ستاسې نظر: د پاکوالي مراعتول تاسې ته څومره اهمیت لري؟

Image caption که څه هم په کابل او نورو ښارونو کې یو شمېر عمومي تشنابونه شته، خو کم خلک ترې ګټه اخلي.

په افغانستان کې ډېر خلک د چاپېریال له ککړتیا او د ښارونو له ناپاکۍ شکایت کوي.

خو تر ډېره خلک پخپله د ککړتیا، او د ښارونو، کورونو او عامه ځایونو د ککړتیا عاملین دي.

که څه هم په کابل او نورو ښارونو کې یو شمېر عمومي تشنابونه شته، خو کم خلک ترې ګټه اخلي.

په ښارونو کې پر ودانیو سلګونه زره ډالر لګول کېږي خو د ډېرو ودانیو پاکوالي ته لازمه پاملرنه نه کېږي. دولت او خلک دواړه وايي، چې تر اوسه په کورونو، عمومي ځایونو او ښارونو کې د نظافت د مراعتولو کلتور په خلکو کې نه دی عام شوی او په دې برخه کې لا نور پوهاوي ته اړتیا ده.

د پاکوالي مراعتول تاسې ته څومره اهمیت لري؟

خلک ولې چمتو نه دي چې له عامه تشنابونو ګټه واخلي؟

ستاسې د کورونو او ودانیو د دروازو او خواوشا د پاکولو مسول څوک دي؟

ستاسې په نظر ستاسې د شاوخوا خلک خپل شخصي نظافت ته څومره پاملرنه کوي؟

دغه پوښتنې د یکشنبې د ماښامنۍ خپرونې په ستاسې نظر پروګرام کې له تاسې سره شریکوو. مهرباني وکړﺉ، په دغه پروګرام کې مخامخ ( د افغانستان پر وخت د ماسخوتن اته بجې) راته په دې شمېره زنګ ووهﺉ او خپل نظرونه را سره شریک کړﺉ. شمېره ده:0093202202300

همداراز د بي بي پر پ ښتو فیسبوک پاڼه هم خپل نظرونه را ته لیکلی شئ.