افغان کرېکټ مینه وال باید صبر وکړي

Image caption "نويو ځوانانو ته په پام سره د افغانستان کرېکټ راتلونکی ډېر ښه دی"

د یوه پښتانه په صفت تل چې کرېکټ یا بل میدان ته وتلی یم غوښتي مې دي چې و يې دې ګټم او کامیابه دې شم.

دا عادت انسان جذباتي کوي، صبر ترې اخلي خو ښه والی یې په دې کې دی چې تل د کامیابۍ پر لور حرکت کوي.

هغه وخت چې په خپله مې د لوبغاړي په صفت لوبه کوله تل به مې دا سوچ کاوه چې شکست د دنیا د ختمیدو په مانا دي نو په هر شرط چې وي باید کامیابه شم.

د عمر په تېرېدلو پوه شوم چې په ژوند کې شکست او کامیابي راځي او ښه خبره دا ده چې انسان راتلونکي ته وګوري او دې ته پام وکړي چې څرنګه له شکست او کامیابۍ نه زده کړه وکړي.

د متحده عربو اماراتو په دوه میاشتنۍ دوره کې زموږ درې هدفه و.

اول دا چې کینیا ته په دوه یو ورځنیو لوبو کې شکست ورکړو چې د ۲۰۱۵ کال نړیوالو اتلولیو ته ځان ورسوو. په دغه هدف کې کامیابه شو.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان د یو ورځنیو نړیوالو اتلولیو ټورنمنټ ته رسېږي چې د لوی ویاړ ځای دی.

زموږ دویم هدف دا و چې د شل اوریزو اتلولیو نړیوال جام ته هم لاره پیدا کړو. دا کار مو هم په کامیابۍ سره ترسره کړو.

خوشاله یم چې زما په شته والي کې دا درېیم ځل دی چې افغانستان د شل اوریزو اتلولیو نړیوال جام ته لار پيدا کوي.

له دغو دوو مهمو هدفونو نه ها خوا زموږ درېیم هدف د دوو کپونو ګټل وو.

د دوو کپونو ګټل چې یو د شل اوریز جام د کوالیفیکېشن ( غوراوي) لپاره و او بل د اینټرکانتینیتل کپ فاینل (پايلوبه) و.

د دوی دواړو ګټل یو اعزاز وو خو تر هغو نورو دوو لویه خبره نه وه.

زما خبره دا نه ده چې زه دغو کپونو ته اهمیت نه ورکوم بلکې دا وایم چې هغه دوه نور د افغانستان د کرېکټ د پرمختیا لپاره ډېر مهم دي.

زما د لوبې د وخت په څېر د افغانستان اوسني لوبغاړي او مینه وال هم جذباتي شي او له هر شکست نه پس دا سوچ کوي چې یا ټیم بدل شي او یا دې ټول سیسټم بل خوا روان شي.

ټيم کې بدلون په کار دی. زه چې په لومړي ځل افغان ټيم ته راغلم له هغه وخت نه تر اوسه پورې ډېر زیات نوي لوبغاړي راغلي دي.

خو زما فکر دا دی چې نوي ځوانان باید ورو ورو ټیم ته راشي.

هند، پاکستان، استرالیا او نور غټ کرېکټ ملکونه په کور دننه داسې کرېکټ لري چې هغوی خپل ځوانان د نړیوالو لوبو لپاره تیارولی شي.

افغانستان کې په کور دننه کرېکټ ورو ورو ښه کېږي خو لا د هغه معیار نه دی چې په کورني کریکټ کې پيدا شوي ځوان دې وار د واره له لویو نړیوالو ټیمونو سره لوبه وکړي.

دا اوسني تجربه کاره افغان لوبغاړي یو وخت له بوټان، ملیشیا او مالدیپ سره لوبېدل چې تجربه کاره شول.

نوي ځوانان مو هم باید ورو ورو راشي تجربه پيدا کړي او د هغو کسانو ځای ونیسي چې ښه لوبه نه کوي.

د افغانستان په نویو ځوانانو کې نجیب ځدراڼ، حشمت شاهدي، شاهد الله مندوزی او ناصر جمال هغه بټسمینان دي چې زما په خیال د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام کې شاید لوبه وکړي.

خو ورو ورو باید ټيم ته داسې لوبغاړي دننه شي چې مورال او اعتماد له لاسه ورنه کړي.

په بالرانو کې سید شیرزاد، یمین احمدزی او شرف الدین هغه زلمي دي چې ښه راتلونکی شاید ولري.

نور ځوانان هم شته خو د دغو څو مې نومونه په ذهن کې همدا شېبه شته او وایم دوی ته په پام سره د افغانستان د کرېکټ راتلونکی ډېر ښه دی.

دغه زلمي باید د افغانستان د کرېکټ په نوې جوړې شوې اکېډمۍ کې وروزل شي هلته د دوی په تکنیک او نورو اړخونو کار وشي.

همدا رنګ دغه ځوانان باید صبر وکړي او د افغانستان کرېکټ مینه وال هم باید له جذباني کېدو او بیړې نه کار وانه خلي.

په انګریزۍ کې متل دی چې روم په یو ورځ کې نه و جوړ شوی، افغان کرېکټ هم په یو ورځ کې نه شي جوړېدای، ستاسو صبر، مینه او زموږ خواري به کار کوي.

ورته مطالب