ولې اوس هم افغان ځوانان د اروپا په نيت هېواد پرېږدي؟

Image caption په بلجیم کې د افغان مظاهره کوونکو په ډله کې کورنۍ هم شاملې دي چې په وینا یې له هر ډول مرستې بې برخې دي.

په سلگونه افغان پناه غوښتونکي په بلجیم کې د اوسېدود قانوني اجازې ترلاسه کولو لپاره د احتجاج په بل پړاو کې د لومړي وزير د دفتر مخې ته غونډ شوي دي.

دوى له حکومته غواړي چې افغانستان ته د هغوي له ستنولو څخه ډډه وکړي.

په دې ډله کې اتيا کورنۍ هم شاملې دي چې د مظاهره کوونکو په وينا له هر ډول مرستو بې برخې دي.

په گڼو نورو اروپايي هېوادنو کې هم هغه افغانان چې د اوسېدو اسناد نه لري بېلا بېلو ستونزو سره مخامخ دي.

ستاسې نظر کې له تاسې اورو چې ولې اوس هم لوى شمېر کې افغانان خپل هېواد پرېښود ته زړه ښۀ کوي او هغه چې وتلي دي ولې بيرته له ستنېدو څخه ډډه کوي؟

که په دې اړه خپرونې کې راسره نظر شريکول غواړئ د سه شنبې د ماښامنۍ خپرونې پر مهال په دې شمېرې ټېلېفون وکړئ.

۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

د لنډ لیکلي ټېلېفوني پیغام/ایس ایم ایس لپاره دا شمېره وکاروئ

۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸