د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس شپېته کلن شو

Image caption اوسمهال ۱۵۱ هېوادونه د اټومي انرژۍ نړيوال سازمان غړيتوب لري

کله چې د ۱۹۴۵ زېږدیز کال اګسټ کې د دوهمې نړیوالې جګړې په ورستیو کې د امریکا له خوا د جاپان پر هیروشیما او ناګاساکي ښارونو اټومي بمونه واچول شول نو په پایله کي یې شاوخوا ۲۲۰۰۰۰ جاپانيان ووژل شول چې ورسره دوهمه نړیواله جګړه هم پای ته ورسېده.

دې پېښې د نړۍ نور ځواکمن هېوادونه لکه روسیه، انګلستان او فرانسه هم د اټومي وسلو جوړولووته وهڅول.

په دې لړ کې روسیه په ۱۹۵۳ زېږدیز کال کې د هایډروجني بم په جوړولو بریالی شوه.

کله چې امریکايي چارواکي په دې ډاډه شول چې نور نو دوی د اټومي بمونو یوازيني څښتنان او زبرځواک نه دي نو په دې لټه کې شول چې د اټومي بمونو کارونې او جوړوني د مخنیوي لپاره لاس په کار شي.

همدا وه چې د ۱۹۵۳ زېږدیز کال د ډېسمبر پر اتمه د امریکاد وخت ولسمشر ایزنهاور د ملګرو ملتونو ۴۷ کلنې غونډې ته د هستوي او اټومي وسلو د بندیز یوه څارن سازمان د رامنځته کولو وړاندیز وکړ.

ایزنهارو خپلې خبرې پر دې شعار "اټوم د سولې لپاره Atom for Peace" پیل کړې.

ده وویل د اټومي وسلو په جګړه کې هېڅ هېواد هم بریالی کېدی نه شي نو اړینه بریښي چې د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه دې یو داسې ناپېیلی مینځګړی سازمان جوړ کړي چې د غړیو هېوادونو هستوي او اټومي فعالیتونه کنټرول کړي.

دغه ناپېیلي څارونکي سازمان ته د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان یا د (International Atomic Energy Agency) نوم ورکړل شو، چې په لنډ ډول (IAEA) يادېږي.

دغه سازمان په ۱۹۵۷ زېږدیز کال کې په رسمي بڼه په نیویارک کې رامنځته شو چې وروسته یې مرکز د اتریش پلازمېنه ویانا وټاکل شو.

د دغه اژانس ځيني مهمې دندې په لاندې ډول وټاکل شوې:

1. د سازمان په غړيو هېوادونو کې د هستوي وسلو او اټومي بمونو جوړول منع دي او د دې سازمان غړي هېوادونه له اټومي انرژۍ د پوځي موخو لپاره کار نه شي اخیستی او یوازې د سوليیزو موخو لپاره اټومي انرژي کارولی شي.

2. غړي هېوادونه به د دې ضمانت کوي چې هر ډول راډيو اکټیف توکي لکه یورانیم، پلوټونیم، سټرانشیم، سیزیم، او کوبالت به له ناقانونه او نا مسؤوله کسانو څخه خوندي ساتي چې په ناقانونه توګه هستوي وسلې ترې جوړې نه شي.

3. غړي هېوادونه به له مرکزي سازمان (IAEA) د برېښنا انرژۍ د تولید په موخه د اټومي بټیو جوړولو لپاره هر ډول علمي او تخنیکي مرستې تر لاسه کوي خو په بدل کې به تل د نړيوالې اټومي انرژۍ څارونکو له خوا کنترولېږي چې په بټۍ کې تولیدشوي پلو ټونیم د اټوم بمب جوړولو لپاره ونه کارول شي.

4. غړي هېوادونه په دې مکلف دي چې نړیوال اټومي آژانس له معیارونو سره سم خپله د مصئونیت کړنلاره جوړه کړي.

دیادونې وړه ده چې د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس غړیو هېوادونو په ۱۹۷۰ زېږدیز کال کې د هستوي وسلو نه خپراوي یو قانون تصویب کړ چې له مخې يې غړي هېوادونه مکلف دي خپل اټومي فعالیتونه د دغه آژانس د څارګر ټیم تر نظر لاندې تر سره کړي خو د دغه قانون تصویب کونکو په ډله کې پینځه داسې هېوادونه شته چې د غه څارګر ټیم ته د څارنې اجازه نه ورکوي او په بدل کي یې د غړیو هېوادونو تخنیکي کارکونکو په روزنه کې مرسته کوي.

دغه پینځه هېوادنه امریکا، روسیه، بريتانيا، فرانسه او چين دي.

Image caption IAEA په ۱۹۷۰ زېږدیز کال کې د هستوي وسلو نه خپراوي یو قانون تصویب کړ

د دې ترڅنګ پاکستان، هند، شمالی کوریا او اسرائیل هم دغه قانون نه دی لاسلیک کړی چې په دې سره د هغو هېوادونو شمېر چې څارګر ټیم ته د څارنې اجازه نه ورکوي ۹ ته رسېږي.

دا سازمان اوسمهال ۱۵۱ غړي هېوادونه لري او افغانستان یوه له هغو ۲۲ هېوادونو دی چې د دې سازمان د بنسټ ایښودلو په پیل یانې ۱۹۵۷ زېږدیز کال یې غړیتوب تر لاسه کړ.

که څه هم د اټومي‌ انرژۍ نړیواله اداره په پیل کې ناپېیلې او د ملګرو ملتونو له چوکاټ جلا را منځته شوې خو اوس هم د خپلو فعالیتونو ریپوټ د ملګرو ملتونو سرمنشيت او ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ورکوي.‌

دغه اداره دوه سیمه ایز دفترونه یو په نیویارک او بل په جینیوا کې لري، دوه د هستوي مصؤونیت سیمه ایز دفترونه یو په ټورنتو او بل په توکیو کې لري او همدارنګه دری لابراتوارونه په ویانا، زیبرسدورف او موناکو کې لري.

د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس په لاندې ډول اداري جوړښت لري:‌

۱ ـ لوي مشر یا ډایرکټر جنرال

۲ ـ د مدیرانو بورډ

۳ ـ سرمشریزه یا جنرال کانفرانس

۴ ـ سکرتریت ډایرکټر جنرال د هستوي انرژۍ، هستوي مصوؤنیت او امنیت، هستوي ساینس او تطبیقاتو،‌ سېفګارډ يا خونديتوب، تخنیکي همکاریو او مدیریت څانګو مشري کوي.

د سرمشریزې مشر هر کال د غړیو هیوادونو د استازو له خوا ټاکل کېږي.

ورته مطالب