ستاسې غږ: څنگه وړې سوداگرۍ غوړېداى شي؟

Image caption د ستاسې غږ خپرونه د پنجشنبې په ماښام خپرېږي

نړيوال بانک د نړيوالې انکشافي ټولنې له لارې افغان حکو مت سره د وړو او منځنيو سوداگريو د هڅونې او ودې په موخه د ٥٠ ميليونو ډالرو مرسته تصويب کړې.

په پام کې ده چې افغان حکومت به د افغانستان لپاره د وړو پانگونو د ملاتړ د برابرونکې ادارې په همکارۍ د وړو سوداگريو دغه پروگرام پلې کړي.

په همدې پلمه دا اونۍ ستاسې غږ کې غواړو له تاسو واورو چې:

څومره دا شونې ده چې د نړيوال بانک په دغې مرستې سره کوچنۍ سوداگرۍ وهڅول شي؟

او ايا کوچنۍ سوداگرۍ کولى شي چې هم خلکو ته کاراو روزگار زمينه برابره کړي او هم له اقتصادي پلوه کورنۍ پر خپل ځان بسيا کړي؟

که غواړۍ په دې اړه خپل نظر يا پوښتنه راسره شريکه کړي د پنجشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې په دې شمېره راته تيليفون وکړي.

ورته مطالب