وزیرستان: ''زړور'' قوماندان

Image caption د شخړو او جګړو امکان د حکیم الله مسید له وژل کېدو سره سم، د حافظ ګل بهادر په مشرۍ د وزیرستان د ٬٬مجاهدینو٬٬ شورا د ډنډ درپه خېل، ټپي، درپه خېلو، دته خېلو، میرانشاه، ټولخېلو، ډنډې او شاوخوا نورو سیمو اوسېدونکو ته په ډاګه کړې

د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په وروستي برید کې طالبانو خپل مشهور او «زړور» مشر ذوالفقار - حکیم الله مسید له لاسه ورکړ. هغه په وسله واله او تبلیغاتي دواړو جګړو کې زړور عمل کاوه.

حکیم الله مسید په ۲۰۰۹ز کال د طالبانو د پخواني مشر بیت الله مسید له وژل کېدو وروسته د طالبانو مشري پرغاړه واخسته. هغه په خوست کې د امریکايي څارګرې ادارې پر یوه مرکز له برید وروسته لا مشهور شو. په دغه برید کې د سي آی اې اووه تنه غړي وژل شوي وو.

مسید د وزیرستان د کوټکي سیمې اوسېدونکی و او له ایشنګي قبیلې سره یې تړاو درلود. د وژل کېدو په وخت کې هغه شاوخوا ۳۶ کاله عمر او دوه مېرمنې درلودې. هغه د پاکستان د طالبانو په غورځنګ کې له بیت الله وروسته د یوه داسې کس په توګه پېژندل کېده، چې په قومونو او قبیلو کې یې د خپلو ځانګړو خویونو، «جګړه ییزې زړورتیا» او «مشرۍ پالنې» د نزاکتونو له امله نفوذ درلود.

له ۲۰۰۹ کال راهیسې، چې هغه د طالبانو د غورځنګ مشري پرغاړه درلوده، ددې ډلې په منځ کې سره له دې، چې تر ۳۰ ډېرې وړې قومي او قبیلوي ډلې لري، د اختلاف پېښې ډېرې کمې ترسترګو کېدې.

ډنډ درپه خېل

په ځانګړې توګه هغه په دې بریالی شوی و، چې د جنوبي وزیرستان پخوانی امیر ولي الرحمن مسید او اوسنی امیر خان سید له ځان سره متحد وساتي. پر دې سربېره حکیم الله په شمالي وزیرستان کې د حافظ ګل بهادر له وزیرو طالبانو او دوړو قبیلې سره ن‌‌ژدې اړیکي لرل او دې چارې هغه ته له یوې سیمې نه و بلې سیمې ته په تګ راتګ او د امریکا د بې پیلوټه الوتکو له بریدونو د ځان ساتنې په برخه کې یو ښه فرصت ورکړی و.

د سولې خبرې اترې حکیم الله مسید پر داسې وخت ووژل شو، چې د پاکستان حکومت له طالبانو سره د سولې خبرې اترې پیل کړې وې. داسې اټکل و، چې نن د شنبې په ورځ (د نومبر دویمه) به یو درې کسیز حکومتي پلاوی میرانشاه (ډنډ درپه خېل) ته ځي او هلته به د طالبانو له مشرانو سره د سولې پر خبرو بحث کوي. په غالب ګومان حکیم الله مسید له همدغه پلاوي سره د خبرو اترو په موخه په ډنډ درپه خېل کې د طالبانو له شورا سره په سلامشور بوخت و.

هغه د طالبانو ۱۵ کسیزه شورا راغوښتې وه او داسې ویل کیږي، چې په برید کې پنځه نه، بلکې تر ۲۰ پورې کسان وژل شوي، چې ډېری پکې طالبان دي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثارعلي خان د حکیم الله وژنه د سولې خبرو اترو سبوتاژ کول بللي دي. چوهدري نثاریو له هغو کسانو څخه و، چې له طالبانو سره یې د سولې خبرو بهیر پر مخ وړ. عام تحلیل دا دی، چې د طالبانو ډېری مشران ( نېک محمد وزیر، ملا نذیراحمدزی وزیر، مولوي ولي الرحمن مسید) په داسې وخت کې وژل شوي، چې یا یې د سولې تړونونه کړي او یا د سولې خبرو ته چمتو شوي دي.

Image caption له وزیرستان نه بهر د پاکستان په نورو سیمو کې د غچ اخستونکو بریدونو احتمال هم ډېر دی.

د حکیم الله مسید په اړه هم همدغسې اټکل دی، خو په بل اړخ کې د حافظ ګل بهادر په څېر مشران، چې له پاکستان سره له ډېر وخت راهیسې د سولې تړون لري، له دا ډول بریدونو خوندي دي. نېک محمد وزیر د ۲۰۰۴ز کال د جون پر ۱۸مه، د شکي له تړون وروسته وژل شوی و.

د طالبانو نوې مشرتابه د حکیم الله مسید وژل کېدل د طالبانو پر مشرتابه د امریکا ستر ګذار دی. سره له دې، چې په وزیرستان، په ځانګړې توګه مسیدو کې دنوي مشر موندل ډېر سخت کار نه دی، خو طالبانو ته به په اوسنیو شرایطو کې داسې مشر موندل یوڅه ستونزمن وي، چې په بېلابېلو ډلو وېشل غورځنګ پر یوه مرکز او یوه قومانده راټول کړای شي.

د سوات طالبان

دمګړۍ د جنوبي وزیرستان د طالبانو امیر خان سید، د سوات د طالبانو مشر مولانا فضل الله، د مهمند ایجنسۍ د طالبانو امیر مولوي عمر خالد، قاري ولایت خان مسید او عصمت الله مسید هغه کسان دي، چې له منځه یې دطالبانو نوی مشر ټاکل کېدای شي. د نوي مشر په ټاکلو کې څو مسالې مطرح کېدای شي:

لومړی د طالبانو مشر باید له دود سره سم مسید وي، ځکه د طالبانو اکثریت برخه مسید طالبان جوړوي او دوی له مسید پرته پر بل مشر نه راټولیږي. دویم داسې کس وي، چې د خان سید تر مشرۍ لاندې د ولي الرحمن مسید او نورو ایجنسیو طالبان یې ومني.

ډېر امکان دی، چې خان سید یا د حکیم الله مسید د تره زوی قاري ولایت خان مسید د هغه ځایناستی شي. و

یل کیږي د طالبانو په شورا کې اکثریت غړي له دغو دوو کسانو د یوه هغه د ځایناستي توب پلویان دي. د خان سید د مشرۍ احتمال ځکه ډېر دی، چې هغه د ولي الرحمن مسید ځانیاستی او په وزیرستان کې یې پوره ځواک ترلاسه کړی دی.

د شخړو او جګړو امکان د حکیم الله مسید له وژل کېدو سره سم، د حافظ ګل بهادر په مشرۍ د وزیرستان د ٬٬مجاهدینو٬٬ شورا د ډنډ درپه خېل، ټپي، درپه خېلو، دته خېلو، میرانشاه، ټولخېلو، ډنډې او شاوخوا نورو سیمو اوسېدونکو ته په ډاګه کړې، چې د یوې اوونۍ په ترڅ کې خپلې سیمې پریږدي او ځانونه او ګرانبیه توکي نورو خوندي سیمو ته ورسوي.

په دغه اعلان کې له پاکستان سره د حافظ ګل بهادر ډلې د سولې تړون پر رعایت ټینګار شوی، خو پر سړکونو د پوځيانو پر کاروانونو د بریدونو په تړاو یې له تضمین ورکولو ډډه کړې ده.

د شورا دغه اعلان په شمالي وزیرستان او ټول پاکستان کې د احتمالي ناکراریو وړاندوینه ده. ددې سیمې طالبانو له حکومت سره د سولې تړون کړی او کوښښ کوي، دغه تړون ته ژمن پاتې شي، خو د حکیم الله مسید ډله به د خپل مشر د غچ اخستنې په موخه ددغه تړون د له منځه وړو په لټه کې وي. دا احتمال هم لرې نه دی، چې د دواړو ډلو ترمنځ خپلمنځي شخړې پېښې شي.

له وزیرستان نه بهر د پاکستان په نورو سیمو کې د غچ اخستونکو بریدونو احتمال هم ډېر دی، ځکه د طالبانو یوه ستره برخه پلویان له ټانک نه تر ډیره اسماعیل خان، پېښور، لاهور او کراچۍ پورې پراته دي.

ورته مطالب