ټاکنیز یادښتونه: د نوماندانو باورلیکونه

Image caption د کاندیدانو مخکني لست په پرتله اوسني اعلانېدونکي لست کې لږ بدلون راغلی دی.

د قوس/لیندۍ ۱۹

د ولسمشریزو نوماندانو باورلیکونه

نن (سې شنبه) به د ولسمشریزو ټاکنو ۱۱ کاندیدانو او ۲۲ مرستیالانو یې په رسمي توګه د ټاکنو له خپلواک کمیسیون څخه د کاندیداتوري باورلیکونه ترلاسه کړي.

په راتلونکو ورځو کې به د ولایتي شوراګانو ۲۸۱۳ کاندیدان هم، چې ۳۰۸ یې مېرمنې دي، هم د کاندیداتورۍ باورلیکونه ترلاسه کړي.

هغه پروګرام چې نن ماښام د ټاکنیز کمیسیون له خوا په پام کې نیول شوی، د ټاکنو د پرمختګ لپاره به یو بل ګام وي.

د لړم ۲۸

وروستی لست

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو وروستی لست سبا (چارشنبه/ نومبر ۲۰، عقرب/ لړم ۲۹) په رسمي توګه اعلانېږي.

د شکایتونو د کمیسیون د پرېکړه لیک تر تطبیقېدا وروسته، د ټاکنو خپلواک کمېسیون دغه ګام اخلي.

د کاندیدانو مخکني لست په پرتله اوسني اعلانېدونکي لست کې لږ بدلون راغلی دی.

د لړم ۲۰

نوم لیکنه

Image caption د نوم لیکنې په بهیر کې له درو میلیونو راجستر شویو کسانو څخه یو میلیون میرمنې وې

نن د لړم/عقرب په ۲۰ مه نېټه د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر رسمآ پای ته ورسېد.

د نوم لیکنې بهیر درې پړاوه درلودل.

تر اوسه دا کار ښه پر مخ تللی او درې میلیونه کسانو د رایې ورکولو کارتونه ترلاسه کړي چې یو میلیون یې مېرمنې وې.

دا د افغان ولس لویه لاسته راوړنه ده.

خو هغو کسانو چې لا تر اوسه کارتونه نه دې اخیستي لا هم کولی شي چې د هر ولایت په مرکزونو کې د ۱۳۹۳ کال د وري /حمل تر دویمې نېټې پورې کارت ترلاسه کړي.

په بله وینا د ټاکنو له ورځې دوه اوونۍ وړاندې پورې لا خلک خپل نوم لیکلی شي.

په هر ولایت کې د سړو او ښځو لپاره جلا مرکزونه شته.

له بده مرغه په اوو ولسوالیو کې زموږ کمیسیون د نوم لیکنې چارې ترسره نه کړای شوې او لا تر اوسه هلته د امنیتي ځواکونو له خوا اجازې ته سترګې په لاره یوو.

دا هم باید ووایم چې په شمیر ولسوالیو کې د ځینو ستونزو له امله د نوم لیکنې بهیر پر وخت پيل نه شو خو موږ د نوم لیکنې لپاره د ځانګړو شوو ۴۵ ورځو چارې په دغو ولسوالیو کې پوره کوو او خلکو ته باید کارتونه ورکړو.

له لویه سره د نوم لیکنې بهیر له خورا ډيرو لوړو ژورو ډک و خو دا ستونزمن کار ترسره شو.

د لړم ۱۹، ۱۳۹۲هـ ش

ناامني، لویه ستونزه ده

Image caption نور: ''... له بده مرغه هېڅ کوم یوه بنسټ د دغې پرېکړې ملاتړ ونه کړ، بلکې پروړاندې يې ودرېدل.''

د ۲۰۱۴ کال ټاکنو پروړاندې بیا هم امنیت لویه ستونزه ده.

د مرکزونو امنیت، د توکو امنیت، د رای ورکولو د مرکزونو د کارکوونکو امنیت، د څارونکو امنیت، د رسنیو د استازو امنیت او بالاخره د رای ورکوونکو امنیت.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون دغه ټاکنې په ډېرو ناوړه حالاتو کې ترسره کوي.

اوس، دوه کړنې ښې پایلې رامنځ ته کولی شي، چې دغه لوی او برخلیک ټاکونکی او په عین حال کې دغه خطرناک ماموریت خپل هدف ته ورسېږي:

لومړی ټول افغان ځواکونه له ټاکنو یوه میاشت وړاندې او له ټاکنو یوه میاشت وروسته همه د تیارسئ په حالت کې وي.

دویم دا چې د هېواد په هر ګوټ کې ټول هغه خلک، چې د رای ورکولو پر شرایطو برابر وي، د ټاکنو په ورځ د رای ورکولو صندوقونو ته ورشي او خپل برخلیک پخپله وټاکي.

دې ته په پام سره چې د افغانستان، سیمې او نړۍ راتلونکی د دغه هېواد له ټاکنو سره نېغ په نېغه اړیکه لري، په عین حال کې خلکو ته یو زرین فرصت هم په لاس ورغلی، باید له دې موقع ښه ګټه واخلي.

هغه ولس چې خپل برخلیک پخپله بدل نه کړي، هېڅوک يې برخلیک نه شي بدلولی.

Image caption د افغانستان ټول ټال نفوس نژدې درېیمه برخه وګړي له هېواده بهر اوسېږي.

د لړم ۱۸، ۱۳۹۲هـ ش

افغان کډوال

په ایران او پاکستان کې مې چې د خپلو هېوادوالو لپاره کوم خوب لیدلی و، او غوښتل مې چې د ۲۰۱۴ کال ټاکنو کې د ګډون کولو زمینه ورته برابره کړم.

خو اوس داسې انګیرم چې شاید دا خوب یوازې پاتې شي.

او امکان شته چې هېڅ کار مې له وسه ونه شي.

د افغانستان ټول ټال نفوس نژدې درېیمه برخه وګړي له هېواده بهر اوسېږي.

یو داسې ګام اخیستل شوی و، چې په ایران او پاکستان کې مېشت افغانان زموږ د هېواد په دغو حیاتي ټاکنو کې ګډون وکړي.

خو له بده مرغه هېڅ کوم یوه بنسټ د دغې پرېکړې ملاتړ ونه کړ، بلکې پروړاندې يې ودرېدل.

ورته مطالب