''افغان پخلاینه او د طالب قربانیو مانا پکار ده''

مولانا فضل الرحمن
Image caption مولانا فضل رحمن وايي موږ په ډاګه د هغې جګړې مخالفت کړی چې په افغانستان تپل شوې ده خو زموږ مخالفت د مبارزې په سیاسي چوکاټ کې وو

افغانستان ته زما او زما د هیت سفر په داسې وخت کې ترسره شو چې نړۍ د بیاپخلاینې په لور روانه ده.

د پخلاینې په دا چاپېریال کې جمعت علما اسلام یو څرګند او واضح دریځ لري.

نړیوال ځواکونه باید له سیمې ووځي او د سیمې هېوادونه دې په خپلو کې د مسایلو حل ته پریږدي.

زموږ د سفر هدف دا و چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د ایستلو پر موضوع بحث وکړو او داخلي مفاهمت ته زمینه برابره کړو.

موږ په افغانستان کې د سولې په لور د هر ګام ملاتړ کوو.

خو د دې مانا دا نه ده چې موږ له خپل نظریاتي دریځ څخه په شا کېږو.

موږ په ډاګه د هغې جګړې مخالفت کړی چې په افغانستان تپل شوې ده خو زموږ مخالفت د مبارزې په سیاسي چوکاټ کې وو.

موږ د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې ( قطر) د بهیر ملاتړ وکړ حال دا چې زموږ نظر دا و چې دغه بهیر ژوروالی نه لري او ښايي واشنګټن یې پر افغان حکومت د یوه فشار لپاره د تاکتیک په توګه کارول غواړي.

په هر حال جمعیت علما اسلام د افغان طالبانو مبارزې ته د قدر او عزت په سترګه ګوري خو دا باور لري چې د دوی قربانیانې باید مانا ولري.

چون موږ کورنی مفاهمت د افغانستان د مسالې دایمي حل بولو نو ځکه جمعیت غوره وبلله چې د خپل موقف په رڼا کې د افغان حکومت بلنه ومني او د دوی فکر معلوم کړي چې کومې خبرې دي چې د داخلي پخلاینې په لارې کې خنډ جوړوي او څرنګه د پخلاینې په لور پرمختګ وشي.

موږ به په کابل کې بحث شوې مسالې له پاکستاني حکومت او نورو ښکېلو غاړو سره هم بحث کړو.

موږ باور لرو چې ځینې خبرې افغان حکومت ته او ځینې افغان طالبانو ته متوجه کېږي او ځینې د سیمې هېوادونو ته راجع کېږي.

موږ هیله من یوو چې کابل ته زموږ سفر د سولې ، پخلاینې او د طالبانو د قربانیانو با مانا کولو کې مرسته وکړي.

موږ له لوی خدای څخه دعا کوو چې زموږ د ټولو په هڅو کې خیر واچوي.

ورته مطالب