د سالنګ تونل، ستونزې او پرمختګونه

هرکله به مې چې د سالنګونوله لارې سفر کاوه او دغه ښکلې دره به مې لیدله، په دې فکر کې به شوم چې ایا هغه ورځ به راورسېږي، چی له دې لارې سفر وکړم او ترڅنګ یې د دې ښکلې درې او ددې سیمیې د اوسېدونکو د ژوندانه په هکله رپوټ جوړ کړم.

دغه هیله مې د حلقوي سړکونو په رپوټ کې پوره شوه، ، ما ډېری کیسې د سالنګ د تونل ، د دې لارې د ستونزو او پرمختګونو په اړه اورېدلې وې، خو ددې رپوټ جوړولو وس یې ترهغې کچې له دې لارې سره اشنا کړی یم چې هر ګام یې ماته په یوې تلپاتې خاطرې بدل شوی.

له هغې سیمې چې ما رپوت جوړ کړی، ۲۹ کیلومتره اوږدوالی لري، له اولنګ یا د سالنګونو له جنوبي دروازې پیلېږي او بیا په دوشاخ کې ختمېږي.

له څوارلسمې ګالرۍ په تېرېدو د سالنګ اصلي تونل ته رسېږي. دلته د هندوکش زړه څېرل شوی او د افغانستان شمال او سوېل سره نښلول شوی دی.

کله چې د سالنګونو له شمال یا جنوبه غځېدونکی سړک او ګالریو ته سړی ځیر شي ښکلې او شنه دره، رڼې اوبه اوهسک هسک غرونه د هر لیدونکي پاملرنه ځانته را اړوي.

لوړ کوتلونه، تونل او ویجاړې شوې ګالرۍ په سالنګونو کې هغه ځانګړتیاوې دي چې اکثره د کال په مختلفو فصلونو کې د بارانونو د ورښت له امله د ترافیکو ګڼه ګوڼه زیاتېږي او دلارې د بندېدو او د بار وړونکو او مساپر وړونکو موټرو د بندېدو سبب کېږي.

د سالنګونو له شماله تر جنوب پورې مې قدم وواهه چې پر دې لار د خلکو له تګ راتګ او همدا راز د امکاناتو او ستونزو په اړه یوڅه ووایم.

ګالري

ما په تېرو لسو کلونو کې څوڅو ځله د سالنګونو له لویې لارې سفر کړی، خو اوس وپوهېدم چې د تېرو لسو کلونو پرمهال په افغانستان کی د نړیوالې ټولنې په شتون سره څومره بدلون په دې لاره کې راغلی دی.

نرۍ لاره چې یوازې د موټرو د تګ راتګ لپاره جوړه شوې او په ځینو ځایونو کې د لارې خرابوالي هم ددې سبب شوی چې دوه موټر سره نښتي وي او په ساعتونو هلته ولاړ وي او د موټرو د تګ پر وړاندې یې خنډ جوړ کړی وي.

د تونل د ننه عجیبه غوندې سیستم لري دغه لاره له شمال تر جنوبه یوه ستره ګالري ده. د تونل په منځ کې یوه عبوري لاره چې په بېړنیو حالاتو کې له هغې څخه د موټرو په بهر رایستو کې کار اخیستل کیږي په همدې سیمه کې بیا یوه بېړنۍ خونه او د واورې د اندازې مالومولو لپاره یوه دستګاه هم په کانتینر کې ځای پرځای شوې ده، چې له دې ځایه په تېرېدو د تونل په ترکمي سیمه کې زیاتره مساپر د ناراحتۍ احساس کوي. له دې ځایه هاخوا هغه ګاراجونه چې مخکې په مجهز مخابراتي سیستم فعال وو،اوس پرته له یوې نړېدلې خونې بل څه نه دي.

همدارنګه د تونل د ننه هم هغه هوا چلېدونکی او د څراغونو درک نه شته.

د ټولګټو وزارت د سرکونو لوی ریس انجینر محمد عارف وایي "مخکې د افغانستان خلکو له شماله سوېل ته د دره ښکاري له لارې تګ راتګ کاوه او هغه لاره ډېره اوږده د څو اونۍ به یې په دې لاره کې تېروله چې له شماله جنوب ته ورسېږي.

دغه لاره له بغلان ولایته د بامیانو ولایت له ځینو سیمو تېرېږي او د غوربند په سیمه کې له پروان ولایت سره نښلي".

د وروستیو درو لسیزو جګړو په افغانستان کې د نورو تاسیساتو په څېر سالنګونوته هم زیان اړولی یوځلې په اتیایمه لسیزه کې اورلګېدنې هلته ستر زیان سالنګونوته اړولی اوبل ځل هغه چاودنه چې په نوي یمه لسیزه کې رامنځ ته شوه، چی د سالنګ د ننه دېوالونو درز پیدا کړ او اوبه له بهره دننه راځي.

د چینو رڼې اوبه

درې کاله مخکې زه دې سیمې ته راغلی وم، جاده ټوله خرابه وه موټر د لارې خرابوالي له امله تم وو.

خو اوس تونل کاملاً اسفالت شوی اوهغو موټرو چې ساعتونه به یې په سالنګ کې تېرول، اوس په څو دقیقو کې له دغې لارې تېرېږي، خو ایا دا چې نوی اسفالت شوی سرک به وکړای شي د دې لارې د مساپرو ستونزې لیرې کړي، او یا هم د تېرو کلونو په څېر به دغه ستونزې له منځه ولاړې شي؟

Image caption په لسو دقیقو کې له تونله تېر شوو، په داسې حال کې چې همدغه واټن مو درې میاشتې مخکې په یو ساعت کې له دغې لارې تېرېدلو.

د پلخمري د ښار اوسېدونکی دستګیر چې له همدې لارې د سفر په حال کې و، راته وویل: "اوس لاره د قناعت وړ ده، خو که چېرې هغه موټر چې له اندازې ډ‌ېر بار وړي، د هغوی ددغه کار مخه ونه نیول شي او بار یې د ټولګټو وزارت له لوري ونه څېړل شي، نوشونې ده چې دغه لاره به یوځل بیا خرابه شي".

کوم وخت چې شمالي سالنګ ته رسېږي، د چینو اوبه یې هومره پاکې او رڼې دي چې موټر په نوبت سره درېږي او خپل لوښي له اوبو ډکوي.

خو په دوبي کې دغه سیمه د ‎سیل اوساعت تېري لپاره ښه ځای دی. ښکلې هوا، شنه دره او ښې اوبه هر سیلاني ته د روح قوت ورکوي او زړه راښکونکی موسم ددماغ د ارامېدو سبب ګرځي.

په لسو دقیقو کې له تونله تېر شوو، په داسې حال کې چې همدغه واټن مو درې میاشتې مخکې په یو ساعت کې له دغې لارې تېرېدلو.

دغه تونل په تېرو وختونو کې د ۲۰۰۰ موټرو لپاره جوړ شوی و، خو اوسمهال له ۱۲۰۰۰ تر ۱۵۰۰۰ واسطې په څلورویشت ساعتونو کې د ټولګټو وزارت د چارواکو په وینا تګ راتګ کوي.

د شمالي سالنګ له دروازې په تېرېدو له سالنګ سره نښتې یوه لویه ګالري موقعیت لري، دغه ګالري ۱۹۵۰ متره اوږدوالی لري او د ۱۷ ګالرۍ په نامه یادېږي.

د ۱۷ مې تر ۲۱ مې ګالرۍ ډېره ویجاړه ده هر چېرې سترې کندې لیدل کېږي او ددغو دواړو ګالریو په څنګ کې خاورې هم ذخیره شوې.

د شاول تونل چې په دې سیمه کې د لارې پاکولو لپاره وسایط درول شوی اوهم بېړنۍ خونه د مساپرو لپاره جوړه شوې ده.

موږ له جنوبي تونل نه تر دوشاخه پورې په څلوېښتو دقیقو کې ترسره کړه، په داسې حال کې دوې میاشتې وړاندې همدغه لاره کې مو دوه ساعتونه تېر کړل.

د تېرو یوولسو کلو په ترڅ کې د سالنګ تونل او ګالري یوځل بیا اسفالت شوی، خو اوس یوځل بیا خراب شوی او د دریم ځل لپاره یې کار د ایساف ځواکونوله لور پیل شوی دی.

د ټولګټو وزارت چارواکي وایي چې د برفکوچ یا واورې اندازه کولو سیستم په شمالي او جنوبي سالنګ کې جوړشوی او د مساپرو لپاره بېړنۍ خونې هم شته چې خوراکي مواد او درمل هم دلته پیدا کیږي.

ددې ستونزو په ګاللو سره دوشاخ ته رسېږو، دلته د تونل خلاف هوا بل ډول ده شنه دره او پاکې اوبه د ټولو لیدونکو پاملرنه ځانته رااړوي هو: دلته کاملاً بل ډول هوا ده، په همدې شاعرانه سیمه کې د لویې حلقوي لارې مشل خپل بل همکار امیر بریال ته ورکوم، چې خپله برخه واټن ووهي.

ورته مطالب