ستاسې غږ: د ولسمشرۍ ټاکنو کې د افغان کډوالو ګډون څومره مهم دی؟

Image caption ستاسې غږ خپرونه هر پنجشنبه زموږ په ماښامنۍ خپرونه کې خپرېږي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون ويلي که له دريوو اونیو څخه کم وخت کې ٥٠ ميلیونه ډالره په واک کې ورنه کړى شي، پاکستان او ایران کې مېشتو افغان کډوالو ته د ولسمشرۍ ټاکنو کې د برخې اخيستو زمينه نه شي برابرولى.

د ١٣٩٣ کال د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو د ټاکنو د لگښت لويه برخه د بهرنېو هېوادو او نړيوالو سازمانونو لخوا برابريږي.

کمېسون تمه کوي چې بهر مېشته افغانانو لپاره رايې اچونې کې برخې اخيستو لپاره به هم اړيني پيسې ترلاسه کړي.

خو که چيرې دا پيسې برابرې نه شي نو ايران او پاکستان کې مېشت په ميلیونو کډوال به د راېې اچوونې حق څخه بې برخې شي.

د دې اوونۍ ستاسې غږ پروګرام کې پر دې غږيږو چې راتلونکو ټاکنو کې بهر مېشته افغانانو په ځانگړې توگه پاکستان او ايران کې مېشتو کډوالو ته د رايې اچولو حق ورکول يا ردول به څه اغيز ولري؟ او په دې برخه کې نړيواله ټولنه او افغان حکومت څه کولى شي؟

که په دې اړه را سره خپل نظر شريکول غواړئ د پنج شنبې د ماښامنۍ خپرونې پرمهال ما عنایت الحق یاسني ته په ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹ زنگ راووهئ دغه راز په ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸ خپل ايس ايم ايس پيغامونه هم راستولى شئ.

ورته مطالب