وزیرستان؛ «امارت» او «مَلَکي»

وزيرستان
Image caption د پاکستان په جوړېدو سره په وزیرستان او قبایلي سیمو کې د امارت رېښې کمزورې شوې

د «امیر» او «امارت» اصطلاحات په وزیرستان کې له شاوخوا څو پیړیو راهیسې دود دي.

دغه اصطلاح د یوویشتمې پېړۍ په دویمه لسیزه کې هم له اسلامي رنګ او صبغې سره مل ده.

په پخوانیو زمانو کې د وزیرو او مسیدو د دوو دریو ښاخونو ستر مشران او ملکان مشخص ول او د همدغو سترو ملکانو له منځه یو تن د نورو په تایید سره د مشر امیر په توګه ټاکل کېده.

د دغه امیر تر لاس لاندې به څو تنو وړو امیرانو کار کاوه او هغوی هر یوه له شلو نه تر سلو پورې کسان درلودل چې په جګړه ییزو حالاتو کې به یې پر مشخصو ځایونو راغونډول.

په ۱۶مه، ۱۹مه او شلمه پېړۍ کې د پیر روښان، ملا پاونده مسید او له هغه راوروسته د ایپي فقیر او په اوسمهالي پېر کې د حکیم الله مسید د مشرۍ سیسټم او جګړه ییز فعالیتونه ټول له همدغه دودیز امارتي سیسټم نه په لږ او ډېر (پیر، شیخ، ملا، طالب) توپیر رغېدلي دي.

پیر روښان لومړنی مبارز و چې د وزیرستان له خاورې راپورته شو او مبارزې یې په پښتني سیمو کې ۱۶۰ کاله وغځېدې.

پیر روښان خپله مشري د «پیر» او «مرید» پر محور را وڅرخوله.

هغه له «تحریر» او «تقریر» وروسته د تورې لاره غوره وګڼله او په لر او بر کې یې مریدانو او پلویانو د مغولو پر وړاندې د مبارزې جنډې پورته کړې.

ملا پاونده

د ملا پاونده په وخت کې د هغه د امارت تشکیلات په شیخانو ولاړ وو.

هغه په خپلو پوځي او ملکي تشکیلاتو کې د هرې سیمې لپاره یو شیخ (ملا) ټاکلی و چې دغه شیخ یا ملا به له ځان سره له شلو نه تر سلو او یا تردې لوړ شمېر طالبان درلودل.

پخپله ملا پاونده د مکین په تودوبي کې ۲۰۰۰ وسله وال طالبان درلودل، چې دا ټول په مرکز کې وخت ناوخت راغونډېدونکي شیخان او طالبان ول.

په ۱۹۳۵ کال، چې په وزیرستان کې ایپي فقیر راپورته شو، په سیمه او نړۍ کې د قادریه طریقت نفوذ خپور و.

له ایپي فقیر سره په پوځي او ملکي تشکیلاتو کې د امارت او امارتي نظام اصل موجود و، ځکه دهغه د هرې سیمې خلیفه د همغې سیمې امیر و.

هر خلیفه ځان ته تشکیل درلود او د خوراک او څښاک په برخه کې تر ډېره په خپلو ځانونو متکي وو، خو د تجهیزاتو او وسلو په برخه کې د امارت د مرکز پرېکړې او مرستې مهمې وې.

د پیر روښان مرکز کاڼیګروم، د ملا پوونده مسید تودوبی، او د ایپي فقیر ګورویک و، خو د حکیم الله او نورو اوسمهالو امیرانو د قوماندې مرکزونه له دې امله مشخص نه دي چې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو له امله یې ژوند خوندي نه دی.

کاریزماتیک شخص

د وزیرستان په څېر قبایلي سیمه کې مشري او قومانده تل د یوه کاریزماتیک شخص په لاس کې پاتې شوې او دغه شخص د قوم او مذهب له دریځه غږیدلی دی.

په پخوا وختونو کې امیر یا د امارت مشر د څلویښتي په نامه ځانګړی ځواک درلود چې د چټک غبرګون پولیسو او جلب دنده یې ترسره کوله.

که چېرې په جګړه ییزو حالاتو کې د امارت د کومې سیمې مسوول، یا لاس لاندې کسانو د امیر حکم نه و پرځای کړی، د څلویښتي له لارې هغوی ناغه کېدل او که مقاومت یې کاوه د کورسوځونې او وژنې واک یې هم درلود.

څلویښتي په جګړه ییزو او بیړنیو حالاتو کې د منتظره قطعې او چټک غبرګون او په ځانګړو حالاتو کې د تادیبي او جزايي ځواک رول درلود.

په بله وینا، څلوېښتی د وزیرستان په امارتي تشکیلاتو کې د امیر تر څار لاندې یو ډول اجرایه ځواک و.

امیر د قضایه ځواک مشري هم پرغاړه درلوده.

د امیر او امارت نظام په لویه کې د ملکۍ د نظام یا ملک مشرۍ محصول دی، ځکه قومي امیر د ملکانو له مینځه غوره کیږي.

د امیر د واکونو په ډېرېدو سره، چې د خپلې قبیلې له دایرې وځي او پر ټول وزیرستان او قبایلو متمرکز کیږي، د ملکانو رول ورو ورو له منځه ځي او نوي تشکیلات د یوه نوي شعار، سیسټم او شرایطو د تعریف په اډانه کې وضع کیږي.

په تېرو دوو پېړیو کې د امارت اوج چې په مستقیمه او نامستقیمه توګه د کابل له امیرانو سره ( له امیر عبدالرحمن خان نیولې تر ملامحمد عمر پورې) تړلی پاتې شوی، د ملکۍ سیسټم ننګولی دی.

په وزیرستان کې د ملک محوره مشرۍ ځانګړنې تر ډېره د یوه فرد په اقتصادي وضعیت، جرګې مرکې، جرګه يي ځرکتیا او منطق او استدلال او دغه راز له حکومت او چارواکو سره په نژدې اړیکو کې تعریف کیږي، خو له قومي- مذهبي نفوذه زیږیدلي امیران تر ډېره په خپلو ځانګړو شعارونو، ځانګړنو او جذاب او کاریزماتیک شخصیت د امارت تر مقامه رسیږي.

امیر په تېرو څو پیړیو کې له حکومت سره په مخالفه جبهه کې پاتې شوی او ملک د هغوی د ملاتړې جبهې برخه ګرځېدلې ده.

همدغه تفاوت د ملک او امیر ترمنځ د کرکې، اختلاف او دښمنۍ لامل دی او موږ وینو، چې په ۲۱مه پېړۍ کې د وزیرستان امیر او امارتي تشکیلات د ۱۹مې او ۲۰مې پېړۍ په څېر د ملکۍ له سیسټم سره په مخالف قطب کې پاتې دي.

دغه استدلال، چې بنسټپالنې او طالبانیزم په پښتني او قبایلي سیمو کې د ملکۍ او مشرۍ دودیز سیسټم ته ضربه رسولې، تر یوه بریده سم دی، خو د مشرۍ لپاره د قوم او مذهب له لارې نفوذي هڅې او سیالۍ له تېرو څو پیړیو روانې دي او د دې چارې لامل تر ډېره بهرني یا په سیمه کې د سیاست او جغرافیا په تړاو واکمن دریځونه دي.

امارت تر شلمې پېړۍ پورې په غوڅ اکثریت سره له کابله رهبري کېده او ملک محوره سیسټم د انګریزانو تر اغیز او ملاتړ لاندې و.

د پاکستان په جوړېدو سره په وزیرستان او قبایلي سیمو کې د امارت رېښې کمزورې شوې، ځکه د هغوی «اسلامي داعیې» د یوه اسلامي هېواد په رامنځته کېدو سره نور خپل جذابیت له لاسه ورکړی و، خو په مقابل کې د ملکۍ سیسټم یوځل بیا په نوي حکومت کې هغه ځای وموند، چې په تېرو پیړیو کې یې د امیر او امارت د نفوذ له امله له لاسه ورکړی و.

د پاکستان له جوړېدو وروسته شاوخوا نیمه پېړۍ د ملکۍ سیسټم په وزیرستان کې د مشرتابه او د سیمې د کنټرول اصلي محور و، خو په افغانستان کې د جمهوري نظام له نسکورېدو او د طالبانو د اسلامي امارت په رامنځته کېدو سره یوځل بیا په وزیرستان کې د امارت وچې رېښې را ژوندۍ شوې.

په ۲۰۱۳ کال کې موږ د پخوا په څېر یوځل بیا په وزیرستان کې د امارت او امیر په نامه د نویو تشکیلاتو شاهدان یو چې ځان د افغانستان له اسلامي امارت سره تړلی ګڼي.

امارتي نظام

دغه تشکیل کله کله په خپلو لیکو کې د شته بهرنیو جنګیالیو د خوندي ساتنې په موخه د «اسلامي خلافت» او «پان اسلامیزم» غږ هم پورته کوي، خو په عمل کې د هغوی اهداف او کړنې تر وزیرستان، قبایلي سیمو او افغانستان او پاکستان پورې محدود دي.

دغه تشکیل یا نارسمي امارتي نظام په اکثریت قبایلي سیمو کې واکمن دی او په افغانستان کې د اسلامي امارت په تړاو د مبارزو تر ژوندي پاتې کېدو او په نهایت کې امارت ټینګېدو پورې به ژوندی وي.

له دغه حقیقت نه سترګې نه شي پټېدای چې په افغانستان کې د امارت جوړونې هڅې د پاکستان تر ملاتړ لاندې دي، خو تاریخ ثابته کړې، چې په کابل کې د امارت ټینګښت پښتونخوا، په ځانګړې توګه قبایلي سیمې تر خپل واک او نفوذ لاندې راوستې دي او دا په نهایت کې له اسلامي شعار نه په اغیز د نړۍ پر نقشه د «پښتون هېواد» نظریه په واقعیت بدلولای شي.

انګریزان په ۱۹مه او شلمه پېړۍ کې له کابل سره تر ډېره په دښمنۍ کې پایېدل او د وزیرستان امیران هم دلته له میشت حکومت « برېتانیا» سره په جګړه کې بوخت وو، خو د پاکستان تمرکز پر دې دی چې د کابل «احتمالي امارت» تر خپل ملاتړ او نفوذ لاندې وساتي او په وزیرستان کې له شته نارسمي امارتي نظام سره د کابل په مرسته جوړجاړي او بالاخره د دې سیمې د عملي کنټرول هدف ته ورسیږي.

له ۲۰۰۱ کال نه تر ۲۰۱۳ کال پورې د افغان طالبانو او په وزیرستان کې د میشتو طالبانو ترمنځ اړیکي خورا ښه دي، خو پاکستان په دې نه دی بریالی شوی چې پر افغان طالبانو د خپل نفوذ له لارې دغه ښه اړیکي د ځان په ګټه وکاروي.

د دې تر ټولو ستر لامل دا کېدای شي، چې امارتیان له یوه دښمن «امریکا» سره په جګړه کې دي او دغه دښمن له کابل او اسلام اباد دواړو سره نژدې اړیکي پالي.

ورته مطالب