دوشاخ، د سالنګ شمال ته سړه سیمه

دوشاخ د سالنګ شمال ته د ترانزیتي لویې لاري پر سره هغه سیمه ده چې له تونلونو او ګراریو ور واوړﺉ او د غره له سره موټر هوارې ته کښته کیږي، دلته په کال کې نژدې نهه میاشتې هوا سړه وي، ان شپږ میاشتې خو د غرونو سرونه واورو پوښلي وي.

له دی ځایه تر تاشقرغان تنګي پورې، چې ۲۲۵ کیلومتره لاره ده او د افغانستان په حلقوي سړک د ځانکړو رپوټونو د چمتو کولو پرمهال ما امیر بریال پرې مزل کړی، د راډیو ترڅنګ مې وغوښتل چې لوستونکو ته د دغه یون کیسه ولیکم.

دوشاخ کې د حلقوي سړک پر پله د سیند پر غاړه له غرفو د جوړو شویو دوکونو تر شا د مستو اوبو شرهار ته د هر تماشا کوونکي زړه باغ باغ شي، همدې منظرې پسې واخیستم او پر لوړه غونډۍ مخامه شمال لوري ته د بغلان ولایت خنجان زرغونې ولسوالۍ دې منظرې ته لانوره ښکلا وربښلې ده.

پر کروندو سربېره، د غره لمن کې د ابراهیم خانې توتو، چارمغزو او مېوه لرونکو ونو سیمه ځنګلزاره ګرځولې ده.

له دوشاخ شاوخوا شپږ کیلومتره خنجان لور ته ګوري سوخته سیمه کې د موټرو د بار لپاره یوه ناګاره تله ولاړه ده، چې وړاندې پر حلقوي سړک تر ۶۰ ټنه ډېر وزن لرونکو موټرو ته د مخته تلو اجازه نه ورکول کېده، خو اوس د تلې خرابوالي د باروړونکو موټروانانو کار جوړ کړی.

د لارې په اوږدو کې د مسافرو لپاره ګڼ هوټلونه او د تېلو ټانکونه جوړ شوي، زه هم د غرمنۍ لپاره د نورو مسافرو په شان له ۴۰۴ ګاډي ښکته شوم، د هوټل پنځوس کلن لوګري څښتن ښایسته خان په وینا د دې لارې په اوږدو کې مسافر یوازې همدا یو ځای دمه کوي:

"که لس بجې وي یا نهه بجې، ډوډۍ به همدلته خوري په دې لویه لاره همدا د کابل او مزار د مسافرو د دمې ځای دی ".

لکه د افغانستان د لویو لارو په اوږدو کې د زیاترو هوټلونو په څېر د ښایسته خان هوټل کې هم د مسافرو لپاره بېل او بېله ډوډۍ، د موټر چلوونکو لپاره جلا ځای او ځانګړي خواړه چمتو کېږي. مسافر هم ډېر کله د خپل واک نه وي، چېرې یې چې چلوونکی وغواړي، هلته یې د دمې او خوړو لپاره کوزولی شي.

د مزار شریف ۳۲ کلن محمد زمان همدا نظر لري، او وايي چې اوس له همدې لارې یو ناروغ پاکستان ته وړي، شاید د سیند پرغاړه شاعرانه چاپېریال محمد زمان ته له دې کبله خوړو خوند نه وي ورکړی، چې ناروغ به څرنګه تر پاکستانه رسوي، خو وايي د دغو هوټلونو خواړه ډېر خوندور نه دي.

د سیمې لمده او وچه مېوه هم د حلقوي سړک پرغاړه کوچنیو او له غرفو جوړو شویو دوکانونو کې خرڅلاو ته اېښودل شوې، چې ډېر کله یې له کابله شمال او له شماله کابل ته مسافر د خپلوانو لپاره اخلي.

پر دغه سیمه د غځېدلي حلقوي سړک په اوږدو کې د ترافیکي نښو او اشارو او د بېړنیو حالاتو لپاهر د اسانتیاوو نشتوالی د مسافرو او موټر چلوونکو دواړو لپاره لوی سرخوږی ګڼل کېدی شي؛ ځکه چې له خنجان ولسوالۍ تر بازاره ما نه د ګاډو ورکشاپونه، نه روغتون او نه هم امنیتي پوستې ولیدې.

شپږ، خو ۱۲ ساعته

پر دغه حلقوي سړک سړک لارۍ چلوونکی عمر بیا پر لارې د ګاډو د ګڼې ګوڼې او د لارې د خرابوالي له کبله دغه شپږ ساعته لار ایله په ۱۲ ساعتونو کې وهلی شي، او ان ځینې وخت له خوب او ارامۍ پرته پرله پسې۲۴ ساعته مزل ته اړوځي.

د دوشې ولسوالۍ په اړونده یوه سیمه کې پله ته تر رسېدا مخکې، د سړک پر یوې غاړې دوکانونه او بلې ته یې کورونه وو، چې د سیمې ماشومانو په کاسو او قابونو کې مېوې مسافرو ته د خرڅلاو لپاره راوړلې، کټ مټ لکه ننګرهار ته د لغمان پر مهترلام د دېرېدو پرمهال ماشومان ګنډېرې مسافرو ته رادنګوي.

د سړک شپږ متره پلنوالي ته په کتو سره، د ترافیکي پېښو امکان هم ډېر ښکاري، خو بیا هم حلقوي سړک ترې شاوخوا کلي او سیمې تر یوه حده سره تړلې دي، خو د پلخمري اوسېدونکي د لارې له خرابوالي ډېر شکایت لري.

د لارې خرابوالي په اړه د پلخمري یو اوسېدونکی محمد حسن وايي، مسافر دلته د خاورو او دوړو له کبله نه تم کېږي، او په سیلۍ له دې خاورینې او دوړجنې سیمې ځانونه باسي، همدا ده چې د سیمې سوداګري مخ پر ځوړ ده.

Image caption سمنګان کې د غځېدلي سړک دواړو غاړو ته تر ډېره کرنیزې ځمکې او د بادامو، پستو، چارمغزو او نورو مېوه لرونکو ونو باغونه دي

له پلخمري ترسمنګا او تاشقرغان ولسوالۍ پورې حلقوي سړک یوڅه د ګوزارې دی، خو بیا هم د ترافیکي نښو څرک نه لګېږي، په ډېرو ګوته په شمار ځایونو کې د سړک په منځ کې د منځ بېلوونکې کرښې ښکاري، هغه هم د موټرو ټایرونو سولولې دي.

"د کافر کلا"

د سمنګان درباتګ کوتل ایبک ښار ختیځ لور ته په رسېدو د حلقوي سړک سوېلي غاړې ته په یو کیلومتره لیرې واټن کې شاوخوا ۱۷۰۰ کاله لرغوني تاریخي اثار پراته دي، چې د "کافر کلا" لرغونې ودانۍ یې یوه مشهوره بېلګه ده، چې د نجیب الله د حکومت پرمهال د یوې هوارکارۍ پروخت یوه کتیبه راوختله، چې دا مهال د افغانستان په ملي موزیم کې ده او د کوشانیانو د پېر تاريخ جوتوي.

که څه هم د سمنګانو ولایت اوسېدونکو د حلقوي سړک جوړېدو ته ډېرې هیلې لرلې، چې ایله دوه کیلومتره له دوی لیرې واټن لري، خو دغه ولایت د افغانستان د وروسته پاتې ولایتونو په کتار کې راځي.

د سمنګانو ولایت حضرت سلطان ولسوالي د لویې ترانزیتي لارې په اوږدو کې پرته ده، د حضرت سلطان زیارت د حلقوي سړک سوېل ته نژدې دوه کیلومتره لیرې د یوې لوړۍ تپې پر سر پروت دی، چې له سړکه یې ګنبد له ورایه ښکاري.

په سمنګان کې د غځېدلي سړک دواړو غاړو ته تر ډېره کرنیزې ځمکې او د بادامو، پستو، چارمغزو او نورو مېوه لرونکو ونو باغونه دي، چې د حلقوي سړک ځانګړي راپور لپاره زما د سفر وروستی تمځای همدلته د تاشقرغان په تنګي کې پای ته رسېږي، خو د حلقوي لارې جنډه خپل همکار ګلستان شینواري ته سپارم.

ورته مطالب