پښتونخوا کالم: زما خيال د محبت دى!!

Image caption له دې سړي نه غم جانان او غم روزګار دواړو ترې يو شاعر جوړ کړو

يو سړى چې هلک و، نو د سړيتوب په هڅه په هلکواله کې سړى شو.

يو هلک چې اوس ډېر لوى سړى دى، خو پخپله هلکوانه کې د محبت په خيال پسې ورک دى، خو خپل نااوزګاره سړيتوب ورته وايي!!

اور بھی دکھ ہیں زمانے میں محبت کے سوا

دا سړى په هلکوانه کې د مور نه يتيم پاتې شو!! خو د مور د غم نه يې د پښتو د شاعرۍ ''مور'' جوړه کړه او په شاعرانو يې خپلې خپلې مېندې يادې کړې، دی يې مؤلف شو، دا د مېګسم ګورکى روسۍ ''مور'' نهٴ وه خو نوم يې هاغه و!

خلک د شاعرۍ د زلفو په پُل صراط په غمِ جانان پسې ځي، دا سړى د نثر په کږلېچونو د غم روزګار لارې ته راوتى دى، غم جانان او غم روزګار دواړو ترې يو شاعر جوړ کړو!!

دا سړى چې سياسي طور د ملک قانون ته تور قانون وايي خو په تور کوټ کې دا سپين سړى د تور قانون محافظ دی، په لفظونو څوک تړي او څوک پرانزي!!

دا سړی د طبقاتي ټولنې پيداوار دی، خو د سرمايه دارۍ دنيا واشنګټن ته د کلچر ايکسچېنج پروګرام په نوم راښکلو، خو چې موسٰى د فرعون په غېږ کې موسٰى توب وکړو، دى سړى د سرمايې په مېدان خپل وژن د پښتو د دې لنډۍ په مثال ووې!!

په ما دې وکړهٴ په تاوهٴ شه

واړهٴ دې مړهٴ شه لوې دې وغواړه خېرونه

دې سړي په خپل ژوند کې دوه بغاوتونه کړي دي!!

يو بغاوت يې سياسى دی، دوېم بغاوت يې ذاتي دی!!

سياسى بغاوت يې دا دى چې د هشنغر د سرې خانۍ په ضد يې د ګلستان اچکزۍ خانۍ کې پښتون قام پرست سياست وکړو.

ذاتي بغاوت ئې دا دی چې مور پلار يې د هوتى د نوابۍ نه اکبر نوم راوړو، دهٴ ورپسې د زور اۤورې نوابۍ نه هوتى هم قبضه کړو. او په ادبي دنيا کې د اکبر هوتي په نوم ياد شو.

هاؤ!!

دا اکبر هوتي اېډوکېټ دى، نوم يې د نوابانو دى، خو ذهن، فکر، نظر او نظريه يې د خپلې خاورې د ملنګانو ده!! کهٴ دهٴ ته څوک ووايى، تهٴ د نوابانو د هوتي يې، نو دا سړى ورته ويلى شي چې نه!! نوابان زما د هوتي دي!! عن د محترم قمر راهى د دې شعر پشان!!!

کهٴ مردان دى د بادارو

خو مردان غزل زما دى

اکبر هوتى اېډوکېټ په ايکى يواځې سر د خپل ټول خاندان د قلم او کتاب وارث هم دى او مالک هم!! خو لکه زما د قلم مزدور نهٴ دی، دا سړى قلم نه، قانون خرڅوى!!

د قانون غټ مېز ته ولاړ وى، خو د پښتونخوا رېډيو وړوکى مېز ته ناست وى!!

چې د قانون په ساونډ پروف کمره کښې ولاړ وى نو يو شان ښکارى، چې د رېډيو مايک ته مخامخ کېنى نو بيا د هوا په چپو دا اواز بل شان لګى.

دا سړى چې د مردان کچهرۍ قانونى مېز ته کېنى نو د لارډ ميکالی حافظ وى، چې د ادبى دوستانو په تنقيدى نشست کښې کېنى نو يو ښهٴ ادبى اُستاذ وى، تنقيدى بحث ته دليلونه راوړى، د مردان ادب په هغه ځاى ناست دى چرته چې ډېرو لويو لويو شاعرانو اديبانو، نقادانو ناسته کړې ده.

خو نهٴ ادبى ګده نشين دى او نهٴ پير دى، خو د ادبى کراماتو نه ئې څوک انکار نشى کولى، ځکه چې هغهٴ د پښتو ايم اې پرائيوېټ امتحان ته کېناستو نو ''اول نمبر'' راغی، او اوس د باچاخان پوهنتون چارسدې نه ايم فل کوى.

Image caption دی هڅه کوي چې د اکبر نه وړاندې ''ډاکټر'' لفظ ولګوي او دا د هوتي د نوابۍ نوم بېخي بدل کړي

دا هڅه کوى چې د اکبر نه وړاندې ''ډاکټر'' لفظ ولګوى او دا د هوتى د نوابۍ نوم بېخى بدل کړى، په دغه نظر ورسره زهٴ شريک يم ځکه نو زهٴ ورله د اوس نه نوم بدلوم او داسې يې ليکم!! ډاکټر اکبر هوتي اېډوکېټ!!

د مردان په ادب کښې پخوانى ياد نومونه ''حجره پاس'' وو، تعليم کم وهٴ خو مطالعه، مشاهده او تجربه زياته وه، بيا ئې د ادب عمل نظرياتى وهٴ، فقط دوه رنګونه وو، يا تک سور وهٴ، يا تک شين!!

اوس پوهنتونونه زيات شو، د لټرېچر ډاکټران د پښتو شاعرانو، اديبانو د مطالعې، مشاهدې او تجربې ثبوت په عمل ورکوى، البته ادب د ''نړيوال کلى'' د بدلون څخه بدل شو، رنګونه نور ډېر زيات شول، اوس ادب کُل او سياست جُز پاتى نشو.

سياست په ادب دومره قبضه وکړه چې ځان له ئې ترې Think Tank (تهنک ټېنک) جوړ کړل خو هغوى د سياست په عبادت کښې مداخلت نشى کولى، سياست خپله قبله بدلولى شى خو تهنک ټېنک ورله فقط نيت هم نشى بدلولى!!!

اکبر هوتى اېډوکېټ د سياست د تهنک ټېنک د مرتبې نه لرى دى، خو د خپلې سياسى تجزيې ازاد ''کُل واکو'' دى، حقيقت پسند ډېر دى، عقيدت پسند نهٴ دى، د سياست عقيدتونو د ادب د ړندولو کوشش ځکه کوى چې ادب کُل دے، خو سياست ځانته جُز نهٴ وائى او د ځان په حواله دا وائى!!

''په سياست کښې هيڅ حرفِ اۤخر نشته''

خو په دغه ټوله ادبى سياسى کبډى کښې اکبر هوتى اېډوکېټ د خپلې شاعرۍ بنياد ''محبت'' ګرځولى دى، ځکه ئې د شاعرۍ کتاب له نوم دا ايښى دى!!!

''زما خيال د محبت دى''

محبت يو لفظ دى خو معنې يې بلها دى!!

محبت يوه تنده چې ماتېږى نو لا زياتېږى!!

محبت روژه ده چې نهٴ ماتېږى!!

محبت اختر دے چې بغېر د مياشت ليدو جوړ شى!!

محبت يو خوږ درد دى چې څوک به درته رايادوى!!

محبت اوښکه ده چې په رنګ سپينه، په خوند مالګينه ده!!

محبت يو اۤه دى چې تر عرشه پورې رسى!!

Image caption محبت يوه شغله ده چې د سترګو په لار زړهٴ ته کوزېږي او د دماغو مشين پرې ګرځي

محبت يوه دعا ده چې فرښتې پرې امين وائى!!

محبت يوه خاموشه خاموشى ده لکه دمجنون دشته!!

محبت يو شور دى چې نهٴ پټېږى!!

محبت يوه شغله ده چې د سترګو په لار زړهٴ ته کوزېږى او د دماغو مشين پرې ګرځى!!

انځور ګر ترې انځور جوړوى!!

سنګتراش ئې په کاڼى کښې تراشى!!

زاهدان ئې په ثواب کښې لټوى!!

مېخواران ئې په شراب کښې لټوى!!

شېخ ئې په سجده کښې ګورى!!

لېونى يې لکه ورک شوى لال په ايره کښې ګورى!!

خو!!

شاعر يې د خيال په دريچه کې ګوري!!

د محبت دغه نازولى خيال راځئ چې مونږ د اکبر هوتي اېډوکېټ د پښتو شاعرۍ په کتاب کښې وګورو!!

ورته مطالب