندهار-هرات لویې لارې په اوږدو کې هېڅ ډول ترافیکي کنټرول یا څارنه نه شته او نه هم د ترافیکي پولیسو څرک تر سترګو کېږي.

په ځینو برخو کې ترافیکي نښې شته، خو چلوونکي دغو نښو ته خاص ارزښت نه ورکوي او نه هم هغه په پام کي نیسي.

ورته مطالب