لږ سپورت هم د پښتورګو د تیږې مخه نیسي

Image caption که چېرې د پښتورګو له تیږې لرلو شکایت لرئ، د اندونیزیا یوجاکارتا طبي پوهنتون څېړونکي یې د حل لپاره د لیمو د شربت څښلو سپارښتنه درته کوي.

یوې نوې څېړنې ښوولې، چې هره اونۍ لږ سپورت هم انسان د پښتورګو د تیږو له لرلو ساتي. دغه څېړنه په امریکا کې پر ۸۴ زرو مېرمنو شوې، چې د پښتورګو له تیږو ځورېدلې دي.

د امریکا (روغتیايي خبرونو) وېبپاڼې لیکلي، چې د واشنګټن روغیتايي پوهنتون پر ۸۴ زرو داسې مېرمنو دا څېړنه کړې، چې د پښتورګو له درده کړېدلې.

تر ډېره د پښتورګو تیږې په مېرمنو کې ډېرې وي. په دغه ۱۵ کلنه څېړنه کې په ډاګه شوې ده، چې د پښتورګو ستونزه نېغ په نېغه له چاغوالي، شکر او د زړه له ناروغیو سره تړاو لري.

څېړنې دا هم ښوولې، چې لږ سپورت کول د پښتورګو د تیږې مخه نیسي، چې د څېړنې د یوه فعال ماتیو سورنسن په وینا "د منډو ځغاستې ته اړتیا نه شته، یوازې لږ سپورت او منډې وهل هم کافي دي".

د تېر حال

د تېرې پېړۍ له ۹۰ لسیزې راهیسې څېړونکو د ښځینه خوړو او بدني خوځښت او فعالیت په اړه څېړنې کولې، خو پایلو یې وښووله، چې چاغښت د پښتورګو د تیږې پیدا کېدو خطر پیدا کولی شي.

دا هم په ډاګه شوې ده، چې هره ورځ ۲۲۰۰ کالوري خوړل د پښتورګو د تیږې د پیدا کېدو ۴۲ سلنه امکان ډېروي.

سویا د پښتورګو تیږه پیدا کوي

امریکايي څېړونکو دا هم ویلي، سویا او یا په خوړو کې سویا کارول هم د پښتورګو د تیږې پیدا کېدو لامل ګرځي.

دوی وايي، په سویا کې د اوکزالیت په نامه یو ډول مواد دي، چې پښتورګو کې د تیږې د پیدا کېدو سبب ګرځي.

د واشنګټن پوهنتون ډاکټرې لیندا ماسي ویلي، په سوداګریزو تولیداتو کې د اوکزالیت موجودیت هم خطرناک ګڼل کیږي، چې ان په ځینو تولیداتو کې یې کچه ۵۰ سلنې ته رسېږي.

وړاندې ورته څېړنو ښوولې وه، چې سویا د کولسټرول د کچې په کمولو، د هډوکو د اوسپنې کمښت پوره کولو، د سینې د سرطان او د زړه د ناروغیو په مخنيوي کې مرسته کوي.

ډاکټران وايي، د ګوردو تیږې بېلابېلې اندازې لري، ځینې د یوې وریجې په اندازه او ځینې د ګالف لوبې د لوی توپ په حجم وي، چې هرکال تر ۱۰ سلنې پورې امریکایان پرې اخته کیږي، چې زیاتره یې نارینه دي.

د لیمو شربت پښتورګي پاکوي، تیږه غورځوي

که چېرې د پښتورګو له تیږې لرلو شکایت لرئ، د اندونیزیا یوجاکارتا طبي پوهنتون څېړونکي یې د حل لپاره د لیمو د شربت څښلو سپارښتنه درته کوي.

ډاکټران وايي، د پښتورګو تیږه یوه خطرناکه ستونزه ده، په تېره بیا نارینه وو کې ډېره موندل کېږي، چې پرې اخته کسان په بولو کولو کې له سختې ستونزې سره مخامخېږي او په غیر طبیعي ډول هره شېبه بولې ورځي.

څېړونکي په دې اند دي، چې ګني د پښتورګو تیږه په ګورده کې د کلسیم د امبارېدو او په بولو کې د (سټرېټ) مرکب د کمښت له کبله رامنځ ته کېږي.

د پښتورګو تیږه د عملیات یا لیزر په مټ ماتیږي او له بولو سره له ګوردې راوځي، خو بیا هم ناروغ سل په سلو کې نه له ستونزې نه خلاصیږي، چې تر اوسه پورې طب کې د پښتورګو د ستونزې نهايي حل نه دی موندل شوی.

مصنوعي پښتورګي

Image caption د پښتورګو تیږو لرونکو کسانو ته هره ورځ لږترلږه د دوو لیترو اوبو څښلو سپارښتنه هم کیږي، ډېر مالګین خواړه او سابه باید ونه خوري، له غاز لرونکو مشروباتو او قهوې هم باید ډډه وکړي.

خو ځینې کسان بیا د مصنوعي نویو پښتورګو لګولو ته زړه ښه کوي.

څېړونکي وايي، د پښتورګو د تیږې پیدا کېدو په لومړي سر کې باید د (پوټاشیم سټرېټ) مرک دوه کپسوله هره ورځ وخوړل شي، خو دا چې بیه یې لوړه ده، هر ناروغ یې نه شي اخیستی، خو د لیمو شربت بیا د هرچا په وس کې دي، چې په طبي اصطلاح کې یې (سټراس اورانتیفولیا) بولي.

د "لیم" په نامه مېوه هم له هغو مرکباتو ګڼل کېږي، چې د (سټرېټ) ماده پکې ډېره ده، او په یو کیلو ګرام شربت کې یې ۵۵.۶ ګرامه وي، خو یو کیلو ګرام لیمو بیا ۴۸.۶ ګرامه لري، په یوه کیلو مالټو کې دا کچه ۳۹.۶ ګرامو ته رسیږي، خو په یوه کیلو نارنجو کې کې دا کچه بیا ډېره لږ (۵.۴) ګرامو ته رسیږي.

د پښتورګو تیږو لرونکو کسانو ته هره ورځ لږترلږه د دوو لیترو اوبو څښلو سپارښتنه هم کیږي، ډېر مالګین خواړه او سابه باید ونه خوري، له غاز لرونکو مشروباتو او قهوې هم باید ډډه وکړي.

ورته مطالب