ستاسې غږ: د باور د فضا په جوړولو کې د رسنيو رول؟

Image caption د رسنیو د ونډې په اړه د ستاسې غږ پروګرام د پنجشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې خپرېږي.

رسنۍ چې نن سبا د يوه دولت په چوکاټ کې څلورمه قوه گڼل کېږي، دنده يې خلکو ته د کره او بې پرې خبرونو رسول، د علمي، ټولنيزو او تفريحي معلوماتو شريکول دي.

همدا راز ډېرى په دې باور دي چې د نورو ارگانونو تر څنگ رسنۍ، ديموکراتيکو نظريو ته د ودې او انکشاف، بشر حقونو ته د درناوي د جگړو او شخړو د حل په برخه کې رغنده رول لوبولى شي.

تېره ورځ په همدې موخه کابل کې د افغانستان او ګونډي هېواد پاکستان يو شمېر خبريالان سره راټول شوي وه چې د سولې په بهير او د گاونډيانو تر منځ د باورد فضا د جوړولو په برخه کې د رسنيو رول غور او بحث وکړي.

دا اوونۍ ستاسې غږ پروګرام کې په روغه جوړه او د باور د فضا په جوړولو کې د رسنيو په رول غږېږو.

ستاسې په اند رسنۍ په دې برخه کې څه رول لوبولی شي او تر اوسه یې په څه ډول لوبولی.

که په دې اړه پوښتنه يا نظر لرئ کولاى شي خپرونې ته مخامخ زنگ ووهئ، برېښنالیک راوستوئ او یا هم په فیسبوک کې را ته پيغام پرېږدئ.

ورته مطالب