لونګ: سږنی کرنيز نندارتون

Image caption ددغسې نندارتونونو ګټه دا ده چې خلک خپلو توليداتو او محصولاتو ته بازار پيدا کوي. ويل کېږي چې دغه درې ورځني نندارتون ته شاوخوا اويا زره کسان ورغلي و او د لس میليونه ډالرو معادل راکړې ورکړې او معاملې پکې شوې وې.

پروسږ کال مې د هرات په هوايي ډګر کې وليدل چې ښه پرېمانه زعفران ايښي و او ښه پېرودنکي يې درلودل. الوتکې ته منتظر کسان په نوبت ورتلل او له هغې خوا به د هر يوه په لاس کې له زعفرانو يو ډک شيشه يي بوتل و چې په منځ کې به يې سره رنګه تارونه ښکارېدل.

هرات په افغانستان کې د زعفرانو د لومړنۍ کروندې وياړ لري. هغه مهال چې د هرات په ګاونډيو ولايتونو کې د کوکنارو سره او سپين ګل ټولې کروندې رنګينې کړې وې، هراتيان د يوه روا بوټي پر کرکيله بوخت شول، چې د ګټې وټې له پلوه هم تر کوکنارو ښه دی. اوس ددغه بوټي کر کيله غزني ته هم را رسېدلې ده.

زما د معلوماتو له مخې سږ کال په غزني کې ډېر زعفران شوي دي او تمه ده چې د جګړې او وچکالۍ ځپلې دغې جغرافيا اقتصاد ته به د زغفرانو د ګټې په زور ساه ورننوځي.

زعفران مې دا ځل په کرنيز نندارتون کې وليدل. په کابل کې د کرنې وزارت په نوښت جوړ شوي نندارتون کې مې څلور غرفې وليدې چې زغفران پکې پلورل کېدل. زه يې په اصل او کم اصل نه پوهېږم خو د يوې غرفې والا په بلې پسې همدا تبليغ کاوه چې د هغې زعفران ايراني دي او د کار نه دي.

په هراتۍ لهجه له يوه بل ګړېدونکي ځوان څخه مې د زرغفرانو په اړه څو پوښتنې وکړې، ويل يې بازار يې ښه دی، خو ايران ورته ستونزه دوه ستونزې جوړې کړې دي.

د افغانستان په زعفرانو پسې بد تبليغات کوي او په نړيوالو مارکيټونو کې خپل خراب زعفران د افغانستان په نوم پلوري. د دې ځوان تمه دا وه چې افغان دولت په دې برخه کې لاس په کار شي.

دې ځوان راته وويل چې زعفران د نورو مېوو او بوټو په څېر نه دي چې مارکيټ ورته په سخته پيدا کېږي بلکې ډېر هېوادونه غواړي چې زعفران ورته ورسېږي.

Image caption د افغانستان کرنیز محصولات نورو ګاونډیو هېوادونو ته هم صادریږي.

زما يوه ملګري زعفران واخيستل او په ټوکه يې وويل چې تعويذونه پرې ليکم. خو اصلي خبره دا ده چې په افغانستان کې اوس د زعفرانو توليد زيات شوی دی او تر تعويذونو زيات دي چې بايد نړيوالو بازارونو ته ورسول شي.

د نندارتونونو دود

تر دې وړاندې مې د بدخشان د کرنې په اړه کله هم فکر نه و کړی. د شمال يو شمېر ولايتونو مې ليدلي و چې څه پکې کرل کېږي خو د بدخشان په اړه مې هېڅ معلومات نه درلودل. په کرنيز نندارتون کې يوې غرفې ته ورغلم چې د بدخشانيانو وه او د خپلو کروندو محصولات يې پکې نندارې ته ايښي و.

دوه لوی کرم ايښي ول، چې پر يوه يې ۳۰ کيلو ګرامه وزن ليکلی و او پر بل يې ۲۹ کيلوګرامه. دواړو د بدخشان ولايت د ښې کروندې ښکارونديې کوله.

په زړه کې مې راتېره شوه چې که بدخشانيان د نورو بوټو او سبزيو تر څنګ کرم وکري کېدای شي ټول افغانستان ته يې ورسولای شي. د باميانو کچالو هم نندارې ته ايښودل شوي و چې د هر يوه وزن تر يوې کېلو زيات و.

له دغو دواړو بېلګو څخه مې د افغانستان د غذايي امنيت په اړه سوچ وکړ چې څنګه تامينېدای شي. اسانه لاره يې دا را ښکاره شوه چې د هرې سيمې خلک دې هغه بوټې، سبزي او مېوې ډېرې وکري چې ښه حاصل ورکوي. په غزني کې اوس هنډواڼې او خټکي ښه حاصل نه ورکوي.

د سمنډوی په نوم يو بل بوټی يې ترڅنګ راشين کېږي چې د هنډواڼې او خټکي بوټی ترې هېڅ وده نه شي کولای، خو انګور، مڼې او بادام يې ښه دي.

Image caption په نندارتون کې ځینې هغه کرنیز محصولات هم نندارې ته ایښودل شوي و، چې اندازه یې تر معمول اندازې څو برابره لویه وه.

د ننګرهار او ځينو نورو ولايتونو شات مې وليدل چې د بېلا بېلو بوټو محصول و، خو يوه دوکاندار چې د زيتون تېل يې خرڅول نهيلی کړم. دا وطني تېل نه و او کله چې مې ترې وپوښتل چې ولې دې د ننګرهار د زيتونو تېل نه دي راوړي نو په شرمېدونکې خندا يې راغبرګه کړه چې ((ما را غوښتي ول خو دوی دا بدل رالېږلي دي.))

يو ځل مې تېر کال د کابل د سبزيو په مارکيټ کې د کندهار له يوه اوسېدونکي سره بحث ډېر بې خونده وه. د کندهار خواږه انار يې په داسې کارټونونو کې اچولي و، چې برسېره پرې ((د پاکستان صادرات)) ليکل شوي و. هغه ته مې وويل چې کاکا دا خو د کندهار انار دې ولې يې د پاکستان په نوم خرڅوې؟ کاکا راته وويل چې کارټونونه په پاکستان کې جوړوي او هغوی دا مارکې پرې وهي.

د مېرمنو جامې، کرنيز عصري سامان الات او ډېر نور توکي هم و چې د نندارچيانو پام يې ځان ته را اړاو. په اوسني نندارتون کې مې يو بل نوی شی وليد چې د لمريزې برېښنا په زور اوبه راباسي. پوښتنه مې وکړه چې دا څومره لګښت لري، ويل يې درې زره ډالره او په لمرینو ورځو کې تر ۱۸ ساعته پورې یو اینچ اوبه را ایستلای شي.

ګټې

ددغسې نندارتونونو ګټه دا ده چې خلک خپلو توليداتو او محصولاتو ته بازار پيدا کوي. ويل کېږي چې دغه درې ورځني نندارتون ته شاوخوا اويا زره کسان ورغلي و او د لس میليونه ډالرو معادل راکړې ورکړې او معاملې پکې شوې وې. زما لپاره د خوښي ځای دا دی چې د يوه افغان د جيب پيسې د يوه جنس په بدل کې د بل افغان جيب ته تللې وې. په تېرو دوو لسو کلونو کې زموږ لويه ستونزه دا وه چې وطن ته راغلې پيسې مو په وطن کې ونه شوې ساتلی.

موږ هره اونۍ هند او پاکستان ته د زرګونه ناروغانو د درمنلې او هلته د اوسېدو او نورو لګښتونو په بدل کې ميليونه ډالره ورلېږدوو، په داسې حال کې چې په کور دننه د يوه لوی مجهز روغتون جوړېدو ددغو پيسو د وتلو مخه نيولای شوه. په ډېرو کوچنيو او عادي شيانو باندې لا هم زموږ پيسې د باندې وځي.

Image caption کابل کې د کورنیو کرنیزو تولیداتو یو نړیوال نندارتون هم جوړ شوی و.

زموږ په پيسو باندې د نورو هېوادونو بانکې معاملې روانې وي خو موږ په هېواد کې دننه د اقتصادي څپڅاندۍ بالقوه زيانونو ته لارې څارو.

که دغه نندارتون نه وای رښتيا خبره دا ده چې زه به د بدخشان د زراعت په اړه پوهېدلی نه وای، زما په څېر ډېر نور به هم نه يوازې د بدخشان بلکې د ډېرو ولايتونو له محصولاتو سره بلد شوي نه ول.

که دغسې نندارتونونه ډېر شي زما په نظر د افغانستان له کرنې سره به ډېره مرسته وشي. دغه ډول نندارتونونه د بازار موندنې ښه لاره ده. بله دا چې ددغسې نندارتونونو يوه ګټه دا وي چې خلک پخپله هم يو له بله د توکو د بسته بندۍ او بازار موندنې مهارتونه زده کړي.

يوه بله خبره دا چې کېدای شي په خصوصي ډول هم ورته نندارتونونه جوړ شي. يو خصوصي شرکت په ډېره اساني سره کولای شي چې د مناسبې پانګونې په بدل کې کرنيز نندارتون جوړ کړي او ښه ګټه ترې واخلي.

نهيلي چېرته؟

په نندراتون کې مې ډېر دوستان وليدل چې ويل يې افغانستان پرمختګ کړی دی. دوی ټولو به هغو سلګونه غرفو ته کتل چې خلکو پکې خپل کرنيز توکي او نور شيان نندارې ته ايښي و. د ډېرو پر خوله دا يوه خبره وه چې لس کاله وړاندې چا د داسې يوه نندارتون سوچ هم نه کاوه چې د افغانستان خپل کرنيز توکي پکې نندارې ته ايښودل شوي وي او د افغانانو تر منځ پکې معاملې وشي. ډېر کسان ددغسې مناسبتونو له ليدلو وروسته هيله من کېږي.

سږ کال مې خپل نوم هومره ډېر نه دی اورېدلی لکه ۲۰۱۴ کال او تر ټولو ډېر يې هغه کارپوهان راباندې اوروي چې په ټلويزيون او راډيو کې ناست وي او د افغانستان پر برخليک بحث کوي. دوی له ۲۰۱۴ کاله څخه يوه وېروونکې هيولا جوړه کړې ده چې بهرنيان به وځي او هر څه به نړېږي. خو د ځمکې د مخ واقعيتونه بل ډول دي.

اوس د کرنې په ګډون په ډېرو برخو کې داسې پرمختګونه شوي چې د بهرنيانو ملاتړ ته هېڅ اړتيا نه لري. د کرنې په برخه کې ډېر داسې پروګرامونه شته چې که پروژې او بهرنۍ مرستې بندېږې نو کروندګر به پخپله هم وکولای شي چې خپله کرونده سمسوره وساتي. په دغسې حالاتو کې يوازې موږ يوه شي ته اړتيا لرو او هغه پر ځان باور دی.

پر ځان باور له موږ سره مرسته کولای شي چې د راتلونکي په اړه ډاډه و اوسو. د بغلان يوه اوسېدونکي د نورو توکو ترڅنګ جغندر راوړي و. هغه مې وپوښت ويل يې اوس يې لارو ليکه ور معلومه شوې او په ډاډ يې راته وويل چې ((کال ته به تر دې هم ښه توکي نندارتون ته ولرم.))

ورته مطالب