اصلاح شوي ملي رادیو ټلویزیون څه کولای شي؟

Image caption ازادې جرگې وښوده چې یوه دولتي رسنیزه اداره د کومو چارو د سرته رسولو وس لري.

افغاني ټولنه محافظه کاره او مذهبي ده؛ د سیاسي واک دیموکراتیک لېږد او نظام جوړونه لا هم یوه لویه ننگونه پاتې ده. لکه چې برېښي رسنۍ بیا هم د نه زغم د هڅونې د یوې وسیلې په توگه کارېدلی شي، نو آیا هېواد به دا وس ولري چې د دې مخه ونیسي؟

د نظام جوړونې افغاني تجربه

د احمدشاه دراني لخوا د معاصر افغانستان د پولو تر ټاکل کېدو څه باندې دوه نیمې پېړۍ وروسته هم لا د یوه وسمهالي افغان دولت جوړېدل یو تش خوب پاتې دی. که څه هم د دولت تر «واکمنۍ» لاندې د راتلو مفهوم تر ډېره په ښاري افغانانو کې منل شوی، کلیوال اکثریت د پخوا په څېر د ادارې له دودیز او عرفي نظام نه کار اخلي.

ددغو پخو دودونو او دولت ترمنځ ترینگلتیا تر ډېره هماغسې پر خپل ځای پاتې ده. پر کلیوالي او دودیزې ټولنې د دولت اغېز د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې محدود پاتې و، ځکه چې هم افغان واکمنو او هم یې گاونډیانو د قبایلو خپلواکي ددې لپاره پر خپل حال ساتله چې د هابل لوري مخه پرې ونیسي.

خو په راوروسته کې افغان واکمنو د مذهب په ټینگه جامه کې نغښتې ملت پالنه (نشنلیزم) د خپلې برلاسۍ د ټینگولو لپاره کارولی دی.

په یوه داسې ټولنه کې چې له ځایه خورا محافظه کاره وه، دا کار غالباً یوه لاس وهنه بلل کېده، په تېره بیا چې به کله د جبري عسکري خدمت او مالیې ټولول هم ورسره ملگري شول.

پیاوړو قبیلو ددې ډول لاسوهنې په ردولو، ولس ته د خدمتونو په رسولو کې د دولت وړتیا را محدوده کړه.

همدارنگه د بهرنیانو شک او بدگومانۍ د هغو هڅو مخه نیولې ده چې بیلابیلې قومي او نژادي ډلې د یو داسې افغان ملت په واحد ټغر راټولوي چې گډې گټې لري. پیاوړي گروپي (غالباً قبیله یي) هویت د یوې پرله پېیلې ملي پېژندگلوۍ رامنځته کېدل محدود کړیدي.

د څو لسیزو جگړو کوچنی گروپي هویت لا پیاوړی کړی او د ژوندانه لا دودیزه بڼه یې هڅولې ده. د شلمې پیړۍ په نیمايي کې د ملي هویت د جوړولو په برخه کې ځیني محدود پرمختگونه وشول او دغو خوځښتونو هغه مهال قوت واخیست چې پر ۱۹۱۱ زیږدیز کال محمود بیگ طرزی د سراج الاخبار ورځپاڼې په خپرلو پیل وکړ.

نوموړي په خپلو لیکنو کې ملت پالنه ترویجوله، خو د دولت نا ډاډمن او نازک ماهیت دا لړۍ دې ته پرېنښوده چې په سمه توگه دوام وکړي. (۱)

د انزوا فعاله پالیسي

که څه هم افغانستان په ذاتي توگه یو محافظه کار هیواد دی، خو په تاریخي لحاظ یوه تړلی او بې زغمه ټولنه نه وه.

دا سیمه د بودایانو، زرتشتیانو، یهودو، عیسویانو ، هندوانو، او مسلمانانو مېنه پاتې شوې او همدا گڼ توکمیزه مخینه وه چې د بېلا بېلو کلتورو او تمدنو شتمني یې چې د افغانستان تاریخ جوړوي، رامنځته کړه. له بده مرغه، ډیری افغانان له دې بډای تاریخ څخه ناخبره پاتې دي او مشران یې هم نن ورځ په دې هڅه کې دي چې پرته له اسلامي دورې نور هرڅه له پامه وغورځوي او بې ارزښته یې وښیي.

افغان مشران د اړتیا پر مهال- په ځانگړي ډول د بهرنيو گواښونو په وړاندې د خپل ځان د مشروع ښودلو او د ولسونو د راخوځولو لپاره- له اسلام نه د یوې وسیلې کار اخلي.

لکه له اوسمهالي تاریخ څخه چې برېښي، افغان مشرانو د خپل ځان د مشروع کولو او یا د اړتیا پر مهال د ولسونو د راپاڅولو لپاره - په تېره بیا که بهرنی گواښ رامنځته شوی وي- او یا د ثبات د ساتلو په موخه له مذهب نه د یوې وسیلې کار اخیستی دی.

دې لړۍ هغه مهال نور هم زور واخیست کله چې دوست محمد خان پر۱۸۲۶ کال د قدرت واگي په لاس کې واخیستل او ملایان او روحانیون يې دې ته اړ ایستل چې ده ته، چې له سلطنتي کورنۍ څخه نه و راوتلی، د امیرالمومنین لقب ورکړي.

په داسې حال کې چې مخکې هم ورته موارد پیښ شوي وو، خو د هغه دې پریکړې په راتلونکې کې د دولتي مشروعیت پر بهیر چې تر ډیره بریده پر مذهب متکي و، ژور اغېز وغورځاوه . دا پېښه د راتلونکو ۱۰۰ کلو لپاره یوه بېلگه پاتې شوه او د دوست محمد خان ځايناستو د امارت لقب تر ۱۹۲۶ کاله چې امان الله خان د ځان لپاره د شاه لقب غوره کاوه، وساته.

د امیرالمومنین په توگه د دولت مشر پر مذهبی واک انحصاري ولکه تر لاسه کوله چې له خپلې خوښې سره سم یې کارولی شوه او ورسره جوخت یې د هېواد پر نورو مذهبونو د اسلام بلامنازع برلاسي ټینگوله. دغه برلاسي چې څومره غزېده هومره نوره هم پیاوړی کېده او د دوست محمد خان د لمسي امیر عبدالرحمان خان په واکمنۍ کې یې چې د مسیحیي اقلیت پاتې کسان هم د ۱۹ پېړۍ په وروستیو کې وشړل شول، لا نوره افراطي بڼه غوره کړه. (۲)

د نننیو مشرانو په څېرامیر عبدالرحمن خان هم د شلمې پیړۍ په درشل کې غوره وبلله چې ځان د انگرېز- روس د سیالیو قرباني وښیي او هماغه مهال یې ولیکل چې افغانستان لکه یوه «هیلۍ» ده او په داسې یوه ډنډ کې ایساره ده چې ښکاریان ترې راتاو دي:

«د ډنډ پر یوه غاړه یو زوړ زمری- د هند برتانوي حکومت پروت دی چې لار څاري او خپل وار ته په انتظار دی. پر بله غاړه، د وږو لېوانو یوه ډله – روسیه پرته ده. کله چې هیلۍ یوې غاړې ته ډېره نژدې شي، نو زمری ترې څو بڼکی وشکوي او که پر ها بله خوا مخه کړي نو لېوان هڅه کوي چې ټوټې ټوټې یې کړي. نو ځکه هیلۍ غوره وبلله چې له دواړو غلیمانو څخه د خلاصون لپاره، د ډنډ په منځ کې پاتې شي.» (۳)

له هغه مهاله راهیسې مذهبی قطعه په بیلابیلو حالاتو کې هم یو گواښ او هم یو امتیاز راختلی دی.

سره له دې چې امیر عبدالرحمان خان په خپل نکل کې څرگنده یادونه نه کوي، خو د خپلې «هیلۍ» د ساتلو لپاره یې په خپل وسله تون کې د محافظه کارو او پیاوړو مذهبي ډلو ونډې ته هم ځای ورکړی و.

په نولسمه پیړۍ کې د هډې ملا په ولس کې د یوه مخور مذهبي مشر د زور ننداره هغه مهال وړاندې کړه چې د دولت د مشر په توگه یې له امیر عبدالرحمان خان څخه په سرغړونه، د انگرېزانو خلاف پاڅون پیل کړ.

(۴) اصلاح پلوه شاه امان الله هم د جهاد مذهبي مفهوم په ۱۹۱۹ کال کې له برتانیا څخه د بشپړې خپلواکۍ لپاره په خپله مبارزه کې د افغاني ټبرونو د راپاڅولو لپاره وکاراوه، خو بېرته همدا مذهبي محافظه کاران د هېواد د عصري کولو لپاره د هغه د هلو ځلو په وړاندې ودرېدل او اړ یې کړ چې له سلطنت نه لاس په سر شي. ‍

بی له شکه افغانستان د نړۍ یوازنی کمزوری هیواد نه دی چې د مذهبي تندلاریتوب تر اغیز لاندې راغلی. یمن او سومالیا کې هم ځینې ډلې شته چې خپلو دولتونو ته گواښ دي او لکه د کابل په شان د خپلو هغو رهبرانو په وړاندې د جهاد اعلان کوي چې ویل کیږي د ښکیلاکگرو قواوو د ملاټر څخه برخمن دي.

د نظام جوړونې نوې هڅې

په کومه بڼه چې افغان دولت تر ۲۰۰۱ کال وروسته له خپلو وگړو سره راشه درشه پیل کړې، دا تر ډېره د شلمې پېړۍ د منځنیو کلونو پر تجربو او دغه راز د «پرمختگ» پر وارداتي موډلونو بنا شوې چې ورسره په واک کې هغه بنسټیز انتقال له پامه غورځول شوی چې د کړکېچ د مهمو کلونو په ترڅ کې په ډېرو کلیوالو سیمو کې رامنځته شوی دی.

هغه یوازنی ستر پرمختیایي نوښت چې افغان حکومت له ۲۰۰۲ کال را وروسته پیل کړی، «ملي پیوستون» دی چې د خورا اړینو پرمختیایي بنسټیزو تاسیساتو، لکه پلونو، ښوونځیو، کلینیکونو او اوبو په چمتووالي کې یې مرسته کړېده. دا چې «ملي پیوستون» د ځایي حکومتي ادارو پر ځای مخامخ د خلکو پرمختیايي شوراگانو ته پیسې چمتو کوي، ښایي په دې سره یې تر ډېره د نظام جوړونې د بڼې پر ټاکلو اغېز کړی وي.

دې پروگرام مرکزي دولت د دې جوگه کړ چې له نادولتي ټولنو (اینجوگانو) سره گډ کار وکړي او هغوی خپلو سیمه ییزو ټولنو ته د رسېدو لپاره د یوې بدیلې وسیلې په توگه وکاروي.

بل نوی چلند دادی چې د خلکو پرمختیایي شوراگانې له هغو کسانو جوړې دي چې پخپله د ولس له خوا غوره کېږي.

خو ښایي چې د واک په دې اړیکو کې مثبت بدلونونه دومره ډېر نه وي: د سیمه ییز واک برلاسې بڼه سره له دې چې انتخابي ده، خو بیا هم پکې ډېر ځله دودیز مشران راگډېږي.

دا لا تر اوسه روښانه نه ده چې آیا د واک د دودیزو جوړښتونو دې پیاوړتیا(۵) او د دولتي مالي امکاناتو په لگولو کې هغوی ته د مخامخ ونډې ورکولو ، دولت او د هغه په اړه تصور د ولس په منځ کې ښه کړی او که نه.

د یوه پیاوړي مرکزي دولت په نشتوالي کې د افغانستان په ډېرو سیمو کې کلیوالو وگړو، د خپل ژوندانه د سمبالښت لپاره خپلو قومي دودونو او رواجونو ته مخه کړې ده.

د مرکزي دولت د همدې پیاوړتیا د نشتوالي او د سیمه ییزو مخورو لخوا د واک د نیونې له امله، د افغانستان په ډېرو سیمو کې کلیوالو وگړو، د خپل ژوندانه د سمبالښت لپاره خپلو قومي دودونو او رواجونو ته مخه کړې ده.

هلته چې د ولایت او ولسوالۍ په کچه دولتي ادارې فعالې هم دي، نن یې ولکه تر ډېره د سیمه ییزو زورورو په لاسو کې ده چې د مرکزي دولت د استازولۍ پر ځای خپل مقام د خپلو شخصي او قومي موخو او د ځواک او شتمنۍ د ټولولو لپاره کاروي.

ښایي دوی د هغه چا په اشاره دا کارونه کوي چې د کابل مرکزي دولتي ادارې د خپل واک د پراختیا او شتمنتیا لپاره کاروي.

د خپلواکو رسنیو سختې ورځې

په داسې حال کې چې د هېواد د رسنیو خوځند سکټور، هم د بهرنیانو او هم افغانانو له خوا د تېرې لسیزې «له بریالیتوبونو» څخه بلل کېږي، رسنۍ دغه راز تر بل هر څه ډېر د حکومت له ترینگلیتاوو زیانمنېدونکې هم دي. له ۲۰۰۲ کال راهیسې د خوشحالیو څپو په آسانۍ سره دا حقیقت له سترگو پټ کړ چې رسنۍ هم له هماغه ډول فشار سره مخامخ دي چې دولت دی. نن ورځ رسنیز سکټور د زورورو او هغه چا منبر گرځېدلی چې د خپلو دریځونو د لا پیاوړتیا لپاره د لا نور واک په لټه کې دي.

نن ورځ رسنیز سکټور د زورورو او هغه چا منبر گرځېدلی چې د خپلو دریځونو د لا پیاوړتیا لپاره د لا نور واک په لټه کې دي.

مذهبي کړۍ لکه د ژوندانه په نورو برخو کې دلته هم د منگولو خښول غواړي. د ځینو ټاکلو رسنیو د څښتنانو او مدیرانو له خوا رنگارنگ انتخابونو چې کله کله یې محتوا د ژوندانه د لوېدیځې بڼې تر اغېز لاندې ټاکل کېږي، دغه مذهبي ډلې دې ته لمسولي چې د خپل ذ‌وق د مخالفو خپرونو د سانسور یا درولو لپاره د فشار په راوړلو سره خپل زور وښیي.

مذهبي محافظه کارو په وروستیو لسیزو کې ثابته کړې چې څه ډول (په ډېره خاصه بڼه) پر هغو موضوعگانو چې د دوی له سملاسي موخو سره سمون لري، تمرکز کولی شي.

دوی په وروستیو کلونو کې هغې موخې ته د رسېدو لپاره چې دوی یې «د افغاني ارزښتونو ننگه» ښیي، خپل پام رسنیو ته اړولی دی. جلا ډلې دغه ارزښتونه هغه ډول چې د دوی له گټو سره ښه سمون وخوړلی شي، تفسیروي.

دغه ارزښتونه په ځینو افراطي – او ډاروونکو- مواردو کې په تنگو مذهبي او قومي آجنداو کې راڅرگندېږي چې فرقه یي بېلتون خپروي او پر ډلو د وېشنې تبلیغ کوي او ځکه ورسره د تاوتریخوالي د رالمسېدو امکان ملگری دی.

قومي او مذهبي مشران رسنۍ د تنگو او لا محافظه کارو آجنداوو په گټه د عامه افکارو د څرخولو لپاره کاروي.

په راډیویي او ټلوېزیوني خپرونو کې د شخصیت وژنه اوس یو عام کار گرځېدلی او قومي او مذهبي مشران رسنۍ د تنگو او لا محافظه کارو آجنداوو په گټه د عامه افکارو د څرخولو لپاره کاروي.

د هغو تبلیغاتو خاطره لا اوس هم تازه ده چې نورین ټلوېزیون پر ۲۰۱۰ کال د ښځو د امن کورونو خلاف تر سره کړل او هغه یې د «فحشا ځالې» وبللې. (۶) که همدا بهیر روان پاتې شي نو هغه «جنگسالاران» به چې د مرکزي واکمنۍ په وړاندې د خپلې ملوک الطوایفۍ د خوندي کولو په لټه کې دي، ښایي له رسنیو نه د ولسي اذهانو د مغشوشولو کار واخلي او په دې ډول به هر ډول سیاسي جوړ جاړی ناشونی کړي.

په ځانگړو مواردو کې د افغانستان گاونډیان، په تېره بیا ایران د دوی تر شا درېږي چې د رسنیو یو داسې جوړښت رامنځته شي چې یو اړخیزې فرقه یي آجنداوې پرمخ بوځي. گڼ «جنگسالاران» اوس د رسنیزو موسسو څښتنان دي چې راډیو او ټلوېزیون او دغه راز چاپي خپرونې پکې راځي.

د یوې پیاوړې او اغېزناکې مالي سمبالوونکې ادارې په نشتوالي کې به چې د آزاد خیالو رسنیو خونديتوب شونی کولی شي، دا بهیر همداسې روان وي او په راروانو کلونو کې به د رسنیو آزادۍ ته د یوې کلکې ننگونې په توگه پر ځای پاتې وي. فرقه یي رسنیو ثابته کړې چې دومره چټکتیا او وړتیا لري چې خپل اصلي ماهیت پټ کړي او ځان «خپلواک» وښيي.

په داسې حال کې چې خصوصي نیمه سوداگریز چینلونه لا هم تر ټولو ډېر لیدونکي او اورېدونکي لري، فرقه یي رسنۍ هم د پراخېدو په حال کې دي. سره له دې چې په اوسني حال کې مخاطبینو ته د هغوی لاسرسی محدود او په ملي کچه د هر یوه دغه چینل لپاره په اعظمي ډول دوه سلنه دی، بیا هم هغوی ددې جوگه دي چې د تودو مذهبي او فرقه یي ویناوو په خپرولو سره مخاطبین تر خپل اغېز لاندې راولي.

فرقه یي رسنۍ د نورو لا خپلواکو چینلونو خلاف له مالي پلوه پر دودیزو بهرنیو مرسته کوونکو تکیه نلري - که څه هم د هغوی د تمویل سرچینې تل څرگندې نه وي. اوس چې په افغانستان کې له بهرنیانو څخه د لېږد په بهیر کې د تمویل پېژندل شوې او رڼې سرچینې په وچېدو دي، بېطرفه چینلونه هم ښایي اړ شي چې د خپلې مالي او سیاسي بقا لپاره پر کورنیو زورورو ډډه ولگوي او له دې امله خپلواکي وبایلي.

که چېرې دا بهیر د رسنیو د سوداگریزو عایداتو په گډون د پایېدونکي تمویل لپاره د یوه پېژندل شوي راڼه او د سیالۍ وړ میکانیزم او د یوه پیاوړي تنظیموونکي سیستم له خوا ونه څارل شي، فرقه یي رسنۍ ښایي په نژدې راتلونکې کې برلاسې شي او په دې ډول هغه ارزښتناکه فضا تنگه کړي چې په تېره لسیزه کې پرانستل شوېده.

رېښتونی احتمال دادی چې ښایي رسنۍ په افغان ټولنه کې د نه زغم د خپراوي په یوه بله وسیله واوړي.

د وخت په تېرېدو سره ښایي د موبایل ټېلېفونو او انټرنېټ پراختیا د راډیو او ټلوېزیونو یو بدیل شي، خو سملاسي به دغه رسنۍ لا هم د عامه افکارو د سمبالولو او اغېزمنولو وړتیا وساتي. رېښتونی احتمال دادی چې ښایي رسنۍ په افغان ټولنه کې د نه زغم د خپراوي په یوه بله وسیله واوړي.

د آزادو رسنیو د فعالیت میدان

په اوسنیو حالاتو کې مهمه ده چې افغانان او نړیواله ټولنه د بېطرفو رسنیو لپاره د فعالیت یوه ساحه- آن که کوچنۍ هم وي- خوندي کړي او دا ساحه باید تر وسه وسه د لا ډېرو افغانانو غږ ورسولی شي او سیاستوال په خورا اغېزناکه بڼه حساب ورکولو ته راټینگ کړي.

د آزادې جرگې خپرونه د افغانستان له گوټ گوټ څخه راغلو کسانو ته ځای پر ځای همدغسې یو امکان چمتو کوي چې وزیران او نور مشران وپوښتي او د ملي راډیو او ټلوېزیون لیدونکو او اورېدونکو ته وښیي چې دغسې یو کار په رېښتیا هم شونی دی.

بي بي سي میډیا اکشن له دولتي راډیو او ټلوېزیون سره د یوې گډې خپرونې- د « آزادې جرگې» ټلوېزیوني نندارې د چمتو کولو له لارې پردغه خوا یو کوچنی گام پورته کړ.

جرگه د افغان ټولنې هماغه دودیزه موسسه ده چې د کلیو او بانډو وگړي یې د پرېکړو د کولو، د مسالو د څېړلو او د لانجو د غوڅولو لپاره کاروي. دا خپرونه د افغانستان له گوټ گوټ نه سټوډیو ته رابلل شوي کسان ددې جوگه کوي چې وزیران او نور مشران د بېلابېلو مسالو په اړه وپوښتي او د ملي راډیو ټلوېزیون لیدونکي او اورېدونکي وگوري چې دغسې یو کار شونی دی.

دا په سټوډیو کې د ناستو کسانو او دغه راز د راډیو د اورېدونکو او ټلوېزیون د لیدونکو لپاره ښایي په ژوندانه کې لومړی امکان وي چې په دې کچه حساب ورکول ویني او اټکل دی چې په دې سره د واک په دودیز تعبیر کې بدلون راشي.

د آزادې جرگې ټلوېزیوني مناظره

له دې خپرونې سره د افغان حکومت په هماغه سر سر کې ملاتړ شته. آن پخپله ولسمشر حامد کرزي د ۲۰۱۳ کال په لومړیو کې هیله وښوده چې د خپرونې په یوه ځانگړې گڼه کې برخه واخلي. خو ددې ډول خپرونو د راتلونکې لپاره یوه بل ډول سیاسي ملاتړ ته اړتیا ده.

ملي راډیو ټلوېزیون لا هم له کلتوري او نشراتي (ايديټوریال) پلوه ددې جوگه نه دی چې دا ډول خپرونې په یوازې سر چمتو کړي او د بي بي سي میډیا اکشن له خوا به د همدې پروژې په لړ کې روزنه او ملاتړ هم ددې وس ونلري چې په لوړه کچه د اصلاحاتو غم وخوري.

آزادې جرگې وښوده چې یوه دولتي رسنیزه اداره د کومو چارو د سرته رسولو وس لري او دغې ونډې یا رول ته په اوسني افغانستان کې څومره پراخه اړتیا شته. په ملي راډیو ټلوېزیون کې دا بالقوه وړتیا شته چې په هغسې یوه ډگر واوړی چې افغان ولس او رسنۍ یې دواړه په رېښتیا غوښتونکي دي او د هسې بېطرفو خپرونو د جوړولو معیارونه وټاکي چې د باوري او بېطرف تمویل نورې درلودونکې رسنۍ یې پوره کولی شي.

په دې سره به د افغانستان رسنیز سکټور د بېلتون، محدودو گټو او یا تاوتریخوالي پر وسیلې له اوښتو څخه چې د واک دودیز تناسب خوندي کوي، را وژغوري.

روښانه ده چې افغانان او د هغوی نړیوال ملگري همدا اوس داسې یوه انتخاب ته اړتیا لري چې ورسره رسنیز سکټور د افغاني ټولنې د شتمنې کلتوري رنگارنگۍ د کارولو له لارې د یوې داسې آزادې، نافرقه یي او حساب ورکوونکې ټولنې ملاتړ وکړي چې په هېواد کې د واک تناسب اصلاح او له سره تعریف شي.

------------------------------

لمن لیکونه:

(۱) وگورئ: «افغانستان د شلمې پېړۍ په سر کې: په افغانستان کې ملتپالنه او ژورنالیزم. د سراج الاخبار (۱۹۱۱-۱۹۱۸) یوه څېړنه، د مې شیناسي لیکنه.

(۲) گریگوریان، وارتان، «د اوسمهالي افغانستان را دبره کېدل: د اصلاحاتو او عصري کولو تگلارې، ۱۸۸۰-۱۹۴۶ »

(۳) لیونز، جیمز «حایل دولت»، په «د اوسمهالي افغانستان را دبره کېدل: د اصلاحاتو او عصري کولو تگلارې، ۱۸۸۰-۱۹۴۶» کې د وارتان گریگوریان له خوا راغلی اقتباس

(۴) ایدواردز، ډېوېډ ب، «د مهال اتلان: په افغان پوله کې اخلاقي درزونه»، د کلیفورنیا پوهنتون، بېرکېلې او لاس انجېلېس، ۱۹۹۶

(۵) کوبرن، نوح، «د بازار سیاستونه: واک او شاعري د افغانستان په یوه بازار کې»، د سټنفورد پوهنتوړن چاپخونه، کلیفورنیا

(۶) پېج، ډېوېډ او شېرازالدین صدیقي، «د افغانستان رسنۍ: د لېږد د پړاو ننگونې»، مخ ۸، ۲۰۱۲ کال، بي بي سي ميډیا اکشن