د ستاسي غږ: راستنو شويو افغان کډوالو ته د کار موندنې لارې چارې

Image caption هېواد ته ستنېدونکي افغان کډوال

د کار نړيوال سازمان او د کډوالو لپاره د ملگرو ملتونو اړونده ادارې هغو افغان کډوالو ته د کاري خونديتوب په اړه اندېښنه ښوولې چې له بهره او په ځانگړي ډول له پاکستان او ايران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

په دې اړه د دوى رپوټ وايي سربيره پردې چې گڼ شمير دغه ستانه شوي کډوال ښه کارونه نه لري ځنې يې بيخي کار او روزگار نه لري او د ژوند له ناوړه شرايطو کړېږي.

په همدې پلمه د دې اونۍ د ستاسې غږ په پروگرام غواړو له تاسو واورو چې هېواد ته په ستنېدو سره څنگه مو د کارموندنې او بېرته مېشتېدنې په برخو کې ستونزې هوارې شوې دي او يا دا چې اوس هم له گڼو ستونزو کړېږي؟

څه فکرکوي چې افغان حکومت ، نړيواله ټولنه او د افغانستان گاونډيان د افغان کډوالو د دغو ستونزو د هوارولو په برخو کې څه کولى شي.؟

د خپلو نظريو او شخصي تجربو د شريکولو په موخه د پنجشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې په دې شميره راته زنگ و وهئ.

٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩

او تاسو دارنگه کولى شي چې په بي بي سي پښتو فيسبوک کې هم خپل پيغامونه او هم د خپلو تيليفونونو شمېرې راپرېږدئ.

ورته مطالب