تلاسیمیا په افغانستان کې غمیزې زېږوي

Image caption تلاسیمیا یوه جوړښتي نیمګړتیا ده چې د ارثي ناروغي په بڼه له مور او پلار نه ماشوم ته اوړي

د افغاانستان په لغمان ولایت کې یو ۲۵ کلن پلار دا ۵ کاله هر ماښام خپلې ښکلې، تنکۍ او رنځورې لور ته کورته ورځي.

دی هره ورځ ګهیځ وختي یوه غمجنه کورنۍ شاته پرېږدي، او هرماښام ناوخته یوې لا غمجنې کورنۍ ته بېرته ورځي.

د ده غم خپلو بچیانو ته یوازې د یوې مړۍ ډودۍ د ګټلو غم نه دی.

دا غم خو د ده په ګاونډ کې نژدې د هر بل ځوان هم دی.

دی پر ډوډۍ سربېره خپلې ۵ کلنې لور پاغوندې ته د څو څاڅکي وینو پیدا کولو پسې هم ورک وي.

پاغونده د وینې په یوه ډېره ننګونکې ناروغۍ اخته ده.

ډاکټرانو یې پلار ته ویلي چې که پاغوندې ته هر ۲۰ شپې وینه وانخلي نو پاغونده به ده سره ډېرې شپې تېرې نه کړي.

د پاغوندې پلار د دنیا هره بله سیالي پریښې، او خپل ژوند او ځواني یې د پاغوندې د ژوندیو شپو اوږدولوته وقف کړي دي.

دی د میاشت په پیل کې په دې چورت کې وي چې د میاشت تر پایه پورې د یوې خلتې وینې بندوبست څنګه وکوي.

د ده وینه د پاغوندې په درد نه خوري کنه ده به ترې ټوله ځار کړې وه.

خو د پاغوندې پلار د افغانستان یوازینی پلار نه دی چې زمانې له داسې ازمېښت سره مخ کړی دی.

د ناروغۍ پراخوالی

د یوې ناکره شوې شمېرې له مخې په زرګونو افغان ماشومان د دې ناروغۍ په ځورونکې بڼه، لویې تلاسیمیا یا Thalassaemia Major باندې اخته دي، او هرکال په سلګونو نوې پېښې ثبتېږي.

خو په افغانستان کې د علمي شمېرو د نشتوالي له کبله ایښنده به نه وي چې په لویه تلاسیمیا د اخته نارغانو شمېر تر پورته شمېرې ډېره لوړه وخېژي.

پر دې سربېره ډېر ماشومان د روغتیایي او اقتصادي بېوزلۍ له امله د تشخیص تر پړاو پورې هم نه پاتې کېږي.

تلاسیمیا د وینې د آکسیجن لېږدونکي مالیکول، هېموګلوبین Haemoglobin، یوه جوړښتي نیمګړتیا ده چې د یوې ارثي ناروغي په بڼه له مور او پلار نه ماشوم ته اوړي.

که چېرې د یو نوي زېږېدونکي ماشوم مور او پلار نه یو کس د تلاسیمیا ناروغ وي، او یا د تلاسیمیا د جین لېږدونکی وي، او همدغه نیمګړی جین یې خپل نوي زېږېدلي ماشوم ته اړولی وي نو ماشوم به په وړه تلاسیميا یا Thalassaemia Minor اخته وي.

دا د تلاسیمیا پسته بڼه ده او ماشوم ته د وینې له یو څه لږوالي نه پرته غټه روغتیایي ستونزه نه پېښوي، خو ماشوم کولی شي نیمګړی جین په راتلونکې کې خپلو ماشومانو ته واړوی.

خو که چېرې د نوي زېږېدلي ماشوم مور او پلار دواړه د تلاسیمیا ناروغان وي، او یا د تلاسیمیا د نیمګړي جین لېږدونکي وي، او ماشوم له مور او پلار دواړو نه یو یو نیمګړی جین په میراث خپل کړی وي، نو په داسې صورت کې به ماشوم په لویه تلاسیمیا Thalassaemia Major اخته وي.

دا لویه تلاسیمیا ده چې په افغانستان کې د پاغوندې په ګډون په زرګونو ماشومان په مرګ ګواښي.

د ځینې لاسوندونو له مخې په افغانستان کې په تربورولۍ او ماماګنۍ کې دننه د واده کولو دود د دې ناروغۍ پېښې ځکه ډېرې کړي دي چې داسې یو واده سره د دې شونتیا ډېرېږي چې مور او پلار دواړه ماشوم ته نیمګړی جین واړوي.

د درملنې ننګونې

Image caption تر ټولو ډېره دود او اړینه درملنه ناروغ ته په پرلپسې توګه وینه ورکول دي

د لویې تلاسیمیا درملنه یوه پېچلې او ننګوونکې چاره ده.

تر ټولو ډېره دود او اړینه درملنه ناروغ ته په پرلپسې توګه وینه ورکول دي. ډېری ناروغان هر ۲-۴ اونۍ نوې وینې ته اړتیا لري.

په افغانستان غوندې هېواد کې ناروغ ته په پرله پسې توګه وینه ورکول خپلې ستونزې لري.

د اقتصادي ستونزو او د وینې د بسپنه والو د ټیټ شمېر نه چې تېر شو، د وینې ورکولو پروسه په خپله په افغانستان کې ډېره خوندي نه ده.

د وینې له لارې د وژونکو انتاني ناروغیو لېږدېدنه، او د نا سمې وینې سره زېږېدونکې غبرګوني ربړې ځینې هغه نورې ننګونې دي چې افغانستان کې په لویه تلاسیمیا اخته وګړي ورته ډېری وخت ژوند بایلي.

په نړیواله کچه د دې ناروغۍ ځینې پرمختللې درملنې په دې وروستیو کې آزمويل شوې چې ډېر ماشومان یې راتلونکې ته هیله من کړي، او ځینې نور یې چورلټ رغولي دي.

له دې پرمختللو درملنو یوه هم د هډوکو د مغزو یا مخ عظم پیوند Bone Marrow Transplant دی.

له بده مرغه د پاغوندې په ګډون په زرګونو افغان ماشومان دومره بختور نه دي چې د داسې یوې ګرانبیې او پرمختللې درملنې وس دې ولرلی شي.

څه کېدی شي؟

د دې درملنې اسانتیا په افغانستان کې نه شته، او په ګاونډیو هېوادونو کې یا افغانانو ته نه رسېږي، او یا یې افغانان وسه نه لري.

خو د افغانستان حکومت، روغتیایي او مرستندویه ادارې او ملي سوداګر داسې ډېر څه کولی شي چې که د تلاسیمیا ټغر له هېواد نه ټول نه کړي، نو لږترلږه ګواښ خو یې پڅ کړي.

د افغانستان حکومت په کار ده د دې ناروغیو تشخیص ته، په تېره هغو وګړو کې چې د نیمګړي جین لېږدونکي دي، وده ورکړي.

همداراز په نازېږېدل شوو ماشومانو یا نطفو کې دې تشخیصي ازموينې دود کړي چې مور او پلار وشي کولی د نطفې د روغتیا په اړه وار د مخه خبر وي.

د وینې بانک ته په کار ده د تلاسیمیا د ناروغانو لپاره داسې اسانتیاوې بزابرې کړي چې د وینې پرله پسې ورکول آسانه، ارزانه او خوندي شي.

پردې سربېره په وګړو کې د دې ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي لوړول د ناروغۍ مخنیوي، وختي تشخیص، او درملنه کې بنسټیزه ونډه لري.

مرستندویه ادارې او سوداګر کولی شي د تلاسیمیا په نوو او پرمختللو درملنو کې پانګوونه وازمويي او له خرما سره سره په خپلو هېوادوالو ثواب هم وګټي.

تر هغې چې داسې کېږی د پاغوندې د پلار له زړه نه به یو خدای خبر وي.

ورته مطالب