د حکيم الله مسعود ۳۰ کلن ژوند

حکیم الله مسعود
Image caption حکیم الله مسعود یوه ورځ وروسته تر هغه وژل شوی، چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شوې

د طالبانو دغه مشر، حکيم الله مسعود چې عمر یې تر ۳۰ کلونو پورته ګڼل شوی،‌ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۷ کال د طالبانو پرضد د پاکستاني پوځ د عملیاتو پرمهال راپورته شو.

هغه مهال نوموړی د اورپکو په ډله کې هم یو مطرح جنګي قومندان و،‌ چې په وروستیو کلونو کې یې د پاکستاني حکومت پرضد جګړه کې زرګونه کسان وژلي دي.

حکیم الله مسعود د پاکستاني طالبانو د مخکني مشر بیت الله مسعود تر وژل کېدا وروسته د دغې ډلې مشر وټاکل شو.

حکیم الله مسعود د روان ۲۰۱۳ کال مې کې د ولي الرحمن تر وژل کېدا وروسته،‌ د پاکستاني طالبانو دویم جګپوړی مشر دی،‌ چې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل کېږي.

ولي الرحمن هم په تېره مې کې د امریکا څارګرو الوتکو وواژه.‌

‌حکیم الله مسعود تر ډېره د ډیورنډ کرښې ته څېرمه په قبایلي سیمو کې فعالیت کاوه،‌ چې تر ۳۰ د ډېرو جنګي ډلو مشري یې کوله.

امریکا د حکیم الله مسعود پر وژنې پنځه میلیونه ډالره انعام اعلان کړی و.‌

حکیم الله مسعود له رسنیو ځان پټ نه ساته،‌ بلکې له افغان پولې سره نژدې یې په تېر اکتوبر کې له بي بي سي سره یوه مرکه هم کړې وه.

نوموړي پخپله مرکه کې ویلي وو، چې له اسمانه د امریکايي بریدونو هېڅ پروا نه لري:

''مه وېرېږئ،‌ موږ ټول به یوه ورځ مرو''.

جنګي مهارت

حکیم الله مسعود د طالبانو په منځ کې یو پیاوړی،‌سخت دریځی او د درناوي وړ مشر و،‌ چې د ځینو رپوټونو له مخې به یې هره ورځ له قبایلي غړو سره ناستې لرلې.

نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې د هنګو ولسوالۍ په یوه مدرسه کې کړې وې.

په دې مدرسه کې بیت الله مسعود هم طالب و،‌ خو هغه بیا ترې ایستل شوی و.

حکیم الله په ذوالفقار هم شهرت درلود،‌ چې بیا وروسته یې د 'سپېڅلې جګړې' ډګر ته مخه کړې ده،‌ خو لومړی یې په جنګي ډګر کې د ساتونکي یا باډي ګارډ دنده ترسره کړې ده.

حکيم الله مسعود هڅه کوله،‌ چې ټولې جنګي ډلې په یوه ګروپ کې سره یوموټی کړي.

نوموړی د خیبر قبایلي سیمه او پېښور کې د ناټو پر اکمالاتي کاروانونو او لاریو د بریدونو اصلي طراح و،‌ چې بیا وروسته خیبر پښتونخوا،‌ کورمه او اورکزیو کې د طالبانو مشر وټاکل شو.

حکیم الله په ۲۰۰۷ کال ۳۰۰ پاکستاني پوځيان ونیول،‌ چې هغه مهال د نوموړي عمر ایله ۲۸ کاله و.

د ۲۰۱۰ په جنورۍ کې نوموړی په یوه وېډیو کې له اردني جنګیالي سره تر څرګندېدا وروسته ډېر مشهور شو.‌

‌دغه اردني جنګیالي ګواښ کړی و، چې د بیت الله مسعود د وژلو غچ اخیستو لپاره به افغانستان کې د سي ای اې د مشرانو په منځ کې ځان چووي.

همدا وو چې نوموړي خوست کې د امریکا سي ای اې جګپوړو مامورینو په منځ کې ځان وچووه،‌ او اووه جګپوړي سي ای اې مامورین یې ووژل.‌

زړور او موسکی

په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو کې له حکیم الله مسعود سره د مرکې پرمهال د بي ب‍ي سي خبریالانو نوموړی یو موسکی،‌ خوشحاله او ځوان شخص تعریف کړی و.

Image caption حکيم الله مسعود د طالبانو منځ کې پر سختو وژنو هم مشهور و

نوموړی د طالبانو منځ کې پر سختو وژنو هم مشهور و،‌ ان دا چې ویل کېدل،‌چې د موټر چلولو پرمهال یې په یوه لاس کې کلاشینکوف هم نیولی شوای او جګړه به یې کوله.

د طالبانو یوه موټروان بي بي سي ته په ۲۰۰۷ کې ویلي وو چې ''حکیم الله مسعود تر نېک محمد وروسته غوره مشر دی''.

نېک محمد پاکستان کې د پاکستاني طالبانو د حرکت بنسټګر و.

نوموړی هم په ۲۰۰۴ کال د امریکا بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې ووژل شو،‌ خو تر وژل کېدا مخکې یې په لاس جوړ شوی حرکت ډېر پیاوی نه و.

د بي بي سي خبریال شعیب حسن ته حکیم الله مسعود په مرکه کې ویلي وو چې:‌

''لا زلمی وم چې یوځل کراچۍ ته ولاړم،‌ خو پنجاب ته ډېر لږ تللی يم،‌ اسلام اباد ته هم څو ځلې تللی یم،‌ خو په وروستیو کلونو کې نه''.

حکیم الله مسعود په وروستیو کې د بي بي سي اردو برخې ته د تیلېفون پرکرښه ویلي وو،‌ چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو او تعقیب له وېرې نور له رسنیو سره خبرې نه کوي.

حکیم الله مسعود د نېک محمد او بیت الله مسعود په څېر تل ټینګار کړی،‌ د شریعت تر نافذېدا پورې به خپلې جګړې ته دوام ورکوي، خو دا یې هم ویلي، چې نه یوازې له افغانستان سره په پوله د شریعت نافذېدل غواړي،‌ بلکې هدف یې ټول پاکستان دی.

ورته مطالب