د هستوي انرژي مخینه او راتلونکې

Image caption نن سبا د نړۍ په اقتصاد او سیاست کې انرژي او د هغه منابع رغنده رول لري.

نن سبا د نړۍ په اقتصاد او سیاست کې انرژي او د هغې سرچینې رغنده رول لري. لوېدیزوال له هغو عربو سره ښه ملګرتیا کوي چې د انرژۍ سرچینې یې ورسره شریکې کړې دي. نړیوال یوبل سره مخالف هېوادونه ځکه په یوه میز خبروته سره کېني چې اقتصادي ګټي یې یو په بل پورې تړلې وي.

لنډه دا چې په یویشتمه پېړۍ کې د اوږدمهاله ملګرتیا فلسفه نوره د تطبیق وړ نه ده. په دې پیړۍ کې اوږدمهاله ګټې مهمې دي.‌ د ګڼ شمېر ګټو په لړ کې یوه هم یو له بله د انرژي د اړتیا پوره کولو ګټه ده.‌

دې چارې ته د حل موندلو لپاره مهمه ده چې په نړۍ کې د انرژۍ شته منابع، ډولونه او جغرافیایي موقعیتونه تشخیص شي چې بیا د هغې له مخې هر هېواد د انرژۍ خپلې تګلارې جوړې کړي. ‌د انرژي پالیسیو په طرحه کې مهم ټکی دادی چې څومره آسانه، ‌ارزانه او مصؤونه کولای شو د انرژۍ منابعو ته لاسرسی ولرو ؟

د دغو دریو فکټورونو څخه هر یوه ته کمه پاملرنه کولای شي په هېواد کې د انرژۍ او چاپېریال ناورین را منځ ته کړي. د شلمې پیړۍ په پای کې نړۍ په ډېر چټک ډول صنعتي کېدو خوا ته لاړه چې ورسره یې د انرژۍ سخته اړتیا هم مخ پر زیاتېدو شوه، چې دې اړتیا انسان دې ته اړ کړ، چې خپل چاپیریال کې هم داسې خطرناک بدلونونه راولي چې اوږدمهاله زیانونه یې د لنډ مهاله ګټو پرتله په وارونو زیات دي.

د دغو چاپیریالي زیانونو له ډلې یو هم هوا ته له فابریکو څخه وتونکی کاربن ډای اکسایډ دی. دغه ګاز چې د اوزون د پردې د تخریب لامل ګرځي له یوې خوا د ځمکې هوا تودوي او له بلې خوا له لمرڅخه زیان رسونکي وړانګې چې د جلدي سرطان لامل کیدای شي ځمکې ته انتقالیږي.‌

تر اوسه پورې د انرژۍ لس ډوله منابع تشخیص شوي دي، چې د هغو له ډلې یې د بیلابیلو لاملونو له مخې هستوي انرژي غوره ګڼل شوېده. هستوي انرژي د انرژي ټولو منابعو په پرتله پاکه، ارزانه او مصؤنه ده خو د امنیت ساتل یې د یوه غیر مستقر هیواد لپاره لږ ستونزمن کار دی.

‌ له هستوي انرژۍ څخه په لومړي ځل کال ۱۹۴۰ کې د آمریکا متحده ایالاتو کې کار واخیستل شو چې د دوهمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې دا انرژي د اټومي بمونو د جوړونې لپاره وکارېده. په ۱۹۵۰ کې د هستوي انرژۍ سوله ییزو موخو لپاره کارېدل بیرته پیل شول چې په پایله کي یې د آمریکا شیکاګو ایالت په کال ۱۹۵۱ کې لومړنی هستوي ریکټور جوړ کړ چې د ۲۰۰ کیلو واټه برېښنا تولید وړتیا یې درلوده او اوس دا ریکټور په یوه موزیم بدل شوی.

اوسمهال په ۳۱ هیوادونو کې ۴۳۰ هستوي ریکټورونه جوړ شوي‌ چې د نړۍ ۱۱.۵٪ برېښنا تولیدوي. په نړۍ کې ۱۶ هیوادونه اوسمهال خپله څلورمه برخه برېښنا له هستوي ریکټورونو څخه تامینوي چې په دې کې فرانسې هیواد له څلورو څخه خپله دریمه برخه انرژي له هستوي ریکټورونو څخه اخلي او په دې سره فرانسه د هستوي انرژۍ تر ټولو ستر تولیدونکی هیواد دی.‌

د کاونډیو له ریکټرونو ګټه اخیستنه

ډنمارک او ایټالیا په خپله هستوي ریکټورونه نه لري خو د ګاونډیو هیوادونو له ریکټورونو څخه خپله ۱۰٪‌ برېښنا تامینوي.

په ۲۰۱۳ کې لندن کې د انرژۍ نړیوال سمپوزیم کې وړاندې شوې د ایکسون انرژي آمریکايي کمپنۍ څيړنې ښيي چې تر ۲۰۴۰ پورې به په نړۍ کې د برېښنا د اړتیا کچه ۸۰٪ ته لوړه شي چې په دې سره به د برېښنا تولیدوونکې هستوي بټیو کچه هم دوه برابره شي. په دې څیړنه کې داسې پتییل شوې چې تر ۲۰۴۰ پورې به د نړۍ وګړي ۹ ملیارډو ته ورسیږي، دغې کمپنۍ د انرژي په نورو منابعو هم څیړنه کړې او دې پایلې ته رسیدلی چې که دولتونه کمپنیو ته سبسایډي ور نه کړي نو د هستوي انرژۍ کمپنیو څخه پرته د انرژي بله هیڅ کمپنۍ خپل د لګښت د برېښنا له پلورلو څخه نشي برابرولای.‌

هستوي انرژي منبع د اټومونو د چاودنې په پایله کې را مینځ ته کیدونکې انرژي ده، کله چې سترې هستې لکه یورانیم چوي او وړې هستې لکه هایډروجن سره یوځای کیږي نو په پایله کې انرژي را مینځ ته کیږي چې دغې انرژي ته هستوي انرژي وايي‌ او تعاملونو ته یې په ترتیب سره هستوي انشقاق او هستوي اتحاد ویل کیږئ.

هستوي انرژي په دوه ډوله تولیدیدای شي چې یو ډول یې له کنټرول څخه وتلی او بل یې تر کنټرول لاندې ډول دی چې له کنټرول څخه وتلی ډول یې هستوي بمونه او تر کنټرول لاندې ډول یې هستوي‌ریکټور دی.

هستوي ریکټورونه د نورو ټولو برښنایی بټیو په بڼه کار کوي او یوازنی فرق یې دادی چې دغه ریکټورونه د تېلو او سکرو پرځای یورانیم د سون توکو په بڼه کاروي او هغه داسې چې د یورانیمو د هستې له چاودنې څخه انرژي لاس ته راځی چې بیا دا انرژي د ریکټور شا او خوا اوبه تودوي چې دا اوبه بیا په بخار اوړي او په پایله کې بخار توربین او توربین د برښنا تولید کوونکی یا جنراټور په کار اچوي.

یورانیم ډول ډول ایزوتوپونه لري چې یوازې یورانیم ۲۳۵ یې د چاودنې وړ دی او انرژی تولیدوي. یورانیم ۲۳۵ په طبیعی ډول له ۱٪ څخه کم له یورانیم ۲۳۸ سره ګډ پیدا کیږي چې دا یورانیم بیا بډاینې ته اړتیا لري تر څو د انرژۍ د تولید جوګه شي. یورانیم۲۳۵ باید له ۲ تر ۳ سلنه بډای شي تر څو په ریکټور کې د سون توکو په بڼه وکارول شي.

لومړۍ پېښه

په هستوی ریکټورونو کې د نړۍ لومړۍ پېښه د انګلستان د غربی کمبریا په ریکټور کې د باد د تندوالي له امله په ۱۹۵۷ کال کې رامنځته شوه چې چاپیریال ته یې راډیو اکټیفې وړانګې خپرې کړې او په پایله کي یې د دغې سیمې د شیدو په استعمال بندیز ولګید. اوسني ریکټورونه د اټوماټیک بندیدلو وړتیا لري او د ګواښ د رامنځته کېدو په صورت کې په خپله مړه کیږي.

د هستوي صنعت یوه تر ټولو ستره پوښتنه داده چې له دغې ټکنالوژۍ څخه لاس ته راغلیو هستوي فاضله توکو سره چې ځیني یې تر سلهاوو زرو کالونو راډیواکټیف پاتې کیږي باید څه وکړو؟ ځینې هستوي فاضله توکي چې په لوړه کچه راډیو اکټیف دي د خپل کانټینر د ذوب کیدو لامل هم ګرځیدای شي چې په پایله کي به یې چاپیریال په ډیر زیامن کوونکې ډول په تشعشع ککړ شي.

ډیری هستوي فاضله توکي په ریکټور کې سوځیدلي یورانیم او یا هم د ریکټور ځینې هغه برخې دي چې له کار څخه لویدلې وي.د دغو هستوي فاضله توکو د ساتنې لپاره بیلابیلې کړنلارې شته چې یوه یې هم تراوسه داسې نه ده ثابته شوې چې چاپیریال به په وړانګو نه ککړوي.

آمریکا او فینلنډ غواړي خپل هستوی فاضله توکي تر ځمکې لاندې خښ کړي،خو د دې کار لپاره باید لومړی دا څیړنه تر سره شي چې دغه فاضله توکي به په اوږده مهال کې د اوبو تر ځمکې لاندې چینې نه ککړوي. یوه بله کړنلاره دا هم ده چې فاضله توکي دې فضا ته ولیږدول شي او هملته دې وچول شي تر څو له مینځه ولاړشي.

ستره چاودنه

د نړۍ تر ټولو ستره او زیانمنوونکې هستوي چاودنه د اوکراین په چرنوبیل ریکټور کې په کال ۱۹۸۶ کې پېښه شوه. دغې چاودنې لسګونه خلک ووژل او سلګونه زره یې په تشعشع باندې معروض کړل خو بیا هم که چیرې دغه حوادث د هندوستان په بوپال کې د کیمیاوي توکو فابریکې له چاودنې سره چې په کې ۸۰۰۰ کسان او د بنګلادیش د کالو فابریکه کې له وروستۍ حادثې سره چې په کې ۱۵۰۰ کسان مړه شول پرتله کړو همدرانګه هر کال د ډبرو سکرو کانونو کې د چاودنو له امله د مړو شمېر ته ځیر شو نو دې پایلې ته رسیږو چې هستوي ټکنالوژي تر ټولو هغو نورو ټکنالوژيو مصؤونه ده چې برېښنا تولیدوي.

لکه څنګه چې مخکې وویل شول چې د انرژۍ موضوع نن سبا په نړیوال سیاست کې رغنده رول لري نو هغه ملتونه چې په ټولیز ډول د سیاسي ګوندونو تر مینځ یې ستونزې ډیرې او د هستوي ټکنالوژۍ په اړه یې عامه پوهاوی کم وي نو د سیاستوالو د منفي تبلیغاتو له امله کله نا کله د هستوي انرژۍ په اړه یې نظرونه منفي شي خو دا موضوع د ساینسي حقیقت له مخې علمي بنسټ نه لري.

افغانستان هم په دې وروستیو کلونو کې د آلمان زیمنس کمپنۍ په مرسته خپله د انرژۍ دېرش کلنه سټراټیژي لیکلې خو لکه څڼګه چې په المان کې هستوي انرژي د سیاست ښکار ګرځیدلې نو له همدې امله د افغانستان د انرژۍ په دېرش کلنه سټراټيژۍ کې هم د هستوي انرژۍ مسله ډیره کم رنګه ده او ورته ځای نه دی ورکړل شوی.

‌‌‌