ډېوه: نادر کال

Image caption د هر کار و بار خلک په دې بحث کوي چې په ۲۰۱۴ کې به څه کوو. کروندګر، هټۍ وال، ولسوال او سیاستوال ټول په دې سوچ کې دي. ټاکل شوې په دې کال کې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.

موږ ته وخت کوم ارزښت نه لري هرڅه په ځه! ځه! اخلو.

د ورځې او شپې کوم منظم مهالوېش نه لرو، هرڅه ته د تقدیر د لوبې په سترګه ګورو.

زده کونکي مو ټول کال د ښونځي او کور په لاره ستړي شي خو د دې فکر ورسره نه وي چې موږ به د دې مزل ازموینه هم یوه ورځ ورکوو.

دا یو معمول دی چې سهار پاڅېږي، سترګي سولوي چې ګنې د ښونځي ټلۍ به وهل شوې وي، هلته په رسېدو ورباندې بیړه وي چې کله به د رخصت زنګ کړنګ وهي.

ښونکي مو بلا پسې وي، د سود سودا له کار و باره په نیم زړه ښونځي ته راغلی وي.

له زده کونکو د هغه بیړه ډېره وي چې کله به یې وخت پای ته رسېږي. د کال په وروستۍ برخه کې د تصمیم لنډې لارې ګوري.

هغوی چې ځان تر نورو مخکي ګڼي د ازموینې په را رسېدو د کتاب مخونه په ورځ کې له زرو وارو ډېر واړوي راوړي خو بیا هم ورته خوند ور نه کړي.

پر هغو ځایونو چې یې شک راځي ښونکی به ترې د پوښتنو په جوړولو کې ګټه اخلي ژر ژر یې په یوه پاڼه ولیکي.

ځينې ښونکي د یو داسې چا د موندلو لټه کوي چې خبره یې ومني او ورته پر سپینه پاڼه په سره قلم د سلو نمرو ټاپه ولګوي.

داسې هم په کې وي چې د کتاب لوستنې پر ځای کتاب د خپل بدن پر غړو کاپي کوي او د نقل لپاره لاره ګوري چې څه ډول یې وکړي.

کال تېر شي ازموینې واخیستل شي، هغه ورځ هم ډېره توده وي چې یو بل ته د کامیابۍ لپاره ګلونه پرغاړه ور اچوي.

دغه چاره د پوهنتون تر فراغته ورسېږي، اخر چې د یو مسلک نوم ورباندې پورې شي او بیا ورسره صاحب ویل کېږي، که ترې پوښتنه وکړې چې ولې مو دا د لیک لوست ستنې کږې وږې دي نو ژر به ځواب درکړي چې ولا په ښونځي کې مې له ادبیاتو سره ډېره لیوالتیا نه وه.

له خندا به شین شي. د هغه پر ځای به ته خجالته شې.

که ور نه پوښتنه وکړې چې په مذهب کې څومره پوهېږې نو وايي به چې ولا زموږ د جومات ملا به ډېر وهل کول ځکه خو مې ترې په ښونځي کې له مذهبي کتابونو زړه تور و.

که ترې د جغرافيې پوښتنه وکړې نو ژر به در ته وايي چې یو خو دې هر حکومت خپله خپله جغرافیه جوړه کړې اوس نو پنجشیر دره هم ولایت دی، د خدای لپاره موږ څنګه وکړو هغه وخت کې دا ولسوالي هم نه وه.

د ساینس په اړوند خو ترې پوښتنه نه شې کولای ځکه دا حالت خو ټولو ته مالوم دی.

زموږ ډېر وخت په خبرو تېرېږي، ډېر باور په دې کوو چې تقدیر ته مو ځان سپارلی او ډېر سوچ په هغو لنډو لارو کوو چې یوازې موږ ته یو نوم را په برخه کړي، هغه نوم چې په منځ کې هېڅ هم نه لري.

خو دا وار حیرانونکې ده چې د دې وطن خلک د وخت خورا فکر وړي دي.

نه پوهېږم دا وخت ورته کومو جادوګرو دومره ارزښناکه کړ.

۲۰۱۴!

دا کال د نژدې هر افغان زړه له ځان سره اخیستی.

د هر کار و بار خلک په دې بحث کوي چې په ۲۰۱۴ کې به څه کوو. کروندګر، هټۍ وال، ولسوال او سیاستوال ټول په دې سوچ کې دي.

که یو ځوان له کوره وځي هم مورکۍ ته وايي چې د خدای لپاره لاسونه لپه کړه چې دا کال په خیر راشي.

ملایان هم اوس له تقدیره ډېر دوه زره څوارلس باندې عقیده لري، د دې وخت ارزښت ور ته له هرڅه ډېر مخکی دی.

نو تاسې فکر وکړئ!

که د دې وګړو لپاره هر کال، هره میاشت او هره ورځ دومره ارزښت ولري انګېرنه به مو څه وي؟

ولې به بیا د نورو په تلو راتلو پسې خپل ژوند ژواک تړو؟

ولې به د خپل پر ځای، پردي ته په ډېر درنښت ودرېږو؟

د دې وطن وګړي دې دا نادره کال چې هر بوډا او ماشوم یې د راتګ لپاره پال نیسي د خپل ځان لپاره د بدلون یوه پېلامه وګڼي.

هغه بدلون چې نور نو د سهار او ماښام ژوند پر مهالوېش وي.

هره ګړۍ ته د ۲۰۱۴ کال په څېر تږي او فکر وړي پاتې شو.

اوس به نو افغانان په دې پوهېدلي وي چې وخت کوم ارزښت لري او کنه، نو د دې پوهاوي لپاره باید مټې را بډ وهو، د نیکونو خبره مو ده چې وخت لکه سره زر دی، ولې دغه سره زر د خوب په بیه پلورو.

ورته مطالب