پښتونخوا: د طالبانو غبرګون .. پښتونخوا که پنجاب

مسعود
Image caption د طالبانو غوسه به په پنجاب ووځي، ځکه چې ډرون، امریکا او هر هغه عمل د پنجاب او اسلام اباد دى.

د ډرون په برید کې د طالبانو د مشر حکيم الله مسعود تر وژل کېدو وروسته، چې کوم حالات مخامخ ښکاري، ډېرې پوښتنې یې راپيدا کړې دي.

د حکومت له خوا د کورنیو چارو د وزير اعلاميه که هر څومره د طالبانو په حق کې جذباتي وه او د امريکايي ښاغلي خلاف بغاوت و، خو دا سياسي جذبات د طالبانو په ټپ نه یوازې نښې کېښودې، بلکې د طالبانو احساس د دې شعر په شان هېنداره ورکړې!!

طبيبه لرې شه د خپل عقل علاج دې وکړه

زما زړهٴ خوږ دی ته پټۍ راته په سر تړې

د حکيم الله مسعود د مرګ نعم البدل دا خبرې ځکه نشي کېدی چې اخر ډرون د اټوم لرونکي هېواد پاکستان د ننه بريد څه معنا لري ! ؟

د وزيراعظم د مخ په Expressions او د پوځ په خاموشۍ کې هم ډېر زيات توپیر دى.

وزير اعظم د امن مذاکراتو سلسله پيل کړې وه، او اوس د حکيم الله مسعود مرګ ته د ''امن قتل'' وايي، خو پوځ پخپله خاموشۍ کې د طالبانايزېشن جنګ او عملیات د سرکاري شهيدانو فهرست ته ګوري. د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې هسې هم د خبرو نه زيات څهٴ نتيجه نهٴ لري‎، ځکه چې طالبان وايي:‎

موږ جمهوريت نهٴ منو

موږ اسلامي نظام غواړو

موږ اساسي قانون نهٴ منو

په اسانو ټکو کې دا مثال لري چې يو سړى بل سړي ته ووايي: ته له دې اس نه کوز شه، زهٴ پرې سورلى کوم! ؟

چې جمهوريت نهٴ وي نواز شريف وغيره وغيره به د کومې راځي!؟ پوځ به څهٴ کوي، پوځ خو نهٴ چا ته جمهوريت په لاس ورکوي، او نه اميرالمؤمنين د بل چا مني! د جنرال ضياء الحق په يو لاس کې جمهوريت و او په بل لاس يې د اميرالمؤمنين ډنډه نيولې وه. په زړهٴ دننه يې پوځي جنرال ناست و او د ګاونډي هېواد افغانستان جهاد ته يې دوام ورکاوه.

د پاکستان د اميرالمؤمنين په حيث يې دا ويل:

نصر من الله و فتح قريب

په جنرالي غږ او مېشن يې دا وظيفه کوله

Kabul Must Burn

اوس که دلته د نواز شريف جمهوريت، د سياسي امن پسندو، امن مذاکرات د طالبانو سره معاهده کوله، نو د نورو نکاتو نه پرته به يې د جمهوريت نه منل او د اسلامي نظام راوستلو سره څه کول؟

یوازې دا يوه پوښتنه په ځان کې څومره ډېرې نورې پوښتنې لري، جمهوريت ځواب ورکوونکى دى، خو ځواب نه لري، پوځ نه خو هېڅوک پوښتنه نشي کولى، چې ته خو په خپله يوه سلاله چېک پوسټ د امريکايي ښاغلي نه د Sorry غوښتو ضد کوې، خو موږ دا پوښتنه نه شو کولی چې په جمهوريت کې پښتونخوا د ''مقبوضه کشمير'' په حالت ولې ده!؟ او پارلماني سياست د پوځ د جسماني قوت پرضد ولې ګڼل کيږي؟ د پښتنو د جرګو خلک ولې مري؟

سياستونه او قيادتونه ''مشرتابه'' ولې شرمول کيږي؟

په کوم هېواد کې چې حکومت، پوځ، بيوراکراسي، قومي غوښتنې حتٰى چې د يو ملک صوبې د يو بل په ضد پاتې شي، هلته به د امن غوښتنه او پوښتنه په څهٴ معنا وي !؟

دا غوښتنې او پوښتنې څه پټې نه دي، خو څوک يې له چا وکړي، او ځواب ورکوونکى څوک دى؟ دا ځان له يوه پوښتنه ده، د روزګار، تعليم، صحت، ګرانۍ، اقتصادي، معاشي، ګاز، برېښنا، بحرانونه اوس عادي خبرې دي، اوس خو په ټوله دنيا کې او دلته په پاکستان دننه هم زموږ شکل مشتبهه دى، د پاکستان پته نهٴ لګي چې د چا په طرف ولاړ دى، او څهٴ کوي، د حکيم الله مسعود له مرګ سره خو اوس نړۍ ته پاکستان داسې ښکاري چې پاکستان طالب دى، دېخوا پاکستان ځان له حیران دى چې موږ د طالبانو مشر ته شهيد ووايو کهٴ نه!؟

ستوان به هم خورو، شپيلۍ به هم وهو

Image caption د حکيم الله مسعود د ډرون حملې د مرګ نه پس د طالبانو په قسمت پوڼۍ کې د سوات مُلا فضل الله راوخوت او د طالبانو امير شو، د مسعودو نه خبره سوات ته راغله،

د پښتونخوا حکومتي چارواکي دو قوتونو جماعت اسلامي او تحريک انصاف خو د ناټو د اکمالاتو د بنديز لپاره د نومبر ۲۰ ورروستۍ نېټه ورکړې ده، دريم اتحادي قومي وطن پارټي وايي، موږ په دغه عمل کې شريک نه یو، خو ستوان به هم خورو، شپيلۍ به هم وهو.

قومي وطن ګوند دې پخپله فيصله تجربه او تجزيه وکړي.

څوک چې ستوان خوري هغوى شپېلۍ وهلي شي؟ په مجموعي توګه خو پاکستان دا کار کوي، ښوروا ته حلاله وايي او هډوکي يې حرام ګڼي. حال دا چې ښوروا يې په ښکاره ګوټ کوي او هډوکي يې پټ خوري.

مذهبي ګوندونه يې حلوا خوري او د حلوا نه ازغي بېلوي، د کرايې او د اُجرت د جنګونو نه ستړي ولسونه يې د تيارې د ګزار څخه ويرېږي او وايي:

که د قبلې ډډې راخيژي که د بلې ډډې

موږه تيارو وهلو له خو لمر پکار دى

د طالبانو عکس العمل

د حکيم الله مسعود د ډرون حملې د مرګ نه پس د طالبانو په قسمت پوڼۍ کې د سوات مُلا فضل الله راوخوت او د طالبانو امير شو، د مسعودو نه خبره سوات ته راغله، د زيړ پټکي نه تور پټکي پورې په دغه ټوله سلسله چې نظر واچوؤ، نو د طالبانو په عکس العمل کې دوه حصې ښکاري، يوه پښتونخوا او بله پنجاب.

عمران خان خو په وړومبۍ ورځ وویل، او خپل دريځ يې د ټولې پښتونخوا غږ بللى دى، حکومت دې لاړ شي خو ډرون نهٴ منو، خو د عمران خان د وزيراعلٰى نه واخله د وزيرانو سلاکارانو او ارکانو پورې د ټولو ښاغلو نه چا پوښتنه کړې ده؟ هغوى خو د پنځو کالو ټپه غږوي.

جماعت اسلامي خو په ښکاره طالب سره درېدلى دى، خو د پښتونخوا جماعتيانو ته چا کتلى دى! هغوى خو په غاښونو کې نيمه ژبه نيولې ده، د حيرانۍ تاثر ورکوي، چې موږ د قراقول نه پټکي ته ورسېدو، خو وخت حالات او واقعات ورته دا وايي:

چڼى، طالب او علامه درې واړه يو دي

دا درې واړه قوتونه په پښتونخوا کې له طالبانو سره کلک په مرسته ولاړ دي، طالبان دې داسې وګڼي، چې پښتونخوا يې حکومت دى، نو بيا د هغوى عکس العمل په پښتونخوا کې د څه لپاره!؟

د طالبانو غوسه به په پنجاب ووځي، ځکه چې ډرون، امریکا او هر هغه عمل د پنجاب او اسلام اباد دى.

موږ به تر څو دا اورو ''بايد چې لوى افغان دې وسوځي''.

موږ دا هم نه وايو چې بل څوک دې وسوځي، خو لوى افغان د خپلې ډېرې لويې تباهۍ او بربادۍ په وير کې وايي:

ته چې بل په غشو وولې هسې پوهه شه

چېرې دا غشى به ستا په لور ګُوزار شي

ورته مطالب