د منهاټن پروژه -ـ د امریکا اټومي بم پټ رازونه

Image caption ‌ د هان او ملګرو د څېړنو خبر ډېر ژر د دوی له خړ پړ لابراتواره د نړۍ له سترو وچو او سمندرونو تېر شو او هر ګوټ ته ورسید.

د بن پوهنتون انګړ واورې پوښلی و، محصلین هم نور د کریسمس په رخصتیو روان ول، ‌هوا سړه او خړه وه، پوهنتون د رخصتیو له امله نژدې تړلی وؤ خو هستوي فزیک ته تږي دوه جرمني ساینسپوهان فريډ شتراسمن او اتو هان د انګریز ساینسپوهانو ارنست راډرفورډ او جیزم چادویک په نظریو باندې ژور فکرونه کوي، کله ګوتې وشماري‌، ‌کله یوبل ته په پټه خوله اشارې سره کوي او سرونه سره ښوروي او کله هم بیا د کافي یا چای لپاره په دمه کې د خپلو موندنو په اړه خبرې کوي.

نن نو د ۱۹۳۸ عسیوي کال د ډیسمبر ۱۷ نېټه ده او هوا د تل په شان سړه، واورینه، خړه او ارامه برېښي، د چاپېریال ارمتیا د اتوهان چیغه ماتوي او یو دم دوه ساینسپوهان یوبل ته د خوشالۍ په چیغو غیږې ورکوي.

هو! باید هم‌ اتو هان او فریډ شتراسمن خوشالي وکړئ ځکه دوۍ د پیړۍ تر ټولو ستر ساینس انقلاب بنسټ ډبره اېښې، هو! دوی په لابراتوار کې هغه هسته چې څوکاله مخکي یې ان د اټوم د تجزیې فکر نه کېده، اوس په دوو برخو وېشلې او په دې سره یې د نه تمامېدونکې انرژي د تولید بنسټ اېښی.

هان او شتراسمن وکولای شول د یورانیموهستې ته د نیوترونونو د تزریق په واسطه د یورانیمو هسته ماته کړې چې له هرې ماتېدنې سره ۲۰۰ میګا الکترون ولټه انرژي او دوه تر دریو پورې نیوترونونه هم چاپېریال ته خپاره کړي.‌

د آتوهان او فریډ شتراسمن عملي تجربې ته اتریشۍ فزیکپوهې ډاکټر لیزا مایټنر په کال ۱۹۳۹ کې تیورتیکي بنسټ کېښود او په تیوریک بڼه یې دا ثابته کړه چې هسته هم چوولای شو.

د هان، شتراسمن او هایټنر له بده بخته دوی دا څېړنیزه تجربه د نړۍ په داسې یو کړکېچن حالت کې وکړه چې د دویمې نړیوالې جګړې خبرې ډېرې تودې وې.

‌ د هان او ملګرو د څېړنو خبر ډېر ژر د دوی له خړ پړ لابراتواره د نړۍ له سترو وچو او سمندرونو تېر شو او هر ګوټ ته ورسید.

ټول په دې وېره کې ول چې د نازي جرمن ساینسپوهان به داسې د لوړ قدرت لرونکې بمونه جوړ کړي چې یو به یې وکولای شي ټوله نړۍ ویجاړه کړي.‌ په دې سره په جګړه کې ټول ښکېل هیوادونه په دې هڅه کې شول چې څنګه کولای شي د هان او ملګرو د څېړنو په پایله کې رامنځ ته شوې د لوړې انرژي چینې د ځواکمنو بمونو لپاره وکاروي.‌

په دې ترڅ کې له نازي جرمن امریکا متحده ایالاتو ته تښتیدلی ساینسپوه البرټ آنشټاین او له فاشیستې ایټالیا څخه تښتیدلی انریکو فرمې دا وپتیله چې د امریکا ولسمشر ته باید د نازي جرمن له خوا د یوې ځواکمنې او وژونکې وسلې د جوړښت شونتیا خبر وکړل شي،‌ هماغه و چې انریکو فرمي په مارچ میاشت کې له شیکاګو واشنګټن ته روان شو خو په سپینه ماڼۍ کې چا د فرمي په خبرو غوږ ونه ګراوه،‌ د فرمې له راستنېدو وروسته انشټاین د آمریکا د وخت ولسمشر فرانکلن روزویلټ ته لیک واستاوه چې د روان کال تر پایه دې په آمریکا کې اټومي څیړنو یو مرکز جوړ کړای شي.

روزویلټ هم دې پروژې ته زړه ښه نه کړ او داسې وه انګیرله چې په داسې جګړیز حالت کې د دومره ستر لګښت لپاره اړتیا نه لیدلی کيږي خو بیا یې هم د یوه تدریجي پیل لپاره زړه ښه کړ.

د ۱۹۴۱ زیږدیز کال په پای کې امریکایانو د اټومي بم د جوړولو لپاره یوه ستره پروژه چې مستعار نوم یا کوډ یې د منهاټن پروژه وه په کار وا چوله، د پروژې پیسې د امریکا پوځ له خوا ورکول کېدې چې منهاټن هم د امریکا پوځ کې د یوه انجینیري یونټ نوم وو.

د ډېری کارکوونکو او عامو وګړو له لیدلوري دا پروژه د سوچه ساینسي څېړنو لپاره ډیزاین شوې پروژه ښکارېده.

په کال ۱۹۴۲ کې د امریکا پوځ انجنیر جنرال لسلی ګروفیس د پنټاګان رغنیزو چارو مشري تر څنګ د منهاټن پروژې مشر وټاکل شو.

د اټومي بم جوړولو لپاره لومړنۍ څیړنې د کولمبیا، شیکاګو او د کلفورنیا بریکلي پوهنتونونو کې پیل شوې،‌ په دې لړ کې انریکو فرمې لمړی کس و چې وتوانېد په شیکاګو کې لومړی کنټرول شوی هستوي ځنځیري تعامل رامنځ ته او په عملي بڼه د هستوي بم بنسټ کېږدي.

د فرمې له بریالۍ تجربې وروسته د منهاټن پروژې ته په ملیونونو ډالرو مخه کړه، د دفاع وزرات څخه نیولې بیا تر بهرنیو چارو وزارت پورې ټولو امریکايي ادارو منهاټن سره بې ساري مالي مرسته وکړه.

دغه مالي مرسته په امریکا کې د بېلابېلو اټومي څیړنو په مرکزونو ولګیده چې په ترڅ کي یې جنرال ګروفیس د نیو مکسیکو ایالت په لوس آلاموس کې د یورانیمو بډاینې او هستوي بم جوړښت لپاره په ډیره پراخه کچه تائسیسات جوړ کړل او جرمني الاصله آمریکايي ساینسپوه رابرټ اوپنهایمر یې د مشر په توګه وټاکل.

منهاټن اوس نو د نړۍ په کچه د اټومي څیړنو تر ټولو ستره پروژه ده چې شا او خوا ۱۳۰۰۰۰ کارکوونکي او د وخت دوه ملیارډه ډالره چې په اوسنیو ډالرو ۲۶ ملیارده ډالره کیږی بودیجه لرئ.

Image caption چاودنې په لمړیو ثانیو کې ۷۰۰۰۰۰ جاپانیان د لوړې انرژي او فشار له امله وچول چې په راتلونکو ورځو، میاشتو او کلونو کې ۱۰۰۰۰۰ نور جاپانیان هم د همدې چاودنې له امله مړه شول، بم په هیروشیما کې هرڅه له مینځ یوړل له برېښنا نیولې بیا تر مخابرو او هر بل سیسټم.

منهاټن اوس تر ټولو پټه پروژه ده چې نه آلمانان او نه هم جاپانیان د دې پروژې په اړه پوهاوی لري، روز ویلت او چرچل په دې هم سره سلا دي چې د منهاټن راز به خپل ملګري ستالین ته هم نه وایي،‌د منهاټن په اړه چوپه چوپتیا وه او ټولو فکر کول چې دا پروژه د آمریکا ساینسي څیړنو یوه برخه ده او هیچا یې نه په اړه خوله نه خوځوله او نه یې هم له راتلونکو زیانونو خبر ول.‌

د منهاټن فعالیت دومره مرموز وؤ چې آن د امریکا د وخت ولسمشر مرستیال ترومن هم تر هغو نه وؤ پرې خبر تر څو چې دی په خپله ولسمشر شو او یواځې د ساینسپوهانو یوه لس تر پنځلس کسیزه ډله پرې خبره وه، ‌د دغې پنځلس کسیزې ډلې په ترکیب کې روسي استخباراتو ته کارکوونکی آلماني الاصله آمریکايي ساینسپوه کلاوس فوکس هم وؤ چې آمریکایان یې په اړه نه وؤ خبر.

د ۱۹۴۵ زیږدیز کال په اوړي کې د منهاټن پروژې د مکسیکو څانګې مشر اوپنهایمر جنرال ګروفیس ته وویل چې دی د اټومي بم آزموینې ته چمتو دی.

نن نو د ۱۹۴۵ کال د جولای په ۱۶ نیټه د منهاټن پروژې د نیومکسیکوـ ټرینیټي اټومي سایټ ساینسپوهان سره را ټول شوي ترڅو د اوپنهایمر په لاس جوړ شوی د نړۍ لمړنی اټومي بم آزمویښت ننداره وکړئ.

د اوپنهایمرجوړه شوې آله چې دی ورته اټومي بم وايي د یوې سل مټره لوړې ستنې پر سر و آزمویل شوه،‌ د چاودنې ځواک دومره ډیر وؤ چې تر ۳۰۰ کیلو مټره پورې لرې واټن څخه یې لمبه ښکارېده، لمبې تر ۱۲۰ مترو پورې لوړې هوا ته پورته شوې او تر۱۵۰ کیلومټره پوري یې د سیمې اوسیدونکو د کورونو ښیښې ماتې کړې. کله چې د بم لمبه بیرته په ځمکه ولګیده د ځمکې پر مخ یې ۸۰۰ متره سورور سوری جوړ کړ چې د ډیرې تودوښې له امله یې د سوري شا او خوا شګی په ښیښه باندې واړولې.

آمریکایانو خپل ولس او نړیوالو ته د رسنیو له لارې وویل چې د نیو مکسیکو په دښته د آمریکا پوځ یوه سلاکوټ کې چاودنه را مینځ ته شوې خو له دې سره مل د آمریکا د وخت ولسمشر هاري ترومن ته د آلمان په پوتسدام کې خبر ورکړل شو چې د اټومي بم چاودنه بریالۍ وه.

هو !‌نړۍ اوس نو اټومي زمانې ته ور ننوتې، نور نو د مټو په زور څوک ځواکمن نه ښکاري، نور به دلته ټکنالوژي سیاست، حکومت او اقتصاد چلوي.

د دې خبر له اوریدو وروسته ترومن په دې ډاډه وو چې نور دی دوهمې نړیوالې جګړې د ختمېدا توان لري خو د بم د کارونې په اړه ځکه اندیښمن وؤ چې دا چاره کولای شي ټول ځواکمن او په جګړه کې ښکیل هیوادونه دې ته وهڅوي تر څو د بشریت په لاس تر ټولو وژونکې وسلې جوړې او وکاروي.

دی وایي چې زما د ژوند تر ټولو سخت تصمیم همدا وؤ چې د بم د کارونې او نه کارونې په اړه تصمیم ونیسم.‌ همدا وؤ چې ترومن د جاپان ادارې ته یو لیک واستاوه او په کي یې ولیکل چې جاپان دوه لارې لري یا بې له قید او شرطه تسلیمېدل او یا هم د امریکا په لاس د جاپان له منځه تګ،‌ خو په لیک کې د اټومي بم په اړه هېڅ هم نه و لیکل شوي.

‌ جاپانیانو د بې له قید او شرط تسلیمدو ته د نه ځواب ورکړ چې په دې سره د ۱۹۵۴ کال د اګسټ په ۶ نیټه د اینولا ګې په نامه یوې الوتکې چې پاول ټیبټس یې پیلوټي کوله د جاپان په هیرو شیما باندې د لیټل بای یا واړه هلک په نامه لومړنی اټومي بم واچاوه، بم ۶۴ کیلو بډای شوي یورانیم درلودل چې یواځې یو کیلو شا او خوا یې وچاودیدل او نور ۶۳ کیلو یې بې له چاودنې په ځمکه خواره شول.

د بم یواځې ۸۶۰ ملي ګرامه مواد په انرژي او راډیو اکټیفو توکو باندې واوښتل چې ۱۶ کیلو ټنه ټی ان ټي انرژي یې تولید کړه.

Image caption د مهاټن پروژې له بشپړیدا وروسته څیړنو وښوله چې د پروژې کارکوونکي د ۴۰۰۰ پټو هستوي تجربو څخه د شویو وړانګو له امله یا مړه،‌ یا معیوب، یا په سرطان اخته او یا هم عقیم شول.

چاودنې په لمړیو ثانیو کې ۷۰۰۰۰۰ جاپانیان د لوړې انرژي او فشار له امله وچول چې په راتلونکو ورځو، میاشتو او کلونو کې ۱۰۰۰۰۰ نور جاپانیان هم د همدې چاودنې له امله مړه شول، بم په هیروشیما کې هرڅه له مینځ یوړل له برېښنا نیولې بیا تر مخابرو او هر بل سیسټم.

له ټوکیو سره یوه ورځ اړیکه پرې وه، ټوکیو یو استازی را ولیږل چې وګوري په هیروشیما څه تیریږي، ‌استازي لمړۍ ورځ پر لاره، دویمه په هیروشیما او دریمه په بېرته ځان توکیو ته ورسول او له ناورین څخه یې د ټوکیو چارواکې خبر کړل، په دې لړ کې د اګسټ په نهمه د چاغ سړي یا فټ من په نامه دوهم بم د ناګاساکي په ښار وغورځاوه چې دې بم هم په لمړیو ثانیو کې ۸۰۰۰۰۰ جاپانیان د لوړې انرژي او فشار له امله وګول او په راتلونکو ورځو او کلونو کې د هیروشیما او ناګاساکي د بمونو له امله د جاپانیانو مرګ کچه ۲۲۵۰۰۰ ته ورسېده.

فټ من ۶.۲ کیلو وزن درلود. د دوو اټومي بمونو له چاودنې وروسته د ۱۹۴۵ د اګسټ په ۱۴ باندې جاپانیان تسلیم او دوهمې نړیوالې جګړې ته د پای ټکی کیښودل شو.

ځینې امریکایان او نړیوال تل امریکا په دې تورنوي چې د منهاټن پروژې محصول باید د بشریت په وژنه کې نه وای کارول شوی خو ترومن به تل ویل چې په جاپان د بم اچولو تصمیم یو نظامي تصمیم و.‌‌

د منهاټن پروژې کارکوونکو ته تر ټولو لوړ معاشونه ورکول کیدل خو د دوۍ ژوند ډیر محدویتونه درلودل لکه لرې ځای ته د سفر بندیز، د لیدلو، اوریدلو او کړنو په اړه له دفتر څخه باندې خبرې نه کول او داسې نور.

د مهاټن پروژې له بشپړیدا وروسته څیړنو وښوله چې د پروژې کارکوونکي د ۴۰۰۰ پټو هستوي تجربو څخه د شویو وړانګو له امله یا مړه،‌ یا معیوب، یا په سرطان اخته او یا هم عقیم شول.

ورته مطالب